د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د پرمختګ لپاره ځينې سپارښتنې

جوادالله شیرزی 22.01.2010 15:26

ټلو د کرکټ مینه والوته په ښکاره ډول معلومه ده چی دکرکټ لوبه په افغانستان کی دطالبانوله دوری څخه راپیل اوتراوسه پوری دوام لري، که څه هم افغانستان په کرکټ لوبه کی پوره تاریخ نه لري خوبیا هم افغان لوبډلی غالباُ ۳ یا ۴ کاله به کیږي چی په نړیواله کچه یی نوم ځلیدلی.

دهیوادکمزوری اقتصاد زمونږپه لوبډله باندی ډیره بده اغیزه کړی ده، له بله پلوه د اداري ضعف اودلوړپوړچارواکونه پاملرنی هم لوبډله دمشکلاتوسره مخامخ کړی ده، زماپه اندکه چیری زمونږلوبغاړي او ددوی استعدادونه له نورو هیوادونو لکه: متحده عرب امارات، کویټ، هانکانګ، اوداسی نوروسره وای نوزه باوری یم چی همدی لوبډلو به اوس دسترولوبډلو لکه: اسټرالیا، هندوستان، سویلی افریقا، پاکستان اوداسی نورو سره په قطارکی ځای درلود.

له بدمرغه مونږپه هیوادکی دلوبولپاره لوبغالي نه لرو سره ددومره لاسته راوړنوچی زمونږلوبډلو اولوبغاړو کړی دي بیاهم چارواکي ځان نه خوروي، لوبغاړوته پاملرنه نه کوي لوبغاړي په خپل لګښت پاکستان اویا هند ته دتمرینونو لپاره ځی چارواکي یی قصه کې نه دي.

تاسوباور وکړۍ یوه ورځ په کابل کی «په نه حساب» لوبغالی ته چی دکابل ننداروڅنګ ته پروت دی روان وم، هلته دکاناډا دسیالیولپاره تمرینی یادلوبغاړودغوراوي سیالۍ په لاره اچول شوی وی، چمن حظوری کی په لاره روان وم چی له ما څخه تقریباُ ۱۵۰ متر مخکی د هغی وخت د۱۹ کلنو لوبډلی کپتان شیرمحمد شیرزی روان وو دی هم په پښوروان ووچپلکی یی په پښو وی نو زړه ته می ډیر افسوس راغی له ځانه سره می وویل ګوره دا زمونږدځوانانو دلوبډلی کپتان دي.

 همدارنګه دملی لوبډلی کوم لوبغاړی چی دی لوبغالي ته راځی نویاپه پښوراځی اویاهم په خپل لګښت ټکسی راځی دانه چی بل چا راته ویلی وی دا ماپه خپلوسترګولیدلی دي.

نوله افغان دولت خصوصاُدکرکټ بورډ له لوړپوړچارواکو څخه داغوښتنه کوو چی په هیوادکی سترلوبغالي جوړکړي، خپلولوبغاړوته له هره پلوه پاملرنه وکړي، دځان لپاره ګټی پریږدي او دملی ګټوپه هڅه کی شي، دلوبغاړو غوره کولولپاره یوځانګړی کمیټه دباتجربه خلکوڅخه جوړه کړي ترڅودمستحقولوبغاړوحق ضایع نه شي، اوپه هیواد کی کورنی (ډومیسټیک) کرکټ پیاوړی او دوامداره کړي چی له دی سره لوبغاړي تکړه کیږي او هم نوي لوبغاړي او نوي استعدادونه راپیداکیږي ترڅودهغو پنځوخاینو لوبغاړوچی په کاناډا کی تیرکال پټ شول ځای بیرته په سمه توګه ډک کړل شي.

لکه څوورځی مخکی چی دهیواد په ختیځ ولایت ننګرهارکی د ۲۲ ولایتونو ترمنځ سیالۍ په لاره اچول شوی وی باید ددی لړۍ نوری کړۍ هم زیاتی او ورته دوام ورکړل شي.

دګران هیواد افغانستان دابادۍ اوسرلوړۍ په هیله.