د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پلور د ډېرښت لپاره د مارکېټ موندنې ۱۰۰ ټکي

ژباړن: انبيا ژمن 09.02.2010 13:33

ټوليز ټکي
1. مه پرېږدئ چې ورځ مو د مارکېټ موندنې له لږ تر لږه يوه فعاليت پرته شپه شي.
2. د خپل ناخالص عايد له سلنې څخه يوه برخه د مارکېټ موندنې د کلنۍ بودجې په سرليک وټاکئ.
3. هر کال د مارکېټ موندنې ځانګړې موخې وټاکئ او هرې درې مياشتې وروسته يې يو ځل وڅېړئ او تنظيم يې کړئ.
4. د مارکېټ موندنې اړوند مالوماتو د ساتلو لپاره يوه دوسيه ځانګړې کړئ.
5. هره ورځ او هره ګړئ خپل وېزېټ کارت له ځان سره ولرئ.
6. د ځان لپاره يو ټومبنى (سنجاق) چې د شرکت نوم او نښان ولري جوړ کړئ او په لويو غونډو کې يې په خپله اوږه ټينګ كړئ.

د موخې مارکېټ
7. د هغو بدلونونو په اړه چې کېداى شي ستاسو د موخې په مارکېټ، محصول او د مارکېټ موندنې په سټراټيجۍ اغېزه وکړي، هوښيار اوسئ.
8. د خپل مسلک، صنعت، محصول او خپل د موخې مارکېټ په اړه د مارکېټ موندنې څېړنې او اړوند تحقيقات ولولئ.
9. د خپلو سيالانو سوداګريزې خبرتياوې راټولې کړئ او د هغې په مطالعې سره د هغوى د سټراټيجۍ او د محصولاتو د څرنګوالي او غوره والي په اړه مالومات تر لاسه کړئ.
10. له پېرودونکو څخه پوښتنه وکړئ چې ولې يې تاسو انتخاب کړي ياستئ او د څرنګوالي (کيفيت) د ښه والي په اړه ترې د لارښوونې غوښتنه وکړئ.
11. له خپلو پخوانيو پېرودونکو څخه پوښتنه وکړئ چې ولې يې تاسو پرېښي ياستئ.
12. نوى مارکېټ وپېژنئ.
13. د خپل مسلک اړوند له يوې برېښناليکې ‌ډلې سره يو ځاى شئ.

د محصول پراختيا
14. يو نوى خدمت، مهارت يا محصول وړاندې کړئ.
15. د خپل محصول يا خدمت تر ټولو ساده، ارزانه يا وړه بېلګه ښکاره کړئ.
16. د خپل محصول يا خدمت تر ټولو ښايسته، ګرانه، چټكه يا لويه بېلګه وړاندې کړئ.
17. خپل خدمتونه په وخت سره برابر کړئ.

زده کړه، سرچينې او مالومات
18. د مارکېټ موندنې او ټوليزو اړيکو په برخه کې د همکارانو او ورته کسب او کارونو له څښتنانو څخه د سلاکارۍ يو ګډ ټيم جوړ کړئ او خپل اندونه او صنفي مسايل تبادله کړئ.
19. د خپلو کار کوونکو لپاره د وړانديزونو يو بکس کېږدئ.
20. د مارکېټ موندنې په سمينارونو کې ګډون وکړئ.
21. د مارکېټ موندنې کتابونه ولولئ.
22. د مارکېټ موندنې په خبرپاڼو کې ګډون وکړئ.
23. په هره مياشت کې يو ځل له خپلو کارکوونکو او سلاکارانو سره غونډه وکړئ ترڅو د سټراټيجۍ او د مارکېټ د وضعيت په اړه بحث وکړئ او نوې لارې چارې ورته پيدا کړئ.
24. له اړوندو ټولنو او هم مسلکه سازمانونو سره يو ځاى شئ.
25. د طراحانو، ليکونکو او د مارکېټ موندنې نورو اړوندو مسلکونو لپاره يوه دوسيه ځانګړې کړئ.
26. د همفکرۍ لپاره د مارکېټ موندنې يو سلاکار وګومارئ.
27. يوه پرمختللي ښار يا هېواد ته يو «پنځوونکى سفر» وکړئ ترڅو د هغه ځاى د مارکېټ موندنې تکنيکونه زده کړئ.

