څه به وایم نه به وایم

محمد ولی ارمانی کیله ګیوال 04.02.2010 16:30

نه پوهیږم چی له کومه ځایه یي شروع کړم او له چانه ګیله وکړم ، چاته وژاړم او چاته خپل فریاد ورسوم ، داچی نن سبا ټوله بدبختی د پښتون سر ته راغلې او پښتون په سره اور کي سوځي ، سرکونه او پلونه یی الوزول کیږي، مکتبونه یی سوځول کیږي، کورونه یي بمباریږې ، زراعت یي له مینځه ځي ، تور سرې پښتنې میرمنې په وحشي سپیو داړل کیږې ، څوک د یو او څوک د بل په نامه وژل کیږې او داسې نورې ډیرې ناخوالې چی یادول به یی ددي لیکني د توان نه بهر وې ، د پناه او داد ځای نه لرې غیر لدې چې پاک سبحان ته صبر او په خپل مینځ کی یو موټۍ شي ، ټول پښتانه د یو وجود حیثیت لرې که لر دې او که بر د ټولو درد ، غم او خوشحالي یوه ده.
د افغانستان په شمال کي د پښتنو سیاسي ، اجتماعي او کلتورې وضعه ډیره زړه بوږنوونکي ده تل د پردیو او یا هم د پردیو د لاسپوڅو لخوا ځورول شوې ا و لا ځورول کیږې، ټول حقوق یی پایمال شوې او يا هم پایمال کیږې نه یی چا فریاد واوریده او نه یي چا په زخمونو د مرهم يټۍ کیښوده.
په دغو ځورول شویو او درد لیدونکو پښتنو کي يو هم د کیله ګي پښتانه دي (کیله ګۍ چي د بغلان ولا یت ددوشي ولسوالۍ پورې اړونده قر یه ده چي د کیله ګې ددښتې په نامه یادیږې ) کیله ګۍ چی د موقیعیت له پلوه ډیر ستراتیژیک موقیعیت لرې او د کابل پلخمبرې سرک یی په سینه تیر شوي ، د افغانستان په تاریخ کي لا د کیله ګې خلکو ته پاملرنه نده شوې ، په ټول کیله ګې کې دوه مکتبونه پخې ودانۍ لرې چې د مسلکې استادانو د نه شتون له امله هغه هم د صفر سره برابر دې . د نورو مکتبونو حال د ویلو نه دي ځکه چي استادان یي د کلي بزګران دې او د پوهنې د ریاست لخوا هیڅ توجه ورته نه کیږې ، مکتبونه یی تعمیرونه نه لرې شاګردان په سړه هوا کي نشي کولاي د شین اسمان لاندې درس ووایي .
د جینکو هیڅ مکتب نشته نه هم کومه لیسه او نه هم کومه ابتدایه وجود لرې . د پوهنې ریاست مامورین چي کله و غواړې تفتیش وکړې نو د مکتبونو د امرینو لخوا په غوړو او چربو میلمستیا ګانو بدرګه کیږې او یا هم د څو پیسو په بدل کې د حقیقت څخه سترګې پټې کړې او ریاست ته ناسم راپور ورکړي .
د ټول کیله ګي 85٪ سلنه پښتانه دې خو ټول کتابونه یي فارسي دې ، تنکې پښتانه ماشومان باید اول فارسی زده کړي بیا کولای شې چي کتاب مطالعه کړې چي داد یو ماشوم او تنکي ځوان لپاره ناشونې اود پښتو او پښتنو سره ستره جفا ده .
د بیارغونې په برخه کې باید ووایم چي په افغانستان د ډالرو باران دي خو په کیله ګي یو ډک څاڅکۍ هم و نه لویده ، څه وخت مخکښې د ملی پیوستون د پروګرام لخوا دسرکونو د جوړولو لپاره د کیله ګي خلکو ته ورکړل شوې خو په تاسف باید ووایم چی د پیسو اکثره برخه د ملی پیوستون مامورینو ته په رشوت ، کلي کي د بی رحمه ریسانو او کلسټرانو شخصي جیبونو ته لاړې چې ډیره کمه برخه یي د سرکونو په جغل کولو مصرف شوې او د ډیر ټیټ کمیت او کیفیت سرکونه یي جوړ کړل چي پس له یوې او دوو میاشتو څخه د هیڅ سره برابر شول.
