كه شپه تياره ده نومڼې په شماردي
11.03.2010 13:20پرون مې چې كله سهاروختي دټول افغان ويب پاڼه پرانيستله ، سمدلاسه مې دګران اوقدرمن ورورمحمدحماس په قلم دخپلې ليكنې ، ليكل شوی ځواب ولوست ، دهغه په لوستلوسخت خوشحاله شوم ځكه چې اوس داسې شرايط برابرشوي چې يوكس پرته لدې چې دخپل مخالف كس نظردټوپك پواسطه ردكړي ، دقلم پواسطه يې ردوي خولدې ټولوسره سره بياهم پكې داسي ټكي ترسترګوكيږي چې دهغوله مخې دګران اوقدرمن ورورحوصله اوپوهه له ورايه معلوميږي چې زه نه غواړم دنوموړي ورورپدغودواړوصفتونودلته توضيحات وركړم ، يواځې غواړم دوروردليكنې په هغوبرخوباندې يوڅه وليكم چې هغه دحزب اسلامي په اړوندزماپه قضاوت پورې اړه لري .
ګران اوقدرمن ورورحماس صيب ! تاپخپله ليكنه كې دحزب اسلامي په اړه زمادڅيره ، عقيدې ، انصاف ، تربګنۍ ، ناپيلتوب په هكله خبرې كړې وې ، ځان دې دحزب اسلامي يوخواخوږی معرفي كړی اوزه دې دحزب اسلامي يومخالف كس لوستونكوته پيژندلی يم گرانه : زه اوته دواړه حق لروچې يودحزب اسلامي خواخوږی شواوبل يې مخالف مګرنه ته داحق لرې چې خپل مخالف ته دقلم دعفت خلاف كليمات استعمال كړې اونه هم زه ، ځكه چې نه تاتراوسه زه ليدلی يم اونه هم ماته ليدلی يې نوكه چيرې ته غواړې چې له حزب اسلامي اوددغه ګوند له كسانواوپه تيره اويايمه لسيزه كې دهغوی له اعمالوڅخه دفاع وكړې ، نودفاع دې بايد منطقي وي ځكه چې ولس هم حزب اسلامي پيژني اوهم يې دحزب دكسانواعمال پخپلوسترګوليدلي دي چې په سروبي كې دزرداد اعمال دهيڅ باضميره انسان له سترګوڅخه پټ ندي . زماپه آند دادپښتنوسخته بدمرغي ده چې اوس دپښتون قلم دپښتون پروړاندې ليكنې كوي اودپښتون اعمال غيرپښتنوته لوڅوي خوڅه وكړو ، بدمرغي له هغې ورځې راپيليږي چې دپښتون په چاړه دپښتون مرۍ غوڅيږي ، دپښتون په لاس دپښتون كلينيك ، سړك ، پل ، ښوونځی ورانيږي نوچې داسې ده پښتون حق لري چې دې داوړپښتنواعمال لوڅ اوبربنډكړي نوكه چيرې دحزب اسلامي اواسلامي امارت دكسانوخوازماپه ګډون دګڼوهغوپښتنوپه ليكنوچې په هغوكې ددغودوه ډلواعمال لوڅيږي ، خوابديږي نوښه به داوي چې هغوی له تشولاپوڅخه تيرشي ، اوپرخپلواعمالوله سره يوه كتنه وكړي .
