د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددوستداران وطن دچلوونكي دپام وړ

سيدعبدالله مسعود 08.03.2010 11:25

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

چې په قبريې ولاړدی اوس يې ستايي

 دساده مقتول قاتل څومره ماهردی



اوس خودغه دافغانستان جګړه اوپه هغې پورې تړلې ګنې سياسې پيښې هغه څه دي چې نږدې ټول افغانان دخپلې كاري ورځې يوه برخه دهغې سپړلواوڅيړلوته بيلوي ترڅومعلومه كړي چې په هيوادكې يې څه تيريږي ....؟ زه هم كله چې سهاروختي دفترته لاړشم نومخكې لدې چې خپل ورځيني دفتري كارونه پيل كړم دنيم ساعت لپاره پښتوويب پاڼې ګورم ترڅوووينم چې په تيروڅلورويشت ساعتونوكې په هيوادكې څه تيرشوي .....؟ نن مې هم چې دمعمول په څيرخپل كمپيوټرروښانه كړ دطالبانوداسلامي امارت درسمي ويب پاڼې ( الامارة ) اودښاغلي حكمتيار داسلامي ګوند دڅانګې اړوند د ( دوستداران وطن ) په ګډون مې بيلابيلې پښتواونيمه پښتو ويب پاڼې اوويبلاګونه وكتل اودهغومطالب مې ولوستل چې دهغوله ډلې څخه په دوستداران وطن ويبلاګ كې راته يوه موضوع ( سلسله پاسخ به سوالات هموطنان عزيز ) دهغې دارزښت له مخې راته ډيره په زړه پورې ښكاره شوه اوومې پتييله ترڅوپه هغې باندې يوه لنډه تبصره غوندې وليكم .
مانه غوښتل چې خپل قلم ديوه داسې كس ياډلې پرخلاف په ليكنه باندې وخوځوم چې له بده مرغه اوس يې هم ټول دري ژبي اوځينې پښتانه دپښتنواستازی ګني اوداسې انګيري چې كه چيرې حكمتياراودهغه ډله دكابل ميشتي سياسي رژيم په اډانه كې ځای ونلري نوهيواد به سورتنوروي ، اوهغه نظام په هيڅ توګه دپښتنواستازيتوب نشي كولای خوحقيقت بياداسې ندی ، نه حكمتيارځان دپښتنواستازی ګڼي اونه هم دخپلې هغې سياسي ايډيالوژۍ ( اخوانيت ) له مخې چې هغه ورته ژمن دی ، ځان پښتون ولس ته په چوپړباندې پړبولي ، په هرصورت ددې لپاره چې خبره راڅخه اوږده نشي راځم په دوستداران وطن ويبلاګ كې خپرې شوې پورتنۍ موضوع ته .
په نوموړي ويبلاګ كې يوچا چې ځان ساغرښيي دويبلاګ له چلوونكي څخه يې پوښتلي چې ((سوال مختصر داشتم دو بخش دارد آقای حکمتیار چی حرف به ما جوانان دارد؟ آیا زمانش نیامده که از مردم بخاطر جنگهای کابل طلب پوزش کنید؟ )) دويبلاګ چلوونكي ورته دحكمتيارپه استازيتوب ليكلي چې ((دوستداران وطن: خواهر گرامی عرض شود خدمت تان در این اواخر اکثرا مصاحبه ها توسط مطبوعات خارجی صورت میگیرد و اکثر سوالات بر محور قضایای سیاسی کشور میچرخد بنا در این اواخر کم دیده شده است که برادر حکمتیار همراه جوانان هم کلام شده و برایشان خطابه اراد کرده باشد. اما در مجموع اگر شما تالیفات برادر حکمتیار را مطالعه کنید و خطابه های صوتی شان را گوش نماید بدون شک پیام برای جوانان دارند. بالخصوص در عصر حاضر چون کشور عزیزمان توسط نیرو های بیگانه و اجنبی اشغال شده است در چندین پیام های شان از زحمات بی سابقه جوانان افغان در راستا آزاد سازی کشور شان قدر دانی نموده اند و جوانان را تشویق و ترغیب کرده اند تا بیشتر به آزادی و ترقی کشور ارزش دهی نمایند و اوقات شان را صرف مبارزه علیه نیرو های اشغالگر کنند.
بهرصورت جوانان نبض تپنده جامعه است باید بیشتر عطف توجه قرار گیرد. در قسمت بخش دوم سوال تان عرض شود کسانیکه باید تقاضای پوزش نمایند از ملت در واقع آنها در کابل نشسته اند، سند تسلیمی کشور را در بن امضا نمودند، یک عمر داد از مقاومت علیه پاکستان را می زدند بلاخره بغلامی صلیبیون و ۴۲ کشور غربی تن در دادند، بخاطر پرده پوشی جنایات شان عفو عمومی تحمیلا تصویب کردند، آقای چکری بعد از هر دو حرف عبدالرشید دوستم فریاد نهره تکبر و الله اکبر را سر میداد، همراه کمونستان ائتلاف نامیمون و نامقدس دیگر را راه اندازی نمودند که مایه شرم ساری و عار برای هر مجاهد خدا باور می باشد.