د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې د کیله ګې ولس ته هیڅ خدمت ندي شوي د کیله ګي اکثره خلک بزګران او مالداران دې چي د کر هڼي په برخه کي د سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي او د اصلاح شوي تخمونو او نورو ضروري موادو د نشت له امله یی کښت همیشه د مرضونو د خطر سره مخامخ وې . د مالدارۍ په برخه کې مالداران د مرضونو د واکسینونو د کمبود څخه سر ټکوې او هر کال یي به زرهاوو څاروې له مینځه ځي ، دا په داسي حال کي ده چي به ټول کیله ګي کښي یو د څارویو کلینیک نشته.
د روغتیا په برخه کښي هم ډیرۍ ستونزې شته ، ډیرۍ کیله ګیوال د څښلو صحی اوبه نه لرې او په ټول کیله ګي کښي یو کلینیک چي د اغاخان لخوا دي شتون لرې، خو د مسلکې او باتجربه ډاکټرانو د نشتوالې له امله نشي کولای چي د خلکو صحي مشکل حل کړې، د سر درد ، خیټي ، نس ناستی او داسي نورو مرضونو علاج پکښي په ډیرې بی کیفیتي دوا سره کیږې ، د ډیرې کڼې کوڼې او بیروبار له امله د غه بی کیفیته دوا هم مریضانو ته نه رسیږې.
لنډه داچي د پښتنو اکثریت د فارسی ژبو د لږکیو تر تاثیر لاندې ژوند کوې او دا ځکه چي یو خوا د پښتنو په مشرانو کښې د تعلیم نشتوالۍ ، خپلمنځي تعصبات ، کرکي ، نفرتونه او جاهلانه غرور او بل خوا د بغلان ولایت دولتي چارواکي همیشه د پښتنو د ټکولو او د فارسی ژبو د حمایت کولو په خاطر پښتانه مجبور دې چې د هغوۍ تر تاثیر لاندې ژوند وکړې.
په اخر کښې زما د ټولو کیله ګې مشرانو څخه غوښتنه داده چي په خپل منځ کي یو موټۍ شي او د خپلو ځوریدلو خلکو لپاره په صدق او د زړه له کومې خدمت وکړې، قومې ، ژبنې، او نور تعصبات پریږدې . د الله او خپل پښتون ملت په خاطر دې ځوریدلی ولس ته د خدمت جوګه شې ، او له ټولو دولتې چارواکو څخه زما د یو عادي اوسیدونکی په حیث غوښتنه داده چي د ټولو کیله ګیوالو سره دي د میري مور سلوک بند کړي او پښتانه دی خپل وجود و ګڼې خپله ایماني ، وجداني او وطني دنده دې په ایماندارۍ سره سر ته ورسوې.

په درنښت
محمد ولی ارماني کیله ګیوال
ایوب خان مینه ، کابل ، افغانستان
04 فبروری-10


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

08.03.2010 14:51 غزل/فريداله حسن زی

ځان تـــه ګــوښــــه کينمه مخ پټ کړم، ډيــــــره وژاړم/// ته څنـــګه يې يــــــــــاره مســــــافـــــــــــره را ته و وايه

08.03.2010 14:50 په ښونځي دسپینو فاسفورسو باران

انځورنه خپله خبرې کوي

08.03.2010 12:52 غصه

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 12:03 د ښونیز کال په وړاندې پرتې ستونزې او د حل لارې یې

محمدالله ارین احمدزی

08.03.2010 06:57 ښځه : سيد حيلاني جلان

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه

08.03.2010 05:59 د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د

08.03.2010 05:58 ښځه

مونږ هميشه ښځې ته د خپل شهوت له دروازې کتلي مونږ هميشه ښځه د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره يوه اله ګڼلې

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته