ملي لوبډله به د اپرېل په ۱۰ دوبۍ کې کيمپ کوي
04.03.2010 15:14روزونکی کبيرخان په شارجه لوبغالي کې په يوه لوبه کې افغان لوبډله څاري
د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله به د روان کال د اپرېل په ۱۰مه د شارجې په لوبغالي کې - چې اوس د افغان لوبډلې کورلوبغالی دی - کيمپ کوي.
د لوبډلې د فعاليت مدير سيد شاه امينزي ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې دا کيمپ د ۲۰۱۰م کال د شل اورونو نړيوال جام لپاره د تياري یوه برخه ده. امينزی وايي چې دا کيمپ به لس ورځې دوام کوي او له دې وروسته به لوبډله ويسټ انډيز یا لويديز هند هېواد ته سفر کوي او د نړيوال جام لپاره بل کيمپ او تمريني لوبې به هلته سرته رسوي.
مخکينۍ ليکنه: افغانستان به کيمپ په ويسټ انډيز کې او تمريني لوبې ويسټ انډيزاوايرلينډ سره کوي
افغان ملي لوبډله به یوه تمريني لوبه د ويسټ انډيز او دويمه به د ايرلينډ له هېواد سره ترسره کوي. له هغې وروسته یې د نړيوال جام لومړۍ لوبه د می په لومړۍ نېټه له هندوستان او دويمه د می په پنځمه د سويلي افريقا سره چې دا مهال د کرکټ د نړۍ پياوړې لوبډلې دي ترسره کوي.
د يادونې ده چې دا مهال شپږو افغان لوبغاړو ته په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا په اکاډيمي کې نړيوال جام ته تياري لپاره د توپ وهنې او اچونې تمرين ورکول کېږي.
افغانستان له دې تمرينونو څخه مخکې په کوېت کې د مارچ په ۳۱مه نېټه د آسيا د شورا په سيالۍ کې برخه اخلي. دا لوبې یو ورځنۍ لوبې دي او د اپرېل تر ۹م پورې به دوام کوي.