چارواکي ،کابل بانک او د دوبۍ محلونه
10.03.2010 16:33ازادي راديو : كابل بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ د ښو اړیکو په اساس په کپیټلالیزم یا پانګوال سیستم ولاړ دی. دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې څیړنیز راپور دی چې په دې وروستیوکې یې خپور کړی او له جګ پوړو افغان چارواکو سره یې د بانک پټې معاملې په ډاګه کړي دي.
ورځپاڼې له عربي متحده اماراتو څخه د تر لاسه کړیو معلوماتو او اسنادو پر اساس لیکلي چي د جمهور رییس حامد کرزي او نورو جګ پوړو حکومتي چارواکو د کورنیو غړیو په دوبۍ کې د میلونونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي.
دا چی دا ډول معاملې په افغانستان کی اداري فساد ته څنګه لار هواروي، د واشنګټن پوست ورځپاڼې د مقالې په استناد د ازادۍ راډیو همکارانو یو راپور چمتو کړی :
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې دا خبرې د لوړې په مراسمو کې وکړي. د لوړې له مراسمو څخه لږه موده وروسته جمهور رییس کرزي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، ځینې دولتي چارواکي په حکومت کې له یو دووکلونو کار کولو ورسته پیسې پیدا کوي او په دوبۍ کې کورونه اخلي.
کرزی د کوم چارواکي نوم په ډاګه نه کړ خو واشنګټن پوسټ دا کار کړی او په دې وروستیو کې یې په یوه مضمون کې د جمهور رییس کرزي د ورور، محمود کرزي او د جمهور رییس د پخواني لومړي مرستیال ضیا مسعود نومونه اخیستي چې په دوبۍ کي یي د میلونونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستي مګر دا کورونه د دوي په نامه نه دي ثبت شوي.
د واشنګټن پوسټ د مضمون لیکوال اندریو هیګنز لیکي:
د محمود کرزي او ضیا مسعود دواړو کورونه د کابل بانک د موسس او رییس شیرخان فرنود په نامه دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي: شیر خان فرنود چي ډېر کم په عام محضر کي راڅرګندیږي د جمهور رییس حامد کرزي د کورنۍ غړیو او دوستانو ته یې د میلونونو ډالرو پورونه ورکړي څو هغوي پري په دوبۍ کې مجلل کورونه وپیري.
د ورځپاڼې په راپور کې دا هم راغلي چې کابل بانک خپلو حساب لرونکو یا مشترکینو ته په قرغه کشۍ کې د میلونونو ډالرو په ارزښت تحفي او جایزې هم ورکوي.
واشنګټن پوسټ د عربي متحده اماراتو د غیر منقولو شتمنیو له دفتر څخه د تر لاسه کړیو معلوماتو په اساس د کابل بانک له رییس شیرخان څخه پوښتلي چې دومره زیات شمېر مجلل کورونه ولي دده پنامه راجستر شوي دي.
شیرخان فرنود په ځواب کې وایي، نور کسان نه غواړي چې نومونه یې افشا شي.
واشنګټن پوسټ د جمهور رییس حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره د کابل بانک د معاملې په اړه لیکي :
محمود کرزی چي د امریکا په بالتیمور ښار کې یو افغاني رستورانت لري په لومړي سر کې یې ویلي و ، د دوبۍ په پام جمیره کې ده یو کور په کرایه نیولی و او ددې کور اصلي قیمت پنځه نیم میلونه ډالره دی.
پام جمیره په دوبۍ کې یوه ډېره عصري او لکسه منطقه ده چې کورونه په کي د اوبو په سر د خرما د ونې په شکل په عصري او پرمختللي مهندسۍ او تکنالوژۍ جوړ شوي دي.
خو محمود کرزي واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په خبرو کی ویلي، دی له کابل بانک سره د پور یو غیر رسمي قرارداد لري او هره میاشت بانک ته اوه زره ډالره ګټه یا سود ورکوي.
محمود کرزي ازادۍ راډیو سره په خبرو کي د واشنګټن پوسټ راپور رد کړ او وایي ، دده خبرې یی تحریف کړي دي:
د حامد کرزي مشر ورور محمود کرزی چې په دوبۍ کې د کورونو په اخیستلو تورن دی .
