هانګ کانګ له افغانستان څخه وګټله. د هانګ کانګ ۱۹ ټيټ لوبډلې افغان ۱۹ ټيټ لوبډلې ته ماته ورکړه
25.01.2010 10:10د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن هانګ کانګ د افغانستان لوبډلې ته ماته ورکړه. هانګ کانګ په ۴ ويکټو وګټله.
پچه افغانستان وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. د باران له کبله لوبه له ۵۰ اورونو څخه ۳۲ اورونو ته کمه کړای شوه. افغان لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۳۲ اورونو کې ۱۵۱ منډې وکړې. هانګ کانګ یې په ځواب کې په ۳۰ اورونو کې هدف پوره کړ او ۱۵۳ منډې یې وکړې.
افغانستان د نړيوال جام له لومړي پړاو څخه دويم ته بريالی نه شو خو دا لوبې د ۹م، ۱۰، ۱۱م، او ۱۲م مقام معلومولو په موخه کوي. داسې ښکاري چې افغانستان به اوس یوه بله لوبه د ۱۱م او ۱۲م مقام د معلومولو په موخه کوي.