د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاجي محمد ظاهر بلوچ د جندالله دنوي مشر په توګه وټاکل شو

زمه وال 02.03.2010 17:30

د ايران د دولت مخالفې وسله والې ډلې جندالله حاجي محمد ظاهر بلوچ د خپل نوي مشر په توګه وټاکه. په هغه خبر پاڼه کې چې د يادې شوې ډلې له خوا خپره شوې ويل شوي چې نوموړی ددغې ډلې د مرکزي شورا له خوا دجندالله د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.

ياده دې وي چې د جندالله پخوانی مشر عبدالمالک رېګي دتېرې فبروري په درويشتمه نېټه د ايران د امنيتي ځواکونو له ونيول شو،که څه ايران ويلي چې ريګي يې په هغه الوتکه کې چې له دوبۍ منځنۍ اسياته روانه وه نيولی خو يوشمېر خبري رسنيو ويلي ول چې نوموړی يې د پاکستان په بلوچستان کې نيولی او يا د پاکستان له خوا ورته سپارل شوی.