دوه نور بهرني سرتېري وژل شوي
05.03.2010 12:20ناټو ځواکونو د هيواد په سویل کې د خپلو دوو پوځيانو د وژل کېدا خبر ورکړی،د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو پوځيانو هويت او د پېښې ځای نه دی ښودل شوی خو يواځې دومره ويل شوي چې يو تن یې په ترافيکې پېښه او بل يې د ماين چاودنې له لامله وژل شوی.
بلخوا طالبانو په هلمند او کندهار کې د لسو بهرنيو پوځيانو د وژلو خبر ورکړی،د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په وينا وسله والو يې په کندهار او هلمند کې په بېلابېلو پېښو کې له لسو زيات بهرني پوځيان وژلي.
ددې سرتېرو په وژل کېدا سره سږ کال (۲۰۱۰)په افغانستان کې د ناټو د وژل شويو پوځيانو شمېره ۱۱۰ تنو ته ورسېده.

