پاکستان: په مومندو کې دېرش طالبان وژل شوي
04.03.2010 09:34په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان امنيتي چارواکيو د دېرشو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی.
د سيمه ييزو امنيتي مسوولينو په وينا نن سهار مهال يو شمېر وسله والو کسانو د لکړو په سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې بیا وروسته د امنيتي ځواکونو د ځوابي بريد په پايله کې د دواړو خواوو ترمنځ درنه نښته رامنځته شوه او تر ډېره يې دوام وکړ.
سيمه ييزو امنيتي چارواکيو په دغه نښته کې د خپل يو تن سرتېري او دېرشو وسله والو طالبانو د وژل کېدا خبر ورکړی.