ګرانه : تاپخپله ليكنه كې په كابل كې دهغه مهال هماهنګۍ شوری ته نغوته كړې وه ، اوداسې دې انګيرلې وه چې ګنې حزب اسلامي پخپل دغه سياسي ګام پورته كولوسره افغانستان له تجزيې څخه خلاص كړ ، مګردادې په يادندي چې حكمتيارصيب پدغه كارسره نه يواځې داچې افغانستان له تجزيې څخه خلاص نكړ، بلكې افغانستان اوافغانان يې له يوډول نويوسياسي ستونزوسره مخ كړل چې ښه بيلګه يې دهغه وخت په كابل ښاركې دحزب اسلامي اوحزب وحدت ، ګيلم جمواوحزب اسلامي ترمنځ جګړې وې چې له امله يې ګڼ كابل ښاريان اوپه ځانګړې توګه پښتانه دحكمتيارصيب دقدرت غوښتونكوپاليسوښكارشول چې پدې اړه ګڼ شواهد شتون لري چې زماپه ګډون نه ورڅخه ته سترګې پټولای شې اونه هم ستامشرحكمتيارصيب . زه فكركوم كه چيرې هغه مهال ملګروملتونودافغانستان داوسنيوسياسي پولو دپرله پسې درناوي سپارښتنه نه وای كړې نوحكمتيارصيب كله هم پدې نشوبريالی كيدای چې هيواديې له تجزيې څخه خلاص كړی وای ځكه هغه پخپله ددغه بهيريوفعال لوبغاړی وه چې هغه مهال زمونږ ګاونډيانوپه لاراچولی وه ، همدارازتاپخپله ليكنه كې دپښتنوداستازيتوب خبره كړې زه اوس هم پخپله خبره ولاړيم چې حكمتيارصيب دپښتنواستازيتوب ځكه نشي كولای چې دنوموړي دحزب تګلاره دغه اصل نفې كوي نوپدې اړه زياتو، توضيحاتوته اړتيانشته مهرباني وكړه دخپل ګوند مرامنامې ته مراجعه وكړه ښايې پدې اړه پكې زيات څه ومومې ، پاتې شوه په جبل السراج كې دهغه مهال ايتلاف ته چې دمزاري ، ګيلم جمواومسعودترمنځ رامنځته شو ، دهغه په اړه بايد وويل شي چې زماپه ګډون ټول پښتانه هغه ردوي اوهغه په هيوادكې دراوروسته ټولوپيښولامل بولي ، خودهغه وخت دايتلافونوپه باره كې حزب اسلامي اوحكمتيارصيب هم نشي خلاصيدی ځكه چې حكمتيارصيب په پيښوركې دهغه وخت جهادي رهبران په خبروبوخت وساتل اوخپله يې په لوګركې دكابل دنيولوجګړه رهبري كوله اودهغه وخت دكمونيست دفاع وزيرجنرال رفيع سره يې په پرله پسې توګه په لوګركې كتنې كولې پدې اړه دزياتومعلوماتولپاره د حكمتيارصيب په قلم ليكل شوي كتاب ( پټې توطيې اوبربنډې څيرې ) ته مراجعه وكړه چې په هغه كې ستادمشرپه قلم ددغوايتلافونو په اړه ګڼ اومستندمعلومات ترسترګوكيږي .
قدرمنه : تاپخپله ليكنه كې زه دحزب اسلامي دښمن معرفي كړی يم اوداسې دې انګيرلې چې ګنې زه له حزب اسلامي سره دښمني لرم ، ښاغليه زه له حزب اسلامي سره دښمني نلرم خودحزب اسلامي سره سياسي مخالفت لرم چې ښايي ددښمنۍ اوسياسي مخالفت ترمنځ له سياسي پلوه ژورواټن اوتوپيرشتون ولري چې پدې اړه هغه كسان چې له علمي سياست سره سراوكارلري ، پوره معلومات لري ، همدارنګه تاماته ليكلي چې ماولې دكابل ښارپه زړه كې دفروشګاه بزرګ افغان باندې دطالبانوديرغل په اړه هغوی ګرم بللي ، ګرانه دبيګناه خلكووژل زمااوستادواړوګډ دين ، اسلام اوزمااوستادواړومومن به كتاب قرآن عظيم الشان منع كړي نوكه چيرې دغه كارته كوې كه يې طالب كوي اوكه يې