د سيد عبدالله مسعود د ليکنې په ځواب کې
09.03.2010 10:53ما هم لکه د عبدالله مسعود ورور په څېر چې کله سهار پښتو وېبپاڼې کتلې نو په ټول افغان کې مې د ( دوستداران وطن د چلوونکو د پام وړ ) په سرليک سترګې ولګيدې . ماته په زړه پورې و،چې وېې لولم. دغه ليکنه مې ولوستله او د سيد عبدالله مسعود څېره، عقيده، تربګني، ناپيلتوب، له حزب اسلامي سره د ده عناد او د نوموړې ډلې پر وړاندې له انصاف او حقيقيت نه لرې څرګندونې راته سمې ونه برېښدې او دا يادونه هم کوم چې زه د دوستداران وطن له وېپاڼې سره پرته له دې چې د حزب اسلامي يو خواخوږی يم نور هېڅ ډول اړيکي نه لرم. ښاغلي ورورو د اويامې لسيزي دکابل د جګړو تور ټول په ښاغلي حکمتيار او په حزب اسلامي پورې کړی دی ، زه دا منم چې د هغې جګړې له لسو بوعدونو څخه يو بوعد يې حزب اسلامي و او هغه هم داسې جګړه چې د روسانو او ايرانيانو له لوري د هغوی د مزدورانو په واسطه له حزب اسلامي سره پيل شوې وه او حزبيانو اړ و چې له ځانه دفاع وکړي. ( که هماغه مهال حزب اسلامي د نظار شورا د لنډغرو مخه نه وی نيولې نو عبدالله جانه تا به ليدلې وای چې دغو خلکو په پښتنو څه کول؟؟؟؟؟ او په دې خبره هغه څوک پوهېږي،چې مبارزاتي ژوند يې تېر کړی وي نه هغه څوک چې په اسارت کې يې ژوند کړی وي) ،. البته په دغه برخه کې له حزب اسلامي راوروسته د طالبانو جګړې هم ډېر رول درلود. له دوستم او مزاري سره دې دې د حزب اسلامي ايتلاف ته اشاره کړې او نيوکه دې پرې کړې، ښايي ستاپه څېر خلک ډېر دغه ډول نيوکې وکړي ، خو په دې خبره هم بايد ځان پوی کړې،چې دجبل السراج نامقدس ايتلاف او په دغه ټلواله کې ګډوخلکو د پښتنو پر ضد مبارزه پيل کړې وه او نهايي موخه يې د افغانستان تجزيه کېدل ول، حزب اسلامي له حالاتو يو خبر تنظيم و ا و د هماهنګۍ شورا په جوړېدو يې دغه نامقدسه ټلواله ماته کړه ، د هغوی پلانونه يې ورشنډ کړل، د افغانستان د تجزيې مخه يې ونيوله او په عمل کې هم همدغه ډول وشول او پاتې شوه د هزاره وو او پښتنو جګړه هغه بل چا پيل کړې وه او د حزب په دغه کار سره د هغه مهال لپاره پای ته ورسېده ، خو عبدالله مسعود صيب ستا زړه و چې د تل لپاره د پښتنو او هزاروو جګړه روانه وی؟
بله خبره چې تا د حزب اسلامي د موقف او په ټولنه کې دپښتنو د استازيتوب خبره کړې ده ، نو دومره درته وايم چې حزب اسلامي اسلامي شعايرو ته ژمنه ډله ده دپښتنو په ګډون د ټولو افغانانو ګډ تنظيم دی او په حکومت کې يې که په ګډون ارامي نه راځي نو ولې ان تا يې په اړه په مطبوعاتو کې دغه ډول خبرې اورېدلي دي؟ زه نه پوهېږم چې ته د افغانستان دکوم ولايت اوسېدونکې يې؟ او ته ولې لا تردې دمه په دې نه ېې پوهېدلی چې حزب اسلامي په افغانستان کې يو مطرح تنظيم دی ؟ ته مهرباني وکړه د پنجشېر او باميانو په ګډون يو ولايت راو ښيه چې حزب اسلامي په کې پلويان اومبارز مجاهدين ونه لري ان تر هغه وزارت ( د ماليې وزرات ) چې تا په خپله يوه ليکنه کې ليکلی و ،چې دغلته کار کوې،که ته په رښتيا وغواړې چې د حزب په زور وپوهېږئ نو نيم دماليې وزارت کار کوونکي دې هماغه خلک دې چې په حزب اسلامي پورې اړه او که دا خبره نه منې او په مستعار نامه دې ليکنه نه وي کړي د يوه ساعت په اوږدو کې زه په تا باندې دا قوت ليدلی شم؟ تا په بغلان کې جګړې ته اشاره کړې ده ، لومړی خو تر کومه بريده چې زه خبر يم دا د حزب او طالبانو تر منځ جګړه نه ده بلکې مطبوعاتو ترې دومره غټه خبره جوړه کړې ده، خو بيا هم که وي هم نو تا په کوم ايمان او وجدان دطالبانو تنظيم ته د اسلامي امارت کليمه کارولې او له حزب سره دې د اسلامي کليمه نه ده کارولې دوی دواړې ډلې مسلمانې ډلې دي، خو ستا لکه چې خپله ليکنه له ياده وتې د طالبانو د هغه بريد په اړه دې چې په عدليې وزرات يې کړی و کړې وه ، هلته تا طالبانو ته ډېر بد الفاظ کارولي ول ( په ټول افغان کې خپره هم شوه ) د تبصرو خو نه يې هم درلوده. پاتې شوه د جګړې خبره ايا دا همدا طالبان نه وو چې په افغانستان کې دپښتنو ا وحزب اسلامي په ګډون يې د هر قوم او ډلې په وړاندې وجنګېدل؟؟؟؟؟؟ ولې هغوی نه يادوې خو ښايي له حزب سره به دوښمني لرئ .حزب اسلامي کله هم په مجاهيدنو د شا له خوا ګذار ن دی کړی هغه چا د روسانو په وړاندې مخامخ جګړه کړې وي کله به هم دغه ډول کار ونه کړي او موږد طالبانو په ګډون د ټولو مسلمانانو احترام کوو، بلکل په دې کې شک نشته چې حق راشي باطل به محوه کيږي. خو زه د يو مسلمان په صفت دې ته اريان يم ،چې ته ولې دحزب اسلامي او د دولت په روغه جړږه خواشينی يې؟ ستا په دې سره څه کميږي؟ ستا له عناده ډکه ليکنه مې ولوسته نو ځکه مې درته دا څو کرښې وليکلې ،چې ته که دومره غښتلی، زړه سواند، او هېوادمين اسنان يې نو زه به دې نر وګڼم ، چې په رباني ،فهيم، مسعود ....... او نورو پسې دغه ډول ليکنې وکړې دوی هغه خلک دې ،چې تر هر چا يې په دې هېواد کې ډېر خيانت کړی دی. په پای کې زه له تانه دوه پوښتنې لرم ګرانه تا پخپله د يو پښتون او مسلمان په توګه پښتنو او اسلام ته کوم خدمت کړی ،چې په دغه برخه کې د حزب اسلامي په کړنو نيوکه کوې، زه هيله من يم ، چې زما په ليکنه خواشينی شوی نه و اوسې او په حقيقتونو سترګې پټې نه کړې.
په درنښت

