د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جلال اباد کې د کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده

کرکټ څانګه 18.02.2010 00:31

د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي په ساحه کې جوړه شوې کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده. دا خبره ټول افغان ته د دې اکاډيمي مشرانو هر یو تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد کړې ده.

د کرکټ دا اکاډيمي د کمپيوټر ساينس د پوهنځي د کرکټ اکاډيمي نومېږي چې دا مهال په کې سلو ځوانو لوبغاړو ته ورځنۍ روزنه ورکول کېږي.

په دې اکاډيمي کې دا مهال درې کانکريټي پيچونه یا ځغاستځايونه جوړ شوي دي او له پاکستانه ورته سل ټنه توره خاوره هم راوړل شوې ده چې خاورين يا ټرف ځغاستځايونه په کې جوړ کړای شي.


د اکاډيمي کانکريټي ځغاستځايونه

د دې اکاډيمۍ چلونکي وايي چې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ورته د لوبغالي د هوارولو او ساتنې لپاره دوه رولر ګاډي او دوه سوه جوړه لباس ډالۍ کړي دي.  د دې اکاډيمي او په کې د شته لوبغالي د چمن جوړونې، هوارونې او نورو اړينو کارونو مصرف سيمه ييزو سوداګرو په غاړه اخيستی دی.

د دې اکاډيمي د یو چلونکي تاج ملک عالم په وينا په دې اکاډيمي کې نوموړي پخپله او ورسره د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق، محمد نبي عيسی خېل، او هستي ګل عابد روزنه ورکوي.


هستي ګل او نور لوبغاړي په اکاډيمي کې د تمرين په مهال

تاج ملک وايي چې په دوبۍ کې ورسره یو افغان سوداګر ژمنه کړې ده چې د دې اکاډيمي لپاره به ورته د توپ ويشتنې یو ماشين او د توپ اچونکو د رفتار پېژندنې یوه اله هم ډالۍ کوي.

د تاج ملک په وينا دا په افغانستان کې تر ټولو ښه مجهزه اکاډيمي ده چې د شبير نوري، افتاب عالم، حشمت شهيدي، کريم خان صادق، او هستي ګل غوندې لوبغاړي یې ولس ته ډالۍ کړي دي. تاج وايي چې په دې اکاډيمي کې د ملي لوبډلې لوبغاړي نوروز منګل، محمد نبي عيسی خېل او حميد حسن هم تمرينونه کوي.


د اکاډيمي په لوبغالي کې ځوانان د تمرين په مهال

د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي د کرکټ اکاډيمي چلونکي وايي چې هر لوبغاړی چې له ۱۹ کالو ټيټ وي کولای شي ځان ورسره ثبت کړي او دوی ورته روزنه ورکړي. له هر لوبغاړي څخه ازموينه اخيستل کېږي. د داخلې فیس ۵۰۰ افغانۍ دی او مياشتنی فیس ۲۰۰ افغانۍ دی چې تر ډېره د هغه دوه لوبغالي ساتونکو ماليانو معاشونه ترې ورکوي چې په دوامداره توګه د اکاډيمي لوبغالی ساتي.

د اکاډيمي د چلونکو په وينا په اکاډيمي تر اوسه پنځه نوي زره ډالر مصرف شوي دي.


د روزنې یو بل انځور چې د ملي لوبډلې محمد نبي اوشبير نوري په کې ښکاري