بيه ټاکنه او تاديه
28. د بيې ټاکنې جوړښت مو وڅېړئ او شننه يې وکړئ او وګورئ چې کوم ځاى يې سمونې او تنظيم ته اړتيا لري.
29. پېرودونکو ته امکان برابر کړئ چې وکولاى شي په خپل اعتباري کارت سره تاديه وکړي.
30. همېشنيو پېرودونکو ته کمښت ورکړئ.
31. د راکړې ورکړې تکنيکونه زده کړئ. د کلپونو ځينو غړو، مسلکي ډلو او هغو سازمانونو ته چې په خپلو خپرونو کې ستاسې محصولات او خدمتونه خپروي، کمښت ورکړئ.
32. د چټكو او نغدو تاديو لپاره کمښت ورکړئ.

د مارکېټ موندنې اړيکې
33. د اوسنيو او ځواکمنو پېرودونکو لپاره يوه خبرپاڼه خپره کړئ.
34. د خپلو محصولاتو او خدمتونو بروشور (کتابګى) چاپ کړئ.
35. په خپلو بروشورونو کې داآند غوښتنې يوه پاڼه هم واچوئ. په دې ترتيب کولاى شى له پېرودونکو څخه ارزښتناکه غبرګون تر لاسه کړئ.
36. په ياد مو وي چې په بکس کې د وېزېټ کارت ساتل هېڅ ګټه نه لري، خامخا هغه خپاره کړئ. هر پېرودونکي ته دوه د وېزېټ کارټونه او بروشورونه ورکړئ ترڅو يو يې وساتي او بل خپل دوست ته ورکړي.
37. د خپل موخې مارکېټ د هرې برخې لپاره يو ځانګړى بروشور او وېزېټ کارت جوړ کړئ، د بېلګې په توګه يو د دولتي سازمانونو او ټولنو لپاره او بل د سوداګرو او پېرودونکو لپاره.
38. د خپل شرکت په نښان سره يو پوسټر يا کليزه چاپ کړئ او پېرودونکو ته يې ډالۍ کړئ.
39. د ليک په سر او په حساب پاڼو باندې مو خپل شعار يا خپل لرليدي ټکي وليكئ.
40. په خپلو بروشورونو کې د خپلو خدمتونو په اړه د پېرودونکو مثبت اندونه چاپ کړئ.
41. يو نوى برښناليکي لېست و آزمويئ. که ګټه يې وکړه هغه د اوسنيو مستقيمو برېښناليکونو په نوملړ کې زيات کړئ او يا يې د داسې برېښناليک په ځاى واچوئ چې نه شي کولاى ستاسو هيلې پوره کړي.
42. د ليک په بڼه د مارکېټ موندنې لپاره له رنګه او سترو پاکټونو څخه استفاده وکړئ او يا په ساده سپين پاکټ کې ليک واستوئ ترڅو د تر لاسه کوونکي کنجکاوي وپاروي.

