د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنۍ بايد د کرکټ په اړه په رپوټونو کې ريښتوني اوسي

کرکټ څانګه 13.02.2010 06:36

ليکونکی: هلال مومند

دهالينډ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې په اړه د یو شمېر رسنيو رپوټونو لوستلو او اورېدلو دې ته اړ کړم چې په رسنيو غږ وکړم چې د کرکټ په اړه په رپوټونو کې خپله رښتينولي او ناپييلتوب هيڅکله هم له لاسه ورنکړي. له انصافه کار واخلي او د رښتيا د معلومولو لپاره د بېلابېلو سرچينو څخه معلومات راغونډ کړي.

پرون هالينډ افغانستان ته ماته ورکړه او رښتيا ده چې تر ډېره افغان لوبډله داسې نه لوبېده لکه څنګه چې ترې تمه کېدله. خو یو شمېر رسنيو چې د ټول افغان د ځينو لوستونکو په وينا او شاهدۍ د ازادۍ راديو هم په کې شامله ده داسې خبر خپور کړی چې ګنې ((په لوبډله کې د اختلافاتو له وجې افغانانو پرونۍ لوبه بايلوده.)) دې خبرې هيڅ واقعيت نه درلود. دې رسنيو تر ډېره د خلکو په اوازو او اټکلونو باور کړی و او لږ یې هم ځان نه و په تکليف کړی چې د ژورناليستيکو ارونو سره سم د دې خبرې د پخلي یا نفي لپاره پخپله د افغان لوبډلې سره اړيکي ټينګي کړي او رښتيا درواغ معلوم کړي.

د پرونۍ لوبې په اړه د رسنيو د معلوماتو د کمزورۍ او د رښتيا د نه پلټنې بل دليل دلوبې په اړه د بي بي سي د پښتو څانګې پرونی رپوټ دی. هغه څه چې ما د شاوخوا لس زره افغانانو سره په لوبغالي کې وليدل د بي بي سي له رپوټ سره ډېر توپير لري. د بي بي سي په رپوټ کې له  د لوبې د بايللو پړه یې تر ډېره په داسې لوبغاړو اچول شوې ده چې بې وسي دي. بېلګه یې د شهزاد محمدي په اړه ليکل شوې څرګندونه ده. په کې راغلي دي چې ((په منډه کې بې غوره شو)). دا په داسې حال کې چې په منډه سوځېدل د شهزاد بې غوري نه وه. شهزاد کريز ته رسېدلی و او خپله دنده یې سرته رسولې وه. شايد د شهزاد پسې داسې له رښتيا لرې تور ځکه ليکل شوی وي چې لا خو ۱۸ کلن دی او د بي بي سي غوندې رسنۍ څخه د خپل حق پوښتنه نه شي کولای. بي بي سي پښتوڅانګې د کرکټ د پرمختګ په لار کې تر ډېره مثبت رول لوبولای دی او هيله ده چې دې مثبت رول ته به دوام ورکړي.

رسنۍ بايد په رپوټونو کې رښتيا ووايي. دانه چې د بې وزله لوبغاړو او کرکټ چارواکو پسې پروپاګند کوي او د ځينو نورو کمزوريانې پټوي. په دې په رسنۍ د خلکو باور له منځه ځي، رسنۍ په کرکټ کې د اصلاحاتو او پرمختګ مخه ډبوي او ظلم او زياتي ته وده ورکوي.