د تحريک طالبان پاکستان د مرستيال مولوي فقير محمد د وژلو ادعا شوې
05.03.2010 12:45مولوي فقير محمد
له باجوړ نه په رارسېدليو رپوټونو کې ويل شوي چې د پاکستان هوايي ځواک چورلکو نن په دغه سيمه کې پر يوه کور درنه بمباري کړې چې پکې د تحريک طالبان پاکستان د مشر مولوي فقير محمد په ګډون د دېرشو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدا ادعا شوې.
ويل کېږي چې دغه بريد د باجوړ په پنډيالي نومي سیمه کې پر یوه کورترسره شوی. په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي چې په وژل شويو کسانو کې پر مولوي فقير محمد سربېره دقاري ضیاء الرحمان او قوماندان فاتح په نوم دوه نور لوړپوړي طالب قوماندان او يو عرب قوماندان هم شامل دي.
د باجوړ اوسېدونکي مولوي فقير محمد په اړه ويل کېږي چې نوموړی د پاکستان د طالبانو غورځنګ په ډله کې يو له هغو کسانو څخه دی چې خبرو اترو او روغې جوړې ته ډېر مايل دی او تل یې طالبانو ته توصیه کړې چې د هرې کشالې په هوارولو کې دې له خبرو اترو څخه کار واخلي.
د نوموړي په اړه دا هم ويل کېږي چې کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ هغه د باجوړ په کچه لومړنی کس و چې په سيمه کې يې د جهاد غږ پورته او له افغان مجاهدينو سره ملګری شو،ويل کېږي چې هغه له افغانستانه د شوري د ځواکونو تر وتلو پورې له افغان مجاهدينو سره همکاري لرله.
په تېر زېږديز کال کې د پاکستان د طالبانو د غورځنګ د مشر بیت الله محسود له وژل کېدا وروسته د نوي امير تر ټاکلو پورې نوموړی د تحريک طالبان پاکستان د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو،ويل کېږي چې د بيت الله محسود له وژل کېدا وروسته هغه مهال چې د طالبانو د يوشمېر لوړپوړيو مشرانو ترمنځ دمشرتابه پر سر اختلاف رامنځته شول مولوي فقير محمد دهغې په له منځه وړلو کې پراخ رول ترسره او ټول نوماند مشران يې پر يوه ټغر راټول او دې ته يې چمتو کړل چې له حيکم الله محسود نه ملاتړ اعلان کړي.
که د نوموړي د وژل کېدا خبر رښتیا وي دا به پر سيمه ييزو طالبانو سربېره د ټول پاکستان د طالب غورځنګ لپاره يو بل ستر ګوزار وي،په داسې حال کې چې دغه غورځنګ له تېرو څو مياشتو راهيسې په وزيرستان کې د خپل امير بيت الله محسود په ګډون يو شمېر مهم مشران او د سرسړي له لاسه وکړي د مولوي فقير محمد وژل کېدا به ددغې ډلې لپاره يو بل ستر زيان وي.
که څه هم طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي،خو طالبانو ته يوې نژدې سرچينې له ټول افغان سره په خبرو کې دغه پېښه په وزيرستان کې د طالبانو د پخواني مشر مولوي نېک محمد،بيت الله محسود اوګڼ شمېر نورو طالب مشرانو د مرګ پشان د طالبانو لپاره يو ستر زيان وباله خو د نوموړي په وينا طالب غورځنګ د يوه مشر په وژل کېدا نشي ختمېدای.
د هغه په وينا طالب غورځنګ د يوې عقيدې پر بنسټ رامنځته شوی او هغه دا چې پر افغانستان د امريکا او متحدينو یرغل ددې لامل شو چې د پولې دواړو غاړو ته په زرګونو ځوانان د طالبانو په نوم دهغوی پر وړاندې وجنګېږي او ترهغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه، نه وي وتلي دغه غورځنګ نه ختمېدای شي او نه ماتېدای شي.
خو که د طالبانو پر خلاف روانو عملياتو ته وکتل شي په داسې حساسو شرائطو کې د مولوي فقير محمد وژل کېدل ښايي ددغه غورځنګ پر راتلونکي باندې ډېرې منفي اغېږې وکړي.
ياده دې وي چې د پاکستان دولت او طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

