د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او ايرلينډ د لوبې انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 09.02.2010 20:28

 د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي عيسی خېل و چې په دې انځور کې د ننګرهار تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد ته خبرې کوي.

د  کرکټ د شل اوريزو سياليو د نړيوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان ايرلينډ ته د ۱۳ منډو په توپيرماتې ورکړه .

دغه لوبه چې نن په متحدو عربي اماراتو کې ترسره شوه افغانستان په لومړۍ پاړۍ کې ۱۳۹ منډې جوړې او مخالفې لوبډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپ ويشتونکيو د ښې لوبې په برکت مخالفه لوبډله په ۱۲۶ منډو وسوځېده.

انځوريز رپوټ یې په لاندې ډول دی:

 


پچه ايرلينډ وګټله او افغانستان یې بيټنګ کولو ته وبللو. نوروز منګل وايي چې د ايرلينډ دا پرېکړه ډېره د هغوی لپاره ډېر پر ځای وه ځکه چې په سهار کې توپ تاوېده او سوينګ کېده.


افغانستان ټول ۶ منډې کړې وې چې د کريم خان صادق ويکټه جونسټون والوزوله. دا د افغانستان لپاره ډېره سخته په دې تمامه شوه چې کريم صادق د لوبډلې ښه توپ وهونکی دی او د نوموړي په بايلودې لوبه ورو کېږي. له کريم خانه شفيق الله شفق وروسته راغی خو افغانستان لا ۱۴ منډې کړې وې چې هغه کيچ وسوځېد


محمد شهزاد په منډه وسوځېد. تر ډېره داسې معلومېده چې د لټۍ له امله رن اوټ شو. شهزاد او نور علي ښه ملګرتيا وکړه. دا د افغانستان ۳مه ويکټه وه چې غورزېده، افغانستان دا مهال ۶۱ منډې کړې وې او ۱۱م اور روان و.

نور علي له ۴۲ منډو جوړولو وروسته کيچ وسوځېد.

 


ايرلينډيانوحق لرلو چې خوښي وکړي. په ۱۳م اور کې یې افغانستان په ۶۹ منډو راګير کړی و او د افغانستان ۴ بهترين توپ وهونکي یې هم سوځولي وو. په افغانستان دې وخت کې فشار ډېر زيات و او ښکارېدل چې لوبه د ايرلينډ په زړه روانه ده.دې وخت کې د افغان لوبډلې په اداره کې ځينو فکر کاوه چې لوبه بايد ورو شي خو ځينو نورو فکر کاوه لوبه دې تېزه وساتل شي ځکه چې د ويکټو ساتلو تر څنګ منډو ته هم اړتيا ده. لوبه لږه ورو شوه او ...


نوروز ښکلې شپږيزه ووهله خو له ديارلس منډو جوړولو وروسته سټمپ شو.

بيا د محمد نبي وار شو او منډو ته یې پيل وکړ. دوه سر په سر شپږيزې ووهلې. داسې ښکلې وې چې ژورناليستان به پسې پاڅېدل او کتل به یې چې توپ څومره لرې وغورزېد. نبي د دې مستحق و چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نبي افغانستان ته په ډېر سخت وخت کې په ۲۵ توپونو ښکلې ۴۳ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد.

 
نبي په منډو افغان سيل کونکي بيا په جذبه راغلل. ډهلونو والا ډ‌هلونو ته زور ورکړ او څڼې بيا په خوځېدو شوې. اتڼونه پيل شول او د افغانستان زنده باد، نوروز زنده باد، کريم زنده باد، نبي زنده باد، او ريس زنده باد د نعرو انګازې وې چې له لوبغالي پورته کېدې.

افغان سيل کونکي په هره سيالۍ کې یو نوښت کوي. دا ځل یې د افغانستان نوم په دې ډول ليکلی و.



دا د ریس احمدزي شپږيزه ده. د ريس قسمت دومره بيدار و چې د ايرلينډي له لاسه کيچ وغورزېد او شپږيزه شوه.


افغانانو تر پايه حوصله له لاسه ورنکړه او هر توپ یې داسې ولوباوه لکه په هماغه توپ یې چې ګټي.

د محمد نبي اخري څلوريزه. افغانانو خپلې منډې په ډېره مشکله ۱۳۹ ته ورسولې چې د ايرلينډ غوندې لوبډلې ته اسانه هدف ښکارېده.

 


ايرلينډ بيټنګ پيل کړ او په شړک پړک کې یې يې په ۶ اورونو کې منډې له ۵۰ واړولې. خو پس له دې چې ميرويس اشرف په ښکلي توپ اچونې سره د ايرلينډ توپ وهونکي یو څه رايسار کړل او شاهپور یې لومړۍ ويکټه واخيسته، کريم صادق توغندي ويشتل پيل کړل ... او

کريم خان صادق په یو اور کې دوه ويکټې واخيستې، د ايرلينډ تندی یې ورګونځې کړ او افغان سيل کونکې بيا په اتڼ سر شول.

د ملي لوبډلې او ننګرهار تلويزيون مننه په يوه ځانګړې انداز کې د یو ملاتړي له خوا. په ليک کې دا افغان خوښي کوي چې ملي لوبډلې دې مقام ته ځان رسولی او د ننګرهار تلويزيون دومره ځان په تکليف کړی چې اماراتو ته یې خپل کسان لېږلي چې د لوبې ژوندی حال خپور کړي او ويډيو یې ثبت کړي.
.

د کريم په دوه ويکټو زړه يخ نه و چې درېمه یې هم واخيسته.

محمد نبي دوه ويکټې واخيستې


خري ويکټه حميد حسن والوزوله.


دا د حميد حسن دويمه  ويکټه وه خو لوبې ته یې د پاي ټکی کېښود. افغانستان ايرلينډ ته په ۱۳ منډو ماته ورکړه.

له بري وروسته لوبغاړي خوښي کوي.


وبه د راغلو افغانانو په خوښۍ پای ته ورسېده.

اتڼونو وروسته بيا بېل خوند درلود.