د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان به نن له امريکا سره لوبه کوي

کرکټ څانګه 10.02.2010 23:29

د لوبې ژوندی حال د کرکټ په څانګه کې خپرېږي.

افغانستان نن د امريکا د متحده ايالاتو له لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د ۲۰ اورونو نړيوال جام د غواروي په ترڅ کې ترسره کېږي. لوبه د اماراتو په وخت ۱۲ بجې (د کابل په وخت ۱۲:۳۰ بجې) پيل کېږي. لوبه د دوبۍ سپورټ سيټي په کرکټ لوبغالي کې ده او د لوبې کتنه وړيا ده.

لوبې ته نن ځانګړې اهميت ورکړل شوی دی. د کرکټ نړيوالې شورا ټول افغان ته وويل چې لوبغالي ته یې نن اضافي امنيتي ځواک وروغوښتی دی او یو رسمي رسنيز کنفرانس ته هم تابيا نيول شوې ده.

ډېرو افغانانو هوډ کړی دی چې ننۍ لوبې ته به د ډهلونو او بيرغونو سره لوبغالي ته ځي او لوبډله به په اتڼونو بدرګه کوي او ملاتړ به یې کوي.

د سوپر فور يا څلورو غوره لوبډلو کتارته د افغانستان رسېدل لا کره نه دي. ځکه اوس هم دا چانس شته چې که امريکا سبانۍ لوبه وګټي او ايرلينډ سکاټلينډ ته ماته ورکړي نو د افغانستان، ايرلينډ او امريکا به څلور څلور نمرې شي او سوپر فور ته د وتلو لپاره به د دې لوبو د منډو اوسط ته کتل کېږي.

له بله پلوه په تخنيکي حساب سکاټلينډ اوس هم چانس لري چې سوپر فور ته بريالی شي خو په دې شرط چې سبا ته ايرلينډ ته ماته ورکړي او افغانستان امريکاته ماته ورکړي چې په دې ترتيب به د امريکا، ايرلينډ او سکاټلينډ دوه دوه نمرې شي او د دې درې لوبډلې اوسط ته به کتل کېږي چې له افغانستان برسېره سوپر فور ته بريالۍ شي.

تر اوسه سوپر فور ته د عربي متحده اماراتو وتل کره شوي دي چې په B ګروپ کې دي. په B ګروپ کې سوپر فور ته د دويمې لوبډلې چانس هم د کينيا او هالينډ ترمنځ شته دی.

د يادونې ده چې په افغانستان کې بېلابېلې راديوګانې دعوه کوي چې ګنې له اماراتو څخه په ژوندۍ بڼه د لوبو احوال خپروي او هلته یې استازي شته خو ټول افغان تر اوسه په لوبغالي کې يواځې د ننګرهار راديو تلويزيون او سلام وطندار راديو استازي ليدلي دي چې د لوبې احوال په ژوندۍ بڼه خپلو ارګانونو ته ورکوي. (هر کس ديګه که دعوه حال دادن زنده از ستيديم کند دعوه اش باطل است).

د نن ورځې لوبډله: کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، ريس احمدزی، دولت احمدزی، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، نور علي ځدراڼ، سميع الله شينواری، شفيق الله شفق، شاهپور ځدراڼ او افتاب عالم.

په اماراتو کې افغانان د نورو معلوماتو لپاره په دې نمره اړيکي نيولای شﺉ: 0552185985


لوبه نن د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې (پورته په انځور کې) ترسره کېږي.

لوبغالي ته د ورتګ او ادرس لپاره دلته نقشه او لارښونه کتلای شﺉ.