د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کاناډا ته د ماتې ورکولو انځوريز رپورټ

کرکټ څانګه 17.02.2010 18:25

افغانستان د سه شنبې په ورځ په یوه زړه درزونکي لوبه کې کاناډا ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه.


لوبې ته یو ځل بيا په ډېر شمې کې افغانان راغلي وو. دوی دا ثابته کړه چې هرکله دلته افغان لوبډله لوبه کوي دوی به په کې حاضروي.

په دې لوبه کې پچه کاناډ وګټله او د بيټنګ بلنه یې افغانانو ته ورکړه. افغانانو په ۵۰ اورونو کې ۲۸۹ منډې وکړې چې یوه په کې د محمد شهزاد محمدي او بله د نور علي ځدراڼ سليزې وې.


لوبغاړي نن ډېر ستړي و تر دې چې نور علي ځدراڼ ته کريم خان صادق منډه وهله او دولت احمدزي یو اور په نيمايي کې پرېښود ځکه چې ټپونه یې راوپارېدل.

د هرې منډې سره به ډهل او اتڼ کش اخيست.


کاناډا چې بيټنګ پيل کړ، په افغان توپ وهونکو یې راکېښوده او ښه یې وټکول. زر زر یې منډې له سلو واړولې او افغانان یې وارخطا کړل.

حميد حسن هم ټپي و او نن یې د لوبې پر ځای خدمت ته ملا تړلې وه.

په اخري څلورو اورونو کې کاناډا ته ۲۲ منډې پاتې وې چې افغان لوبغاړو رايسار کړل. افغانان یې بيا خوښ کړل، بيرغ په رپېدو شو او په لوبغالي کې د الله اکبر او افغانستان زنده باد شعارونو انګازې پورته شوې.


په اخري یو توپ څلور منډې پاتې وې چې کاناډايانو دوه منډې وکړې او په درېمه منډه  افغان لوبغاړي افتاب عالم  محمد شهزاد ته توپ واچوه او کاناډايي لوبغاړی یې په منډه وسوځاوه. او افغانستان لوبه وګټله.

اخري توپ او اخري منډې په لوبغالي کې د څلورو زرو افغانانو زړونه په درزا کړي وو او له ګټلو وروسته افغانانو په هيستيري ډول بری ونمانځه.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد محمدي شو چې ۱۱۹ منډې یې جوړې کړې وې. په ننۍ لوبه کې نور علي ځدراڼ هم ۱۱۴ منډې جوړې کړې.

ملي لوبډله  د پنجشنبې په ورځ د کاناډا سره بله یوه ورځنې لوبه لري چې د شارجې په لوبغالي کې به د ماسپښين په دوه بجو پيل کېږي. له دې وروسته به د فروري په شلمه (خالي ورځ) افغان ملي لوبډله د کاناډا سره څلور ورځنۍ لوبه د شارجې په لوبغالي کې پيلوي.

دا لانديني ټول انځورونه په دې پته کتلای شﺉ.

  • 25 52 33 69 56 63
  • 70 14 68 53 60 18
  • 36 41 3 15 48 35
  • 19 Img_0153 Img_0106 Img_0117