د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د SAG لوبو ته لوبډله جوړه شوې ده. ايمل شينواری

خبري - څانګه 17.01.2010 18:20

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواری وايي چې د سويلي اسيا لوبو (South Asian Games) ته یې د کرکټ لوبډله تياره کړې ده او کوښښ کوي چې په وخت یې د بنګلادېش پلازمېنې ډاکا ته ولېږي.

ايمل شينواري چې له نيوزيلانډ څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه غږېده وويل چې لوبډله یې د دې مياشتې په سر کې په جلال اباد کې د ۲۳ ولاياتو ترمنځ شوې سياليو کې په پايله کې له غوره لوبغاړو غوره کړې ده.

نوموړی وايي چې د افغانستان المپيک ورڅخه د کرکټ د لوبډلې د تيارولو غوښتنه وکړه او په جلال اباد کې د کرکټ د بورډ په استازيتوب ډاکتر نور محمد چې د جلال اباد سيالي څارلې وه د ۲۱ کال کم لوبغاړي غوره کړل. د SAG په سياليو کې يواځې د ۲۱ کاله کم عمر لوبغاړي برخه اخيستی شي.

شينواری وايي چې د افغانستان المپيک د دې لوبو لپاره د لوبډلې د لېږلو ټول مصرف د کرکټ د بورډ په غاړه اچولی دی. دا چې د کرکټ بورډ د تېرکال بوديجه د دې لپاره کافي نه وه چې بنګلادېش ته دې پرې لوبډله ولېږل شي نو د ۲۰۱۰ کال له بوديجې بايد ګټه پورته کړي.

د کرکټ بورډ لا د ۲۰۱۰ ز کال بوديجې ته په تمه دی.

ايمل شينواری چې دا مهال د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې سره په نيوزيلانډ کې دی زياته کړه چې د کرکټ بورډ استازي ډاکتر نور محمد د یو شرکت سره هم خبرې پيل کړي دي چې بنګلادېش ته د لوبغاړو مصرفونه سپانسر کړي. شرکت ورسره سپانسرشپ منلی او شينواری وايي چې ډېر زره به ورسره تړون لاسليک کړي. نوموړی وايي که دا شرکت یې بنګلادېش ته تګ د ټيکټونو او بنګلادېش کې د نورو مصرفونو لپاره پيسې ورکړي نو لوبډله به په وخت د SAG لوبو ته ولاړه شي.

د يادونې ده چې دا لوبې په تلويزيون ښودل کېږي او افغاني تلويزيونونو هوډ کړی چې دا لوبې به په افغانستان کې افغانانو ته په ژوندۍ بڼه ښايي. که هر شرکت لوبډله سپانسر کړي نو ستر نوم به وکړي او د افغانستان ګوټ ګوټ کې به یې خلک وپېژني او د دې کار درنښت به یې وکړي.

د بنګلادېش ATN Bangla تلويزيون د کرکټ لوبو د خپرولو حقوق اخيستي دي او لوبې به د همدې تلويزيون له لارې خپرېږي. 

د افغانستان پچه په B ګروپ کې ختلې ده. په دې ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نيپال هم شامل دي.

په A ګروپ کې به سريلانکا، بنګلادېش او نيپال لوبه کوي. داسې پتيل شوې وه چې د بوتان د کرکټ لوبډله به په A ګروپ کې برخه اخلي خو لا روښانه نه ده چې بوتان به دې لوبو ته د کرکټ لوبډله ولېږي او که نه.

د SAG لوبې د جنوري په ۲۸ مه نېټه پيل کېږي او د فروري تر لسمه به دوام کوي.