د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمارچ اتمه دښځو دپيوستون نړيواله ورځ

د،ب،هيښ 08.03.2010 20:58

زما بیچاره، دردمنو او دعزت نه ډکو خویندو اومیندو!
سلامونه او احترامونه.
هسی هم دافغانستان دخلکوحالت دژړاوړدئ،خوستاسو په وضع باندی باید دسترګو څخه داوښکو په ځای وینی راتویی شی.ددی خاورینی کری په مخ ستاسو په څیرمظلومه ،محکومه ،مجبوره،معصومه،یوازی،بی دفاع ،بی ارزشه اوځوریدلی ښځی نشته.تاسی هیڅوک ،هیڅ شئ،هیڅ حق او هیڅ وس نلرئ.
خو ستاسو مقاومت او استقامت ته دهمالیا او هندوکش غرونو سرونه ټیټ کړی،ستاسو حوصلی،تحمل،او صبر ته دسمندرونوژوروالئ او پلن والئ هیڅ دئ،ستاسو مقام ته ددی دنیا ټول مادی ،مصنوعی،شیطانی او کاذب قدرتونه د حسرت په سترګه ګوری اوشرمنده دی، تاسی دنبیانو،پیغمبرانو،فیلسوفانو،ولیانو ،پوهانو ،نابغه ګانواو شاهانو دزیږیدنی،روزنی او پالنی اصیله ،لمړئ او اخرینه سرچینه یی، جنت ستاسو د پښو لاندی دئ.
تاسی په د مظلومیت او محکومیت کی د ژوند دبیړئ هغه ژوندئ او محرکه قوه باستی چه سره له دومره تیری او ظلم بیا هم په ډیره بردبارئ او تواضع دغه دظلم او وحشت نه ډکه بیړئ ډوبیدو ته نه پریږدی او د ساحل په لوری یی کشوی .دغه دجهالت ،تش غرور،کبرجن او تیارو سرونو لرونکی پلرونه ،وروڼه او میړونه ستاسو په عظمت او تقدس باندی نه دی خبر ،ځکه چه په هغه باندی علم او معرفت نه لری. تاسو هغه ډیوه یی چه د ظا لم او مظلوم ،شتمن او مسکین ، قوی او ضعیف او عالم او جاهل ټولو خونی مو رڼا کړی او بیله تعصب او توپیر څخه تیاری په روښنایی بدلوئ. تاسو دانسانیت مور یاستئ ، انسایت شرافت ، غیرت او انسانی کرامت دتاسو څخه زیږیدلی دی،مګر له بده مرغه تاسوته څوک د انسان په سترګه نه ګوری،دا ځکه جه هغوئ پخپله تر اوسه د حیوانیت په خوسا ګرداب کی لمبیږی ،بیله دینه چه د غرقیدو او محو کیدو فکر یی سرته ورشی . دوی پریږده چه لویی خبری وکړی، دغیرت څخه و غږیږی،دمیړانی دعوی وکړی ، ځانونه وستایی او د جهالت په دنیا کی په خپله ناپوهئ باندی افتخار وکړی، مګر په د نه پوهیږی چه تردی نابوهه ،ټیټ او بی ارزشه څوک نشته چه دخپلی لور ،خوراو میرمنی انسانی مقام ته چه طبیعی مقام یی دئ قاییل نشي.
زما یوازی خویندو او میندو! تاسی واقعا یوازی یاستئ،هیڅوک .هیځ مقام،هیڅ سازمان ،هیڅ مرجع نشته چه ستاسو دمظلومیت غږ پورته کړي او یا یی واوری ،ځکه ددی دپاره ګویا ژبی او شنوا غوږونه په کار دی،دګونګیانو او کڼو څخه دا هیله بیځایه ده.دابوغریب دجیل څخه دعراقئ خور فریاد ستا خور پورته کړاو ټولی نړئ واورید ، خو ستا دکلونو ،کلونو او نسلونو ،نسلونو د مظلومیت او محرومیت ناری نه چاواورولی او نه چا واوریدلی. ستا درد دهغی څخه ډیر شدید او زخمونه د ی ډیر ژور دی . هغه د ملحدو،متجاوزو او پردیو دوحشت ،بربریت ، زورواکئ او شیطانی هوسونو قربانی وه،خو تاسو دخپلو پښتنو ،مسلمانواو میړنو د جهالت په تبئ ستي شوئ.
