د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتخار ولايت پښتانه دستري محکمې دحکم سربېره،لاهم دبند شپې ورځي تيروي.

عنايت الله کاکړ 05.03.2010 07:26

دتخار ولايت دخواجه بهاالدين په سيمه کې له خپلو کورونو نه شړل شوي پښتانه دستري محکمې دحکم سربېره،لاهم له خپلوکورونو ليري دبند شپې ورځي تيروي.

دتفصيلاتو ترمخه دتخار ولايت دخواجه بهاالدين په سيمه کې له خپلو کورونو نه شړل شوي پښتانه له ډيرو منډو ترړو وروسته په دې وتوانيدل چې دافغانستان له سترې محکمې نه خپلو کورونو اوځمکوته دستنيدا حکم ترلاسه کړي. خو له بده مرغه دافغان حکومتي چارواکو دغفلت له امله هغوي لاهم له خپلو پلرنيو کورونو او مېنو ليري دژبنۍ متعصبي ډلي ترچترلاندي دبندشبې ورځي تيروي.

دپښتنو کډوالو سلو کورنيو وغوښتل چې دخپل شل کلن هجرت په پای کې له اوسنيو غوړيدلو شرايطو نه په ګټه پورته کولو سره دتخار ولايت په خواجه بهاالدين سيمه کې خپلو کليو ته ستانه شي.خو د۲۰۰۸ کال داګست په مياشت کې د والي آمرلطيف او متعصب ژبني پارليماني وکيل قاضي کبير دوسله والو له لوري خپلو کورونو ته پرې نه ښودل شول او دخواجه بهاالدين په سيمه کې په یوه پخوانۍ کلاکې بنديوان شول.

دغه مهال پردغو کډوالو سخت کړاوونه راغلل. دسختو جوي شرايطو سربېره هغوي دفقر،مسکنت او ناروغيو له امله هم سخت وکړيدل. له څو ولس پاله افغانانو پرته له هغوي سره هيڅ دولتي ارګان هيڅ ډول مرسته ونه کړه. نه يې دهغوي دناروغيو درملنه وکړه اونه یې هم دهغوي دتنکيو او ګلاليو ماشومانو د ښووني او روزني په لاره کې وړ ګامونه پورته کړل.

دکډوالو له منځ نه يو تن سردارخان چې غوښتل يې خپلې پلرنۍ ځمکي وګوري دقاضي کبير دوسله والو لنډه غروچې زياتره يې دپخوانۍ جوزجاني اوګلم جم مليشه غړي دي، ونيول شو اوپه وهلو ډبولو ووژل شو. سره له دې چې دغه پېښه هغه مهال دافغان چارواکو ترغوږونودغه پېښه ورسول شوه خو له بده مرغه دبې ګناه سردارخان دوژني عاملين تردې دمه ازاد ګرځي.

افغان کډوالو وروسته دخپلو ځمکودترلاسه کولو قضيه افغان ستري محکمې ته وړاندي کړه.ستري محکمې له اوږدو پلټنو وروسته دکډوالو په حق کې پریکړه وکړه.ستري محکمې په خپله پریکړه کې ليکلي چې دقاضي کبير لنډه غرو پردغو ځمکو باندې دخپل ملکيت دثابتولو په موخه هيڅ ډول کره اسناد وړاندي نه کړای شول،په داسې حال کې چې ځايي پښتانه له ځانه سره هرډول پاخه اوکره قانوني سندونه لري.

ځکه نو ستري محکمې نه يواځې داچې پرځمکه باندي يې دبياستنيدونکو کډوالو دملکيت حق تسليم کړ،بلکې دکورنيو چارو وزارت ته يې حکم ورکړ چې دخپل ځواک په کارولوسره پښتنو ته خپلي ځمکې بېرته وروسپاري.

خو له بده مرغه دکورنيو چارو وزارت تردې دمه دستري محکمې دغه حکم

نه دی پلې کړی.

دکډوالو استازي ارباب ظاهرخان ټول افغان ته په دې اړه وويل چې دکورنيو چارو وزارت په دې اړه دمرستي ژمنه راسره کړي ده،خوداوږدې مودې د تېرېدا سربېره دغه وزارت لاهم نه دی توانيدلی چې خپلو څښتنانوته دځمکې بېرته سپارل شوني کړي. دنوموړي په وينا څنګه چې پسرلی پیل شوی دی،ځکه نو دوي غواړي چې پرخپلو ځمکو باندي کښتونه وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې دکورنيو چارو وزارت دې د وري دمياشتي له پیل نه وړاندي دغه ځمکې خپلو څښتنانو ته وسپاري ترڅو هغوي دخپلو بچيانو دسرپټولو له پاره دخونو او دهغوي دنسونو دپاللو له پاره دکښت اوکروندې بندوبست وکړي.