له رسنيو سره اړيکه
43. خپل رسنيز نوملړ تل نوى کوئ ترڅو خپل خبر وړ رسنۍ او وګړي ته واستوئ.
44. په عادي يا اقتصادي ورځپاڼو او ځانګړو خپرونو کې مطلب وليكئ ترڅو د خلکو پام شي چې تاسو په خپل صنعت کې يو ويښ او جدي کس ياستئ.
45. يوه مقاله خپره کړئ او کاپي يې همکارانو ته ووېشئ.
46. د خپل شرکت د فعاليت د اخبار په تنظيم کې هڅه وکړئ او هغه په وخت او څو ځله رسنيو ته ولېږئ.
47. خپل يو سل او يووم، پنځه سوه يم يا يو لکم پېرودونکي په رسنيو کې معرفي کړئ.
48. يوه کلنۍ جايزه په لاره واچوئ او د خپل شرکت يا سازمان د کال غوره کار کوونکي ته يې ډالۍ کړئ.
49. د رسنۍ او ټوليزو اړيکو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړئ او د هغه په باره کې مطالب ولولئ.
50. په راډيويي او ټلويزيوني خپرونو کې ځان څرګند کړئ.
51. د خپل صنعت يا تخصص په اړه د يوې ټلوېزيوني خپرونې فرمايش ورکړئ او هغه خپلې محلي شبکې ته ورکړئ ترڅو هغه د يوې عادي خپرونې په سرليک سره خپره کړي.
52. د خپلې سيمه ييزې مجلې يا ورځپاڼې مسول مدير ته يو ليک واستوئ او غرمنۍ ته يې راوبولئ.
53. خپل خبر له اړوند انځور سره يو ځاى مطبوعاتو ته ولېږئ.
54. په مرتب ډول د ټوليزو اړيکو د فرصت پيدا کولو لپاره مجلې او ورځپاڼې ولولئ.
55. مطبوعاتو ته د خپل کسب او کار ځانګړى (لارښود) مقالې او ليکنې واستوئ.
56. په خپل صنعت کې څېړنه وکړئ او د مهم کشف له پيدا کولو وروسته هغه د مطبوعاتو په واک کې ورکړئ.

د پېرودونکي لپاره خدمتونه او له پېرودونکي سره اړيکه
57. له خپلو پېرودونکو څخه وغواړئ چې بېرته راوګرځي.
58. د پېرودونکو ټليفوني اړيکې ته د وخت له تېرېدو پرته ځواب ورکړئ.
59. يو پيغام اخيستونکى ماشين برابر کړئ ترڅو د پېرودونکو پيغامونه، مهمې اړيکي، پتې او مالومات ثبت کړي.
60. په ټليفوني پيغام اخيستونکي ماشين کې پاتې كېدونکى پيغام «د ورځې خبره» ثبت کړئ.
61. د خپلو پېرودونکو لپاره نندارتونونه يا نورې په زړه پورې او سپورټي پېښې ترتيب کړئ او يا د تياتر، سينما او ... ټکټونه ور ولېږئ.
62. په دفتر کې مو له خپلو پېرودونکو سره يو سمينار جوړ کړئ.
63. خپلو پېرودونکو ته ښکلې لاس ليکلې مننپاڼې واستوئ. کولاى شئ د هغوى د زوکړې د جشن او د کال نورو غونډو په اړه هغوى ته د مبارکۍ کارټ واستوئ.
64. هېښنده ليکنې کاپي کړئ او له وېزېټ کارت او بروشور سره يو ځاى يې خپلو اوسنيو او ځواکمنو پېرودونکو ته واستوئ.
65. د خپلې وېب پاڼې يوه برخه پېرودونکو ته ځانګړې کړئ.
66. خپل دفتر او له پېرودونکو سره د ليدو ځاى سينګار کړئ.

د ځنځيري او ژبنيو اړيکو تبليغات
67. له يوې سوداګريزې خونې يا نورو اړوند سازمانونو سره يو ځاى شئ.
68. خپل بروشور د هغو سازمانونو غړو ته چې تاسو يې غړيتوب لرئ واستوئ.
69. د رخصتۍ په ورځو کې سوداګريزه مېلمستيا جوړه کړئ.
70. په يوه غونډه کې له ګډون وروسته ګډونوالو ته ليک واستوئ.