خواهر عزیز صفحه دوستداران وطن سخت پابند ارزشهای اسلامی و قرآنی می باشد پروردگار بوضاحت در قرآن کریم متذکر میشود شما شهادت بدهید ولو بضرر نفس، والدین و اقربا تان تمام شود. ما باید دید نقاد دانه داشته باشیم، باید گذشته مورد نقد قرار گیرد تا پند های نهفته در گذشته آشکار گردد. هیچ انسان باناموس و ارزشگرا دوستدار قتل و قتال نیست، بالخصوص ریختاندن خون بیگناه شدیدا در اسلام تقبیح میشود. خونهای بیگناه که در جنگ های داخلی ریختانده شده است پروردگار از همه اش باز خواست میکند و دقیق از همه اطراف در گیر حساب میکشد. بلاخره ما باید به قضاوت ملت خود تن در بدهیم گوردن برون صدر اعظم انگلستان صرف بخاطر استفاده نادرست الفاظ در دلجوی از خانواده عسکر کشته شده در هلمند شدیدا مورد نقد قرار گرفت و علنا بدون تاخیر از طریق مطبوعات از آن خانواده معذرت خواهی نمود. بهر ترتیب خواهر گرامی جنگهای داخلی نیاز تعمق دارد و باید موقف معین و روشن در قسمت آن اختیار نمود. یک نقطه را اجازه بدهید، پوزش از ملت هیچگاه سبب کوچک و خوار شدن نهضتی نمیشود بالخصوص دل ملت درد دیده چون افغان را بدست گرفتن بقول معروف حج اکبر است، بلاخره هزار ها خانواده با ناموس که بسرنوشت نهایت ناگواری سر دچار شدند و دل بند های شان را از دست داده اند آنها نیز جواب میخواهند. )) ماچې كله دپوښتونكې دپوښتنې په ځواب كې دويبلاګ دچلوونكي پورتنی ځواب ولوست نوپه رښتياچې هك پك شوم چې زمونږ سياسي دلالان څومره سپين سترګي اوچالاك خلك دي ، هغه سياست چې حكمتيارصيب داويايمې لسيزې په اوږدوكې غوره كړی وه ، لاتراوسه له هغه څخه ډيركلونه ندي تيرشوي ، زماپه ګډون دكابل دښاريانودحكمتيارصيب هغه شعارښه په ياددی چې ويل به يې (( تاكه يك گيلم جم دركابل باشد ، من سلاح دست داشته خويش رابه زمين نخواهم گذاشت )) خوبياوروسته كابل ښاريانووليدل چې حكمتيارصيب دلوګردسقاوې په دښته كې دګيلم جموله هغه مشرسره چې دميدان وردګواولوګردګڼوپښتنوپه وينويې لاسونه سره دي ، يوځای اودسيتمي رباني پرضديې دمحمودخان له پله څخه جهادپيل كړ ، همدغوكابل ښاريانوبياهم وليدل چې ښاغلي حكمتياردپښتون قوم له سترقاتل مزاري سره ددوستم په ګډون دهماهنګۍ شوری جوړه كړه اوكابل ښاريان يې دويرپه ټغركينول ، زه نه پوهيږم چې حكمتيارصيب ولې دومره دسياست شرابومست كړی چې خپلې ټولې هغه كړنې چې داويايمې لسيزې په اوږدوكې يې ترسره كړي ، له هغوڅخه سترګې پټوي ...؟ مونږ افغانان به په نوموړي څرنګه اعتباروكړو هغه څوك چې همدااوس يې كسان په بغلان كې داسلامي امارت دمجاهدينوپرضدپه جګړه بوخت دي اويوشميريې هغه دي ددوستداران وطن دچلوونكي پرويناصليبي دولت ته تسليم شول ، دحكمتياروياند انجنيرهارون زرغون بياله خبري رسنيوسره دغه جګړه ددولت كاربولي چې دهغه پروينادحزب اسلامي اوطالبانوپه منځكې بې اتفاقي خوروي خوزه وايم چې زرغون صيب ! دالومړی ځل ندی چې تاسوددښمن په ګټه دشاله خواپه مجاهدينوګذاركړی اوداځكه چې افغان ولسمشراوس تاسوته شين څراغ روښانه كړی اووخت ناوخت يې ستاسې درهبرزوم ښاغلی انجنرقطب الدين هلال هم دارګ په ماڼۍ كې ميلمه وي اوستاسې په راتلونكي تقديرباندې ورسره بحث كوي . خوزه وايم چې دخدای پاك ( ج ) داقول چې (( قل جاء الحق وذهق الباطل )) هيڅكله هم دروغ ندی كه خدای كول هغه ورځ به ډيرژر ، راورسيږي چې افغان مجاهد ولس به ستاسې اصلي څيره وويني .