د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هنګو: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

زمه وال 05.03.2010 12:19

هنګو: د هنګو په ټل ښار ګوټي کې يوه ناپېژندي کس د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ځانمرګی بريد کړی چې پکې لس تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي.

د ځايي امنيتي چارواکيو په وینا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د امنيتي ځواکونو پوځي کاران د ټل له ډنډور سيمې نه د تېرېدا په حال کې و.

د سرچينو په وینا د امنيتي ځواکونو موټر له سيمې نه تېرېدل چې يوه ناپېژاندي کس ور باندې ځانمرګی بريد وکړ،امنيتي چارواکیو د وژل شويو کسانو شمېر لس تنه ښودلی خو دا لا نه دي ويل شوي چې ملکي وګړي دي او که دولتي سرتېري.