((دوی وايي چې په دوبۍ کې دا کور د محمود کرزي دی ، خو دلیل یې نه ښيي . دوی په دې خبر دي چې دا کور دشیر خان په نامه دی . او اسناد یې هم دده په نامه دي ، نو له دې څخه ډرامې جوړول سم کار نه دی ، دویمه خبره داده چې دوی وايي ځینې کسانو ته پورونه ورکړل شوي دي ، زما له کابل بانک سره معامله له دې نه ده چې په ۲۰۰۶ کال کې زه پوه شوم چې کابل بانګ پرمختګ کوي ، دوی ځینې اسهام پلورل دا چې ماته ښه سرمایه ګزاري معلومه شوه نو ما ددې شرکت یوڅه اسهام واخیستل . او زه اوس هم فکر کوم چې کابل بانک د افغانستان له غوره بانکونو څخه دی . ))
محمود کرزی وایي، په افغانستان کې د ده اقتصادي فعالیتونه باید وستایل شي:
(( به ما دوی هېڅ داسې ثبوت نه لري چې خدای ناخواسته ما دې له یو چا څخه پیسې اخیستي وي . یا مې دې یو غیرې قانوني کار کړی وي ، که دوی رېښتیا د کپیټیلزم پلویان وي نو د هغو کارونو ستاینه دې وکړي چې ما تر اوسه په افغانستان کې کړي دي . ما له امریکا پیسې راوړي په کندهار کې مې ښارګوټی جوړ کړی دی . زه په خپله د افغانستان له حکومت سره هېڅ ډول قرارداد نه لرم . ))
د واشنګټن پوست ورځپاڼې ددې څیړنیز راپور په اساس د دوبۍ په پام جمیره کې د ضیا مسعود مجلل کور هم د کابل بانک د رییس شیرخان فرنود په نامه ثبت شوي دی.
مسعود له ۲۰۰۴ میلادی کال څخه د تېر کال د نومبر تر میاشتي پوري د جمهور رییس مرستیال و. په راپور کي ویل شوي چي د مسعود دا کورپه ۲۰۰۷ میلادی کال کي په دوه میلونه او دري لکه ډالرو پیرل شوي دی.
واشنګټن پوست لیکي: دا کور لومړی د ضیا مسعود د میرمنې په نامه ثبت شوی و خو وروسته د شیرخان فرنود نامه ته اړول شوي دی.
ورځپاڼې د مسعود دا خبره هم راخیستي چی وایي، شیرخان یی انډیوال دی او له هغه سره یي فوټبال او شطرنج کاوه.
د ورځپاڼې په مضمون یا راپور کې د مارشال فهیم د ورور حسین فهیم نوم هم یاد شوی دی. خبریال د حسین فهیم له خولې لیکي چي له کابل څخه د ددوی دوو شرکتونو ۷۰ میلونه ډالره پور اخیستی دی.
ورځپاڼه پوښتنه کوی : پخوانیو او برحالو دولتي چارواکو ته د دومره زیاتو پیسو پورونو ورکول تر کومه حده د اندیښنې وړ دي؟ په ځواب کي یي لیکي، دا عمل په ځینو هیوادو کې د اندیښنې وړ مسله ده او دا ځکه چې دولتي چارواکي د سترو قرضو د تر لاسه کولو په بدل کي ممکن له بانک سره په یوه او بل ډول مرسته وکړي.
په دې مقاله کې د ولسمشر د پخواني لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود یادونه هم شوې چې په دوبۍ کې یې د کابل بانک د مشر په نوم یو کور اخیستي دی .
واشنګټن پوست ورځپاڼه چې تل څیړنیز بیا تحقیقاتي راپورونه او مضومونه خپروي، د بانک او چارواکو تر منځ داډول معاملې په افغانستان کي د کروني کپیټالیزم پنامه یادوي .
په دي معنی چې د پانګوالۍ داډول نظام د حکومتي چارواکو او خصوصي سکتور تر منځ په دوستۍ او ښو اړیکو ولاړ وي.
خو حسین فهیم چي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم له ده سره مرکه کړي، د اندیښنو د لرې کولو په اړه دلایل لري او وایي، د کورنیو پورونو له اخیستلو چاره نشته او دا په افغانستان کې عادي خبره ده. د حسین په وینا، د یوه قوي حقوقی نظام د نه موجودیت په صورت کې سوداګریزې معاملې د رسمې قراردادونو په ځاي د باور او اعتماد په اساس کیږي.
دی وایي، افغانستان امریکا نه ده . افغانستان هر څه له صفره پيل کړي.
خو پخپله د کابل بانک د رییس شیرخان فرنود نظر چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مضمون محوردی، په دي اړه مهم دی . ازادۍ راډیو زیاته هڅه وکړه چی دده نظر وپوښتي ، خو په دي کار کې بریالي نشو.
واشنګټن پوست ورځپاڼې چې کله له شیرخان سره خبرې کړې وي، هغه ورته ویلي و چی د افغانستان په اړه قضاوت باید د بهرنیو معیارونو په اساس ونه شي. کوم کار چې زه یې کوم ، سم نه دی، اصلا باید داسيې ونه کړم خو دا افغانستان دی. د شیرخان ددي ډول څرګندونو په اړه د واشنګټن پوسټ په څېر د لویدیځو ورځپاڼو اندیښې زیاتې شوې دي او دلیل یې دادی چې لویدیځ هیوادونه په افغانستان کي په میلیاردونو ډالر مصرفوي او هیله من دي چې حکومت په پوره شفافیت خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
کله چې ازادۍ راډیو د افغانستان بانک څخه چې د بانکونو په سکتور کې لومړۍ درجه مسولیت لري، د راپیداشویو اندیښنو په اړه پوښتنه وکړه ، داسي معلومه شوه چې دا بانک د خصوصي بانکونو د کړنو په اړه زیات اندیښمن نه دی.
