افغانستان او کاناډ سبا په شارجه کې لوبېږي. لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده.
17.02.2010 12:14افغانستان او کاناډ سبا پنجشنبه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار کې د شارجه کرکټ په لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
دا دويمه لوبه ده چې افغان لوبډله یې د کاناډا سره د دې اونۍ په اوږدو کې ترسره کوي. تېره لوبه افغانستان له کاناډا څخه په یوه منډه وګټله.
لوبه د شارجه کرکټ لوبغالي په تاريخ کې ۲۰۰مه یوه ورځنۍ لوبه ده چې د نمانځنې لپاره یې ځانګړي ترتيبات نيول شوي دي.
د افغانستان او کاناډا لوبه سبا (پنجشنبه) د ماسپښين په دوه بجې پيل کېږي.