د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا دطالب نه دفاع د توجیه وړده؟

محب الله زهیر 04.02.2010 18:17

زمونږ په تنظیم ځپلی اوطالب ځپلی ټولنه کی متاسفانه دا کومه عجیبه خبره نه ده چی زمونږځینی تعلیم یافته او دقلم خاوندان دی هم د دی ډلو څخه د دفاع په سنگر کی ودریږی . یوه خوا دې دجهادیانو دغوبل په وړاندی طالب دبدیل په توگه وړاندی کړی او جهادی ډلی دې د معتدل اسلام په نوم د طالب پر کړنو نیوکی وکړی خو هغه څه چی د لمر په شان ښکاره دی هغه دا دی چی د افغانستان د خلکو لپاره دا دواړه کتگوری محکوم دی .دغسی یو ښاغلی د یوسف هڅاند په نوم هم دطالبانو تر څنگ دریدلی او هڅه یی کړیده چی د جهادی تنظیمونودجنایتونو په یادلو سره دطالبانو پر جنایاتو پرده واچوی . زه به دا ووایم چی په تیرو دیرش کلونو کی چی د دین ټیکه دارانو د دین په نوم کوم ظلم پر افغان ولس کړیدی داسی مثال به کم پیداشی چی دیوی ټولنی خلک دی پر خپلو خلکو داسی ظلمونه وکړی او هغه بد رنګه څیره چی د مسلمان او اسلام څخه یی دنیا ته وړاندی کړیده په هغی باندی هم هر مهذب انسان شرمیږی .

دلته دزیات تفصیل څخه تیریږم او یوازی د دغه ښاغلی څو پوښتنو ته ځواب وایم : لومړی د آزادی دجنگ په هکله چی یی پوښتنه کړیده نو دا به ووایم چی په افغانستان کی جنګ د آي. اس .آی د ګټو او طالبان د دغو ګټو دلاسته راوړلو او ورسره د القاعده د پیش مرګیانوپه توګه استعمالیږی او دلته د یو منحط او دمنځنیو پیړیو استبدادی او بنسټ پال نظام د رامنځته کولو لپاره تر سره کیږی . دلته یو هیواد یا واضح امریکا نه ده چی ووایوافغانستان یی اشغال کړیدی که داسی وی نو دانور 42 هیوادونه هم دامریکا له خوا اشغال شویدی او د دوی عسکر یی هم د خپلو مستعمراتو د عسکرو په توگه دلته راوستی دی ؟ آیا نړیوالو ځواکونو چی په سودان ، سومالیا ،شرقی تیمور او دنړی په نورو سیمو کی ماموریتونه تر سره کړل یایی تر سره کوی دا د اشغال معنی ورکوی ؟ زه دیو افغان په حیث هیڅکله هم د دی طرفدار نه یم چی بهرنی ځواکونه دی زمونږ په هیواد کی همیشه شتون ولری خو د کومو گواښونو سره چی اوس زمونږ هیواد مخامخ دی دا ښکاره ده چی دپاکستان د پټ اشغال او دطالب او القاعده د واکمنی د تباه کوونکو پایلو د شنډلو په خاطر د دی ځواکونو شته والی د افغانستان لپاره په اوس وخت کی حیاتی ارزښت لری او هغه جگړه چی هڅاند صیب یی د آزادی جگړه بولی یوازی د همداسی یوی بد مرغی راتلونکی لپاره د لاری دهوارولو پرته بله پایله نلری . دغه ښاغلی د بهرنیوځواکونو د جنگی جنایتونوڅخه په تفصیل یادونه کړیده خو ایکاش دومره یی خپل ضمیر تر فشار لاندی نه وای راوستی او لږ تر لږه یی د طالبانو پر جنایتونو هم رڼا اچولی وای ځکه هغه بی گناه وگړی چی په دی جگړه کی قربانی کیږی یوازی همدا نه دی چی په وقفه یی توگه دبهرنیو ځواکونو له خوا شهیدان کیږی بلکی د بیگناه خلکو د وژلو کچه د طالبانو په بریدونو کی دافغانی اوبهرنیو ځواکونو څخه خورا زیاته ده . ارقام ښیی چی یوازی تیرکال تر 35 په سلو کی ملکی خلک د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کی او تر 65 په سلوکی د طالبانو په بمی او انتحاری بریدونوکی شهیدان شویدی. بله موضوع چی هڅاند صیب رابرسیره کړیده هغه داچی آیا بهرنی ځواکونه دافغانستان د امنیت او ښیگڼی لپاره راغلی دی ؟ دابه ومنو چی نړیوالو سره زمونږ دومره غم نشته لکه څومره چی خپل غم ورسره دی ځکه چی که دوی سره بشری خواخوږی وای نو د هڅاند صیب په خبره د جهادیانو د غوبل په وخت به یی افغانستان نه وای هیر کړی اویا چی کله طالبانو د افغانی نجونو پرمخ دښوونحی دروازی وتړلی اوانسانی کرامت ته په نه پاملرنی سره به یی ښحه او نر په عام محضرکی په کیبلونو وهل او غم او خوشحالی په خلکوکی معلومه نه وه او افغانان دافغانستان په نوم یو لوی زندان کی ایسار وو نو هغه وخت به راغلی وای خو چی کله د نیویارک تجارتی برجونه د القاعده له خوا ونړول شول نو زمونږ هیواد ته یی پام شو . او اوس که دوی خپلی گټی په سیمه کی لری نو زمونږ لپاره یی هم لږ ترلږه داګټّ ده چی د پاکستان او ایران د مداخلو مخه یی تر ډیره نیولی او په کار دی چی مونږ هم دهمدی موقع نه گټه واخلو اوتر څو چس دا ځواکونه داته شتون لری تر هغی مونږ هم ځان د دی جوګه کړو چی د خپل هیواد د دفاع مستقلانه وړتیا پیدا کړو.

دلته زه یوه ضروی یادونه بله هم کوم چی دطالبانو جگړه په دولت او حکومت کی د جنایتکارانو د موجودیت په هدف تعبیرول سم تعبیر نه دی . د کرزی د حکومت سره به ډیر افغانان مخالف وی او دایی حق دی خو دسیستم او نظام سره دښمنی بیا دټول ملت سره دښمنی ده . په افغانستان کی به هیڅ د سلیم عقل خاوند ونه وایی چی مونږ د ولسمشرد تاکلو لپاره د انتخاباتو سیستم نه غواړو ، څوک به ونه وایی چی مونږ انتخابی پارلمان نه غواړو یا مونږ دبیان آزادی نه غواړو او داسی نور . دا د دموکراسی اساسی بنسټونه دی خو داچی اوس جنایتکار افراد په پارلمان یا حکومت کی شتون لری دا باید داسی تعبیر نکړو چی د دی افرادو په خاطر ټول سیستم له منځه ولاړشی . دا دعقل او هوښیاری خبره نه ده بلکی باید هڅه وشی چی سیستم له داسی افرادو پاک شی او هغه د خلکو په ارادی پوری اړه لری چی کولای شی دخپلو رایو په واسطه غوره اونیک استازی وټاکی. دا چی له بده مرغه زمونږ ټولنه تر 85 په سلوکی بیسواده ټولنه ده او طالب رنگه خلک هم په همداسی ټولنه کی ښه وده کولای شی نو عجیبه نه ده چی مدنی ارزښتونواو بشری حقوقو ته به په سپکه سترکه کتل کیږی او استبدادی او دیکتاتوری تګلاره به دحاکمانو لپاره دیوی منطقی او معقولی تګلاری په توګه غوره ښکاری . خو د دی هر څه سره سره لازیاته دخواشینی خبره خو داده چی زمونږ د ټولنی پوهنتون پاس چی دطالب له خوا دکیبل په واسطه ډبول ځانته عیب نه گڼی نو بیا په زوره ورباندی د ږیری یا لکی پریښودل به ځانته څه عیب وگڼی .