د بانک ویاند ایمل عاشور ازادۍ راډیو سره په مرکې کې وویل، د کابل بانک د رییس شیرخان ټول کارونه یعنې د پورونو ورکول او په دوبۍ کې د کورونو پیرل دهغه شخصي کار دی.
عاشور وایي:
وګوري یو شخص له شخص څخه خبرې کوي، بله د بانک خبره ده. د ورځپاڼې په راپور کې نه دي ویل شوي چې شیرخان فرنود د کابل بانک په نامه دا پورونه ورکړي دي.
هغوی فرد یاد کړی دی او وایي ښاغلي فرنود دا قرضې ورکړې دي.
مقالې د ولسمشر د اوسني لومړي مرستیال قسیم فهیم د ورور یادونه هم کړې چې په دوبۍ کې یې د کابل بانک په مرسته پانګونه کړې
که چیری دا معامله د کابل بانک د حسابونو له لارې شوي واي نو په هغه صورت کې به په جدي ډول قانوني څیړنه شوي واي. مونږ د کابل بانک په حسابونو کی تر اوسه داسې څه نه دي موندلي چې مالي جعل یا تزویر دي وښيې.
عاشور او د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر فطرت وایي، مرکزي بانک د کابل بانک او نورو خصوصي بانکونو په حسابونو پوره نظارت لري .
فطرت هم واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان بانک د دوبۍ د ملکیتونو او معاملو د اوازو په اړه جدي څیړنې کوي.
خو ښاغلی فطرت وایي، تر اوسه دوی څه نه دي تر لاسه کړي. د افغانستان بانک د رییس په وینا په افغانستان کې د قرضو یا پورونو ورکول ګران کار دی او دا ځکه نه معلومیږی چی څوک څه لري.
خو د ولسي جرګې غړی او په حکومت باندي انتقاد کوونکی ښاغلی رمضان بشردوست د افغانستان بانک په کړنو انتقاد کوي او وایي، په افغانستان کی یو ډول اقتصادي او سیاسي مافیایي سیستم روان دی:
((که چیرې د مرکزی بانک رییس ددوی په ډله کې نه واي ، د فهیم، د هغه د ورور، د کرزي او د هغه د ورور، خلیلي او ورونو، قانوني او نورو له ګټو څخه یي دفاع نه کولی، په هیڅ صورت د بانک د رییس په څوکۍ نشو ټاکل کیدای.
ولسي جرګې غوی رمضان بشردوست وايي په هېواد کې یو اقتصادي مافیا واکمنه ده چې د کابل بانک مشر یې هم غړی دی
دوي په هیڅ صورت حاضر نه دي چې یو پاک، په وطن مین او صادق سړی دې د مرکزي بانک رییس وي. که داسې وي نو ډاډه یم چې خصوصي بانکونه فلج کیږي .
دوي که په سلو کي لس قانوني کار کوي نو نور یي غیر قانوني دي او بل نوم ورکوي. ))
بشر دوست دغه راز د افغانستان په قضایي سیستم انتقاد کوي او وایي، ټول قوانین د کاغذ پر مخ پاته کیږي او په سم ډول نه عملي کیږي.
له دي ټولو څخه داسې بریښي کومه څیړنه چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پيل کړې ممکن د اوس لپاره بشپړه نشي. د ورځپاڼو او خبری رسنیو څیړنې معمولا په عامه اطلاعاتو تکیه لري او دې امریکایی ورځپاڼې وکړاي شول چی دا مسله په دوبۍ کی د عربي متحده اماراتو له چارواکو څخه د تر لاسه کړیو معلوماتو او اسنادو په اساس پیل کړي.
خو په افغانستان کې د دې ډول معلوماتو او اسنادو د تر لاسه کول امکان نه لري.
د افغانستان بانک مشر قادر فطرت وايي دوی پر خصوصي بانکونو کنترول لري او غېرې قانوني کارونو ته یې نه پریږدي.
ددي ادعا د ثبوت لپاره د افغانستان بانک د رییس دا خبره چې وایي، مونږ نه پوهیږو څوک څه لري، کافي ده.
که د افغانستان بانک د رییس دې خبرې ته چې وایي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوبۍ د ملکیتونو په اړه اوازې خپرې کړي او یا دي حقیقت ته پام وکړو چې دې ورځپاڼې د روابطو په اساس د کپیټالیزم په اړه اندیښنې را برسېره کړي، یو شی تري په ډاګه کیږي او هغه داچي شیرخان او شریکانو یې په دوبۍ کې د ملیکتونو د پیرنې لپاره ۱۵۰ میلونه ډالره مصرف کړي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راز لیکلي، کابل بانک د ودې او پراختیا په حال کې دی. که څه هم چی افغانستان یو بې وزلی هیواد دی ، په داسي موقعیت کې دی چې د بهرنیو مرستو او نشه یي موادو له درکه ورته ډېرې زیاتي پیسې داخلیږي. خو ددی پیسو زیاته برخه د یوه کوچني اقلیت لاسونو ته ورځي او لکه څنګه چې په دوبۍ کي د سترو پانګونو له مسلې څخه په ډاګه کیږي، دا پیسي د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د هیواد په داخل کې نه مصرفیږي.

