د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دICCپه کيمپ کې به ځوان لوبغاړي برخه اخلي

کرکټ څانګه 16.02.2010 23:09

د کرکټ نړيوالې شورا ۶ افغاني لوبغاړو ته چې ۴ به په کې توپ وهونکي او ۲ توپ اچونکي دي په دوبۍ کې د تمرين ورکولو هوډ کړی دی. د تمرين دا کيمپ به ۷ ورځې دوام کوي.

مخکې داسې ويل کېدل چې د کرکټ نړيوالې شورا د شل اورونو نړيوال جام ته د تيارۍ په موخه دا ۶ افغاني لوبغاړو ته د ډول ډول تمرين ورکولو په موخه دا کيمپ تيار کړی دی. خو اوس پرېکړه شوې ده چې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته له اوږدې مسافرۍ وروسته دمه ورکړي.

دا مهال په لوبډله کې یو شمېر لوبغاړي له ټپونو او تکليفونو شکايت کوي چې په دوی کې حميد حسن، اصغر ستانکزی، او شاهپور ځدراڼ شامل دي. یو شمېر نور لوبغاړي هم لېواله دي چې په سريلانکا او اماراتو کې د کابو یوې نيمې مياشتې مسافرۍ او لوبو څخه وروسته خپلې کورنۍ وويني.

ټول افغان ته د ملي لوبډلې اداري چارواکو وويل چې لوبغاړو ته د ارام ورکولو په موخه به ټوله لوبډله په ۲۵ د فروروي هېواد ته ستنېږي او د کرکټ د نړيوالې شورا د تمرين په کيمپ کې به د ۱۹ ټيټ لوبډلې ۶ لوبغاړي برخه اخلي.

افغان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې حشمت الله شهيدي، جاويد احمدي، افتاب عالم، عزت دولتزی، نور الحق، شبير نوري په دې کيمپ کې برخه واخلي.

HashmatJawedAftabEzatNoorulhaq
حشمت الله شهيدي، جاويد احمدي، افتاب عالم، عزت دولتزی، نور الحق،