تاسو د صبر اومقاومت نمونه یاست، سره ددی چه پلار دخرڅه کړی دهغی دپلارتوب د حق څخه منکره نه شوی ،تاسو سره ددی چه دورور دبدئ په مقابل کی بدله شوی، دخپلوئ او ورورئ درشتی د پریکولو په تکل کی نه شوئ، تاسی سره ددی چه دبل په واک کی یاستئ بیا هم دهغه پله په شان چه انسان او حیوان دواړه پری تیریږی د خپل اصالت او رسالت څخه چه وصل دئ ، پیوند دئ بیزاره نه شوئ. تا خپل ځان ، ژوند،ارمانونه او هیلی ددی ظالمی او بی عدالته ټولنی دنیکمرغئ او سمبالتیا دپاره قربانی کړ. خو افسوس چه هیڅوک ستا ددغه لوی انسانی هنری شاهکار په قدر پوه نه شول، څومره بی سپاسی ده.
ستاسو قربانی د اسماعیل(ع) د قربانئ څخه لوړه ده، هغه د خدای(ج)درضا دپاره یو وار قربانی شو، چاړه ورته د جنت نه راغله او د قربانئ په مقابل کی اسمانو ته وخوت، خوتاسی دجهالت په کثیقه چاړه هره ورځ کله د پلار ، کله د ورور او کله دخاوند درضا دپاره دسرسایی د ملا په تکبیر حلالیږئ او ددی په ځای چه ستاسو د قربانئ قدر وشی، بادون یی وشی، وستایل شی او وښودل شی نوری هم تحقیریږئ او توهین کیږئ. له یوی خوا د پښتو دوچ تیاره، بی مانااو ناپوهئ نه ډک رواج دخنجر په شان ستا سو سینی سورئ سورئ کړی او دبلی خوانه هغه چا چه ځانونه دانبیاوو وارثان بولی د غلامئ او بردګئ په ابدی زندان کی واچولئ.هیڅوک ستاسو سره خواخوږی نه لری، هیچا ته ستاسود غملړی حالت تصویرول جالب نه دی،حتی ستا هغه خویندی چه نسبی زدکړه یی درلوده دزرو او زور په هوس کی یی تاسو هیری کړئ او دسازش لاره یی و نیوله.
داسلام مقدس دین دعربو ښځی د ژوندی خښیدو څخه خلاصی کړی ، خومفتیانویی د پښتنو ښځو په محکومیت او مجبوریت دتایید او تصدیق مهر ولګاوه. پښتنو دډهلی څخه تراصفهانه لویی امپراتورئ جوړی کړی او ډیر پاخه او کلک سنګرونه یی مات کړل، ډیرلوی ښارونه او ملکونه یی فتح کړل، مګر د پښتنو میرمنو زړونه یی تسخیر نشوائ کړئ ، دخپلو تړلو ذهنونو دیوالونه یی و نشوائ نړولائ، او د خپلو لوڼو ، خویندو، میندو او میرمنو څخه یی د اسارت ځنځیرونه مات نه کړل.
دلته دازادئ ،خبلواکئ او انسانی حقوقو خبری کیږی، د ولسواکئ ناری وهل کیږي، د شریعت د جاری کیدو غوری دی، خو تاته دانسان قاییلیدوداقرار او اظهار جراات او شهامت هیڅوک نلری، ځکه چه شهرت ته به یی زیان ورسیږی ، په بی غیرتو کی به و شمیرل شی او په قدرت کی به ورته برخه ورنکړل شی.

خپل انسانی مقام ته د رسیدو دباره ستاسو به مخ کی ډیر لوی او هیبتناکه خڼډونه پراته دي ، لاره ډیره اوږده او کږه وږه ده،خو ستا استقامت او مقاومت ددی خڼډونو څخه ډیر اوچت دئ، وارخطا نه شی ، په هره تیاره پسی رڼا راتلونکی ده. د هغی ورځی به امید چه د جهالت تیاری زموږ د نرانو د سرونو څخه ورکی شی او د عقل سترګی یی وغړیګی او دغه حقیقت درک کړی چه :
دیوی رشیدی ټولنی جوړول بیله رشیدو ښځو څخه ناممکنه ده .تر څو چه ستاسی ټولنیز نقش د تحول او ترقئ په عنوان ونه منل شی، زموږ ټولنه به هم د رفاه ، ازادئ او خپلواکئ مخ ونه وینی او د ترقئ او نیکمرغئ هدف ته به ونه رسیږی .