زه كوم هغه څه چې نارواوي ، اوپاك خدای ( ج ) منع كړي وي ، له هغوڅخه نه ته سترګې پټولای شې اونه هم زه اودواړه دهغودغندلوحق لرو نوهيله ده چې پدې دې خوابده نشي پاتې شوه زماپه تيره ليكنه كې دحزب سره داسلامي روستاړي نه كارول ښايي دادومره ستره موضوع نه وي كيدای شي دليكنې پرمهال له ټايپ څخه پاتې شوې وي زماپه آند يوګوند يايوه ډله تش دهغه له نوم سره داسلامي مختاړي اوروستاړي په كارولواونه كارولونه اسلامي كيږي اونه هم غيراسلامي ، حقيقت دادی چې يوګونداويايوه ډله هغه مهال اسلامي كيدای شي چې دهغوی دپيروانواعمال اسلامي وي نواوس ته دخپلوهمفكروكسانوتيروكړنوته نظرواچوه ، خپله قضاوت وكړه چې په سروبي كې دزرداد اوياپه جنګلك كې دحكمتيارصيب دنوروكسانواعمال اسلامي وه اوكنه ....؟
ګرانه : دمسعود ، سياف ، مزاري اوګيلم جموپه كړنوبيخي بحث ندی پكاردهغوی ټول اعمال دغندلووړدي هغه دپښتومتل دی وايي ( كه شپه تياره ده نومڼې په شماردي ) كه چيرې مسعودخيل اودوستم خيل هرڅومره ځان سپينې كوترې خلكوته وښيي نوستاسوداعمالوپه څيردهغوی اعمال هم خلكووليدل نوڅه اړتياده چې اوس په هغوپسې قلم راواخلوكه چيرې هغوی هم ستاسوپه څيرپه دوستداران وطن كې ځانونه سپين كړل نوبيابه يې ته هم حال ووينې ، يوبل څه چې ستادغوسې ښكارندويې كوي هغه داچې تاماته ليكلي چې مادكوم ايمان اووجدان له مخې دطالبانواسلامي تحريك ته داسلامي مختاړی كارولی ، ګرانه زه نه مفتي يم اونه هم فتوی وركولای شم تراوسه هم تاسو ، هم طالبان اوهم ولس هغوی ته مسلمانان وايي نوزه څرنګه هغوی ته خدای مكړه د ....... ؟ خطاب وكړم پاتې شوه دهغوی اعمال ، لكه څرنګه چې مې پورته يادونه وكړم هرڅوك حق لري چې دهغوی په كړنوباندې قضاوت وكړي چې زه هم يوله هغوكسانوڅخه يم . په پای كې دې له ماڅخه پوښتنه كړې چې بايد زه يې ځواب كړم : تاله ماڅخه پوښتلي چې مااسلام اوپښتنوته څه خدمت كړی چې هغه حزب اسلامي ندی كړی ....؟
ګرانه وروره : مااسلام اوپښتنوته يواځې اويواځې دومره خدمت كړی چې نه مې مسلمان وژلی ، نه مې داسلام په نوم سوداګري اوايتلافونه كړي ، نه مې دمسلمان دوژلوفتوی وركړې ، نه مې پښتون وژلی ، نه يې وژنم اونه يې اراده لرم ، كوښښ كوم چې دخپلوامكاناتوڅخه په ګټه اخيستوسره پورتنيوكسانوته خدمت وكړم چې پدې اړه مې له خپل رب ( ج ) سره تعهد هم كړی اوله لوی رب څخه هيله لرم چې پدغه سترخدمت كې مې برياپه برخه شي ، پاتې شوه ستادليكنې په اړه زمادخوابدۍ موضوع ، ګرانه زه كله هم ديوچاله ليكنې څخه نه خوابدی كيږم كه چيرې ته يې حوصله لرې نوزه تياريم چې پدې اړه له تاسره بحث كولوته دوام وركړم .
په پای كې له ټول افغان څخه هم هيله كيږي چې پدې اړه په ليكنوباندې دتبصروخونه پرانيزي اوله لوستونكوڅخه هم هيله كيږي چې دقلم عفت ته په درناوي سره خپلې تبصرې وليكي ترڅوعام خلك پخپل راتلونكي سياسي تقديرباندې سرله اوسه كتنه وكړي چې بايد څه وكړي ....؟

