د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سـعودي عربستان... نجات وركول كه ښكيليدل ؟

عبدالرحمن فرقاني 04.02.2010 16:24

په شرق الاوسط ورځپاڼه كي د طارق حميد ليكنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

دا لومړي ځل ندي چى افغانان له سعودي عربستان څخه غواړي ترڅو د افغانستان سياسي كشمكش ته دپاي ټكي كيږدي , خو دا ورستي غوښتنه چى ديره ريښتني اوجدي ده د افغانستان د جمهور رئيس ښاغلي كرزي غوښتنه ده چى د لندن د كنفرانس په مهال ئي تيره اوڼي وكړله . ښاغلي كرزي وويل : دي هيله من دي چى د سعودي عربستان پادشاه خادم الحرمين به د افغانستان د سياسي مصالحى او د جوړى روغى پروسيى اړوند اساسي رول ولوبوي , ورسته لدى چى خپل ليد لورى ئي د مصالحى دپروسى اړوند په ډاګه كړ زياته ئي كړله چى : هيله من يم تر څو خادم الحرمين د دى پروسى په هكله خپله لارښونه اومرسته زموږ سره تر سره كړي .
خو نن پوښتنه دا ده چى آيا له سعودي عربستان څخه غوښتنه دا ده چى افغانستان ته نجات وركړي كه دامريكايانو بايللي حيثيت وساتي او كه پلان دا دي چى سعودي عربستان د شوري اتحاد د جمهوريتونو په وړاندي د جهاد له تجربي څخه وروسته يو ځل بيا په افغانستان كى ښكيل شي ؟ , وهغه كار ته په خپل وخت كى داسي اړتياوى وى , چى بايد تر سره شوي وي څرنګه چى نن د افغانانو غوښتنه د مصالحى دپروسى اړوند له سعودي حكومت څخه پر ځاي ده , خصوصاً چى دا غوښتنه په خپله دافغانستان د جمهور رئيس لخوا او د نورو كړيوله لوري كيږي , دشوروي اتحاد په وړاندي د جهاد تجربه لا تراوسه د سعوديانو په ذهن كى حاضره او تازه ده , ولي نه سعوديانو خو له افغانانو سره مرسته كوله , څرنګه چى نن كابل مرسته غواړي , او رياض بالآخره ملامت او متهم راوؤت , اوسربيره پدي د مطبوعاتوله لوري او د لوديځ اوعربي نړۍ د سياست پوهانو له لوري تر ظالم يرغل لاندي ونيول شو , دا سمه ده چى د روسانو د يرغل په مهال دسعودي عربستان په شتون نيوكى وي , خو سعودي عربستان يوازي هلته نه ؤ او نه ئي افغانستان اشغال كړي ؤ !
خو دبعضوياداشت دير لنډ وي او يا هم هيره لري نو بايد دا ورته په ډاګه كړو چى څو ورځي وړاندي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د مصالحى اړوند د سعودي عربستان وساطت په هكله داسي څرګندونه وكړله : (( دا يو لوي زړه غواړي )) , تر څو چى طالبان د القاعدى څخه لاس په سر نشي او د دوي له امنيت څخه لاس وانخلى اوخپلى اړيكي ورسره غوڅي نكړي , فكر نكوم چى دا خبري به مثبتي , او كومه ځانگړي پايله ولري . )) دا دسعودي عربستان پخواني موقف دي , بلكه له 11ستمبر نه وړاندي هم دا دسعودي عربستان موقف ؤ , او امير تركى الفيصل كوم مهال چى د سعودي عربستان د استخبارتو رئيس ؤ , دير زيار اوكوښښ ئي وكړ تر څو د طالبانو مشرتابه ته قناعت وركړي چى د بن لادن اوډلى څخه ئي لاس په سر شي سربيره پدي چى سعودي عربستان وړاندي لدي دبن لادن څخه دسعودي تابعيت هم اخيستي ؤ , او وړاندي لدي چى تروريزم په نړيوال محفل كى د رئيسي كرښى په توګه وپيژندل شي , بلكه هغه مهال په كال 1993 م په مكه مكرمه كى د ملك فهد بن عبدالعزيز په بلنه د بين الافغاني پخولايني يو اتفاق او جوړجاړى تر سره شوي و , او دا دليل دي چى سعودي عربستان دافغانستان دثبات اواستقرار لپاره كوښښ كوي نه دا چى هلته د سختدريځو ملاتړ وكړي .
دا طبيعي خبره ده چى نن ټول افغانان د سعودي عربستان وساطت وغواړي , ځكه چى افغانان بهرنيان نه مني او سعودي عربستان لره په اسلامي نړۍ كى يو ځانګړي منزلت دي , اوپه سياسي ډګر كي يو ريښتينوالي لري , چى افغانانو ته امكانات برابرولي شي تر څوله ښاغلي كرزي سره خبري وكړي , خو هغه څه چى موږ ته داهميت وړ دي هغه دا چى بايد سعودي عربستان ځير وي تر څو بيا په افغانستان كى ښكيل نشي , خصوصاً دا چى لوديځ او امريكا د11ستمبر د پيښو نه وروسته رياض تر نيوكه لاندي نيولي , اوداسي پرتله كيږي چى ګواكي لوديځ لدي وړاندي په افغانستان كى هيڅ ډول مداخله اورول ندرلود , هغه څه موږ ورڅخه ډاريږو هغه دا چى تاريخ يوځل بيا تكرار شي , سره لدي چى بل ډول پايلى ولري .