پاکستاني پوليسو د افغان فرهنګي شخصيت حاجي ايوب توحيديار ورور وواژه
08.03.2010 07:57پاکستاني پوليسو د هيواد د فرهنګي شخصيت حاجي محمد ايوب توحيديار مشر ورور محمد يعقوب د ملاکنډ په درګۍ سيمه کې په خپل کور کې په ډزو وژلی.
ويل کېږي چې نوموړی تېره شپه شاوخوا يوولس بجې په خپل کور کې وژل شوی.
د حاجي محمد ايوب د کورنۍ په وينا پوليس تېره شپه ناوخته د هغه پر کور ورختلي او هغه يې وژلی. ويل کېږي چې محمد یعقوب له خپل وړوکي زوی سره په کور کې ويده و چې ناڅاپه يې دکوټې پر سر د خلکو د ګرځېدا ترپهاری واورېد کله چې هغه حويلې ته ور ووت او غږ يې وکړ پر بام ناستو وسله والو پوليسو پرې ناتاره ډزې وکړې او هغه يې ځای پر ځای وواژه.
د حاجي ايوب د کورنۍ په وينا ارواښاد په پښه معيوب و او خپله خواري مزدوري يې کوله،دوی وايي چې هغه له هېڅ وسله والې يا کومې ترهګرې ډلې سره اړيکې نه لرلې،دوی نه پوهېږي چې دولتي ځواکونو د کوم جرم په تور وژلی.
له دې وړاندې د تېر وړوکي اختر په درېيمه ورځ يو شمېر وسله وال کسان چې پوځي يونيفارم يې اغوستی ود پېښور په بورډ سيمه کې د حاجي محمد ايوب کور ته ننوتلي او هغه يې د وسلې په زور تښتولی و خو وروسته جوته شوه چې پوځيان نه بلکې غله ول،چې بيا شاوخوا دوه مياشتې وروسته د پیسو ورکولو په بدل کې خوشې شو.
ويل کېږي چې پوليسو څه موده وړاندې ټول سړي تښوونکي ونيول او دا مهال تر پوښتنو ګرېږنو لاندې دي خو دنوموړي کورنۍ وايي چې ددې پېښې تر شا د هماغو کسانو لاس دی چې حاجي ايوب يې تښوتلی و.
دوی وايي چې پوليس له نيول شویو سړي تښتوونکيو سره همدردي لري او دا کار هم دهغوی په شرارت ترسره شوی.
د ارواښاد کورنۍ له پاکستاني دولته او په ځانګړې توګه له ځايي چارواکيو غوښتي چې د پېښې په اړه جدي پلټنه کړي او د پېښو عاملينو ته جزا ورکړي.

