اسلام اباد: په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د پښتو ژبې څانګه پرانیستل شوه
05.03.2010 06:44په هغه پرتمینه پرانېستغونډه کې چې نن د پېنځنۍ (پنجشنبې) په ورځ د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون مرکزي کتابتون سېمینارخونه کې په همدې ویاړ جوړه شوې وه، د یو لړ مراسو په ترسره کولو نوموړي ستر کتابتون کې د پښتو ژبې او ادب څانګه پرانیستل شوه.
غونډه د سپېڅلي قرآن په ایتونو پېل شوه، د دریځ چارې او افغان اتحادیې استازیتوب استاد احمد خالد هاتم وکړ. د افغان پوهنپالو ټولنې، اړوند مالومات، او ددوی کولتوري او ادبي هلې ځلې یې روښانه کړې. د ژبو-کتابونو ونډه د تمدنونو د پرمختګ په اړه د اصول الدین پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر فضل هادي وزین ښکلې خبرې وکړې، او پوهنپالان یې ددې ستر کار په ترسره کولو وستایل. هغه له غوښتنه وکړه چې دوی باید د افغان کولتور په پرمختګ کې همداسې خپل رغنده ونډه ترسره کړي. ده پسې د مرکزي کتابتون رییس ښاغلي محمد ساجد مرزا لخوا وینا وشوه، د پښتو څانګې په پرانیسته یې افغان اتحادیې هاند و هڅې وستایلې او دا پښتو څانګه یې پدې کتابتون کې یوه ښه زیاتونه او لاسته راوړنه وبلله.
د پوهنتون اکاډیمیکې مرستیالې اغلې پروین قادر آغا هم لنډې خبرې وکړې او افغانان یې په ښو ټکو وستایل، نوموړې زیاته کړه چې افغانان زموږ د پوهنتون یوه روښانه برخه جوړوي او موږ ددوي کولتوري او ادبي هلې ځلې ستایو.
د غونډې پای شېبو کې په اسلام اباد کې د افغان سفارت کولتوري آتشه، احمد فرید حیدری د افغان سفیر مجنون ګلاب ځاځي لنډ پیغام واوراوه او د پوهنتون له ادارې یې په دې ستر کار مننه وکړه. ښاغلي حیدري ددې خبرې یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې یواځې پښتو ژبه شتون نه لري، بلکې موږ تاجیکي ، ازبکي ، ترکمني او پشه یي ژبې لرو، پوهنتون باید دې ژبو ته هم پام وکړي او په کتابتون کې ورته څانګې پرانېزي.
د یادولو وړ ده چې ښاغلي حیدري د افغان سفارت لخوا د پښتو څانګې ته ګوتشمیر دري او پښتو کتابونه هم د ډالۍ په توګه وړاندې کړل، چې د افغان اتحادیي لخوا يې هرکلی وشو.
د ښاغلي حيدري دې غوښتنې له ناستو ګډونوالو سره دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا افغان سفارت پدې پښتو څانګه کې څه مرسته کړې چې دوی لا د اوزبکي، ترکمني او پشه یي ژبو د پرانیستنې غوښتنې کوي؟


