په کراچۍ کې د يوبل طالب مشر دنيول کېدا خبر ورکړل شوی
04.03.2010 09:39يوشمېر خبري رسنيو په کراچۍ کې د افغان طالبانو د يوه بل مشر د نيول کېدا خبر ورکړی. په خبر کې ويل شوي چې نيول شوی کس معتصم آغان جان نومېږي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې پر لوړو څوکيو کار کړی.
خبري رسنيو نوموړی لوړ پوړی طالب مشر ښودلی،که څه هم طالبانو په رسمي ډول لا څه نه دي ويلي خو طالبانو ته يوې نژدې سرچينې ټول افغان ته وويل چې آغاجان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په مهمو کسانوکې شمار و خو له تېرو څو کلونو راهيسې هغه له طالبانو سره هېڅ ډول اړيکې نه لرلې.
په خبر کې دا هم ويل شوي چې نوموړی د ملا محمد عمر مجاهد زوم دی خو بايد وويل شي چې ملا محمد عمر مجاهد زوم نه لري.