تبليغات
71. د هر سوداګريز فعاليت په بهير کې د خپل کسب او کار له پاره تبليغ وکړئ.
72. يوه اسانه او په ياد پاتې کېدونکې ټليفون شمېره وپېرئ.
73. د خپلې وېب پاڼې لپاره په ياد پاتې کېدونکې پته وټاكئ او په ټولو سوداګريزو اړيکو کې يې ثبت کړئ.
74. د مستقيم برېښناليک له لارې له نورو مسلکي وګړو سره په ګډه خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړئ.
75. په يوه ځانګړې ډايرېکټري (لارښود) يا ژېړ کتاب کې تبليغ وکړئ.
76. بهرنيو مارکېټونو ته د لاسرسۍ لپاره دوه ژبې يا څو ژبې سوداګريزې خبرتياوې چاپ کړئ او دا سوداګريزې خبرتياوې په يوه مشهوره خپرونه کې هم خپرې كړئ.
77. خپلو پېرودونکو ته تبليغاتي ډالۍ لکه ساعت، راډيو، قلم، ګيلاس او داسې نور ورکړئ.
78. د ليک يا مکتوب د پاکټ په منځ کې ښه څيزونه لکه انځورونه، نمونې او نور ښکلي څيزونه کېږدئ ترڅو د تر لاسه کوونکي کنجکاوي وپاروي.
79. د دفتر پلې لارې ته مخامخ يو برېښنايي تبليغاتي پيغام وځلوئ.
80. د خپل موټر لپاره هېښنده او ښکلى سرېښ لرونکى بمپر جوړ کړئ.
81. سوداګريزو خبرتياوو ته مو کود ورکړئ او پايلې يې وڅارئ.
82. د خپلې ودانۍ لوحو، كورنيو او بهرنيو لارښودونو ته مو پرمختګ ورکړئ.
83. که فکر کوئ چې د شرکت نښان مو خراب شوى يا پيکه شوى دى له سره رنګ ورکړئ.
84. د يوې سپورټي سيالۍ او يا راډيويي يا ټلويزيوني خپرونې مالي مسؤليت په غاړه واخلئ.

ځانګړې پېښې
85. د خپل مسلک په اړوند نندارتونونو کې خامخا يوه کوډلۍ (غرفه) ونيسئ.
86. د نه ګټندويه سازمانونو، لکه له معيوبو ماشومانو څخه د ملاتړ مؤسسې د يوې خپرونې يا مېلمستيا کوربه شئ.
87. په ښوونځيو کې ويناوې وکړئ او زده کوونکو ته د هغوى د راتلونکي مسلک په اړه سپارښتنه وکړئ.
88. په خپله جغرافيايي سيمه کې يو سړک وټاكئ او څرګنده کړئ چې ستاسو شرکت يا سازمان د دې سړک پاکوالى په غاړه اخلي. تېرېدونکي ستاسو د نوم او نښان په ليدلو سره ستاسو د ستاينې وړ اقدام ته پام اړوي.
89. د خپل وخت او پيسو يوه اندازه خيريه يا نه ګټندويه سازمانونو ته ځانګړې کړئ او پايلې يې په رسنيو کې چاپ کړئ.
90. د خپلو خدمتونو په اړه يوه سي ډي يا ښوونيز فلم چمتو کړئ.
91. د خپلو كړو كارونو په اړه يو لارښود کتاب وليكئ.

د پلور ټکي
92. د نويو سوداګريزو فرصتونو او د شرکتونو د رامنځ ته کېدو او پرمختګ په اړه د مالوماتو لاس ته راوړلو په موخه مسلکي ورځپاڼې او خپرونې ولولئ.
93. د مارکېټ موندنې شعارونه او سټراټيجۍ مو وکيل، حسابدار، بانکدار، د کار ودانۍ او تبليغاتي مرکز ته ورسوئ او په دې ترتيب سره مو د پلور ځواک ته په وړيا توګه پراختيا ورکړئ.
94. د خپل فعاليت ساعتونه ډېر کړئ.
95. آن په رخصتيو کې يوه کاري ډله پېرودونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه ځانګړې کړئ.
96. د خپلو محصولاتو بېلګې په دفتر کې نندارې ته وړاندې کړئ.
97. مخکينيو پېرودونکو ته مو ټليفون وکړئ يا ليک ورته واستوئ ترڅو هغوى بيا جذب کړئ.
98. د انټرنېټ له لارې سپارښتنې تر لاسه کړئ.
99. خپلو انټرنېټي پېرودونکو ته مو ډاډ ورکړئ چې ستاسو د وېب پاڼې امنيتي سېسټم د ډاډ وړ دئ.
100. سپارښتنو ته د ځواب ويلو وخت کم کړئ او د نويو سپارښتنو بهير اسانه کړئ.
اخځليک: http://www.strategic-alliance.com/Top100.htm