د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوست : دولايتي شورا نوماندان څارنوالۍ ته عارض شول

فاروق جان منګل 20.01.2010 16:32

دخوست ولايتي شورا ته ۱۱ تنه نوماندان ،چې دانتخاباتو دکميسيون لخوا ناکام اعلان شوي ،دمسوولوارګانونولخوا په انتخاباتو کې دترسره شويودرغليودنه څيړنې له امله دخوست څارنوالۍ ته عارض شول .
نوموړو کانديدانو په عرض پاڼه کې هغه ټول موارد په مستنده بڼه درج کړي ول ،چې دوی يې په رياستي اوولايتي شوراته په ټاکنو کې ښکاره درغلي بولي.
نوموړو کانديدانو،چې درسنيوخبريالانويوې ډلې ته معلومات ورکول يوتن دقمرخان کامران په نوم ،چې ولايتي شوراته نوماند کانديد وو، وويل :(( په هغو سيموکې چې بايد ټاکنې نه وای شوې ،متاسفانه ترسره شوې اويوه ورځ وروسته رسنيو داخبره رابرسيره کړه ،چې داسد د ۲۹ مې په ټاکنوکې په پراخه کچه درغلی شوې دي.))
موږهم سمدلاسه خپل ډله ييزاعتراض ليک فيفا، يوناما اودانتخاباتو دشکاياتوکميسيون ته وسپاره ،چې په تاسف سره ترنن ورځې زموږشکايتونه بررسي نه شول.
موږديادشوي شکايت په تعقيب پېنځه ديرش نور شکايتونه نوموړي کميسيون ته وسپارل ، خو پايله يې معلومه نشوه ،چې بلاخره دانتخاباتو کميسيون يوه ډله نوماندان دبرياليوکسانوپه نوم رسنيواوحکومتي چارواکيوته ورمعرفي کړل.
موږناچاره شو ترڅومرافعه څارنوالۍ ته عارض شو،ترڅونوموړی باصلاحيته عدلي ارګان په خوست کې دانتخاباتو د کميسيون له مشر څخه قانوني پوښتنې وکړي اوپه اړه يې دنوماندانواعتراضونواوپوښتونوته ځواب ووايي، له هغې پرته ورسره قانوني چلندوشي.
ديادې ډلې يوبل تن ،انجينربادشاه سبحان وويل ،چې دوی دواک اومقام وږي ندي ،بلکې يوازې داغواړي هغه کسان ولايتي شورا اوهمداشان په راتلونکو انتخاباتو کې پارلمان ته لارومومي،چې دوولس رايه له ځانه سره ولري ،نه هغه څوک چې ديوې کوټې په کونج کې دغلاشويورايوله لارې بريالی شوی وي.
ده ،غوښتنه وکړه ،چې دولسي جرګې انتخابات دې دامنيت دټيکاو اوشرايطودسميدوترمهاله وځنډول شي اونوموړي انتخابات دې دنړيوالوڅارنکو ترنظارت لاندې ترسره شي،څو تريوې کچې ددرغليومخه ونيول شي.
بادشاه سبحان وړاندې وويل ،چې دانتخاباتو اوسني ځينې کارتونه په پاکستان کې په يوه ،يوه روپۍ چاپيږي اولدې لارې دښه اوبااعتماده کانديد مخه نيول کيږي .
داعتراض کوونکيوکانديدانوله ډلې څخه اميرزي يادونه وکړه ،چې په صبريو ولسوالۍ کې دمازديګرترپېنځو بجويوازې يوکس رايه کارولې وه ،خو سباورځ معلومه شوه ،چې صندقونه ته ۱۶۶۶۴ رايې اچول شوي دي.
دده په خبره ځکه يې دانتخاباتو د ولايتي دفترپه مشر عريضه وکړه ،چې يادې ددرغليو ډکې رايې تائيدکړې اوکچيرې نوموړی دسپيرې ،دوه منده ،قلندر،موسی خيلو،صبريو،عليشيرو،باک اومرکز په ليرو سيموکې دانتخاباتو حتی يوعکس اويايوه دقيقه مستند فلم ولري دخوست خلکو ته دې ښکاره کړي.
اميرزي وړاندې وويل ،چې هغه لږشمير رايې هم ورکې شوې ،چې په لوموړی ورځ يې پدې تقلبي صندقونوکې درلودې.
ناکامونوماندانوګوت څنډنه وکړه ،چې په هيڅ قيمت به ددې مسلې دکره څيړنې ترمهاله چوپ اوبې تفاوته پاتې نشي.
دوی ،چې د خوست په ټولنيزمرکز کې سره راغونډ شوي ول، دخپلو روا غوښتنوپه انعکاس کې يې له سيمه ييزو ،ملي اونړيوالورسنيوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه .
دخوست درسنيوکور