د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او انګلستان لوبه بېګا ته ترسره کېږي.

خبري - څانګه 17.01.2010 15:42

د افغانستان او هندوستان د ۱۹ ټيټ لوبډلې بېګا ته د شپې د کابل په وخت دوه بجې لوبه کوي. دا لوبه د ۱۹ ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره کېږي. په دې سياليو کې دا د افغانستان دويمه لوبه ده. لومړۍ لوبه یې د هندوستان سره وه چې د هندوستان په ګټه تمامه شوې وه.

دا لوبه لکه د تېرې لوبې په شان په تلويزيون نه ښودل کېږي خو ټول افغان به یې د کرکټ په ځانګړې څانګه کې شېبه په شېبه احوال خپروي.

د افغانستان د لوبډلې د بري لپاره دعا کوﺉ. د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک - چې دا مهال د ملي لوبډلې سره په سريلانکا کې د تمرين کيمپ کوي - ټول افغان ته ويلي دي چې پرون یې په نيوزيلانډ کې د ۱۹ ټيټ لوبډلې ادارې کسانو سره د انګلستان د لوبې لپاره په پلان خبرې کړي دي او دا ځل به انګلستان سره به بل ډول پلان لوبه کوي.

د کرکټ د بورډ د مشر دوه مرستيالان هر یو شهزاده مسعود او الله داد نوري هم د لوبډلې سره په نيوزيلانډ کې دي او پرون یې د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې لوبډله د انګلستان لوبې ته تياری نيسي او خواري یې تېزه کړې ده.

تاسو کولای شﺉ چې په دې لوبه بېګا ته تبصرې هم وکړﺉ.

افغانستان زنده باد

تر اوسه پورې د لوبډلو د نمرو جدول په لاندې ډول دی:

Group A

لوبډلهکړې لوبېګټلېبايللېمساويبې نتيجېنمرېد منډو اوسط
هندوستان 2 2 0 0 0 4 +2.346
انګلستان 1 1 0 0 0 2 +2.466
هانک کانګ 2 0 2 0 0 0 -2.243
افغانستان 1 0 1 0 0 0 -2.456

Group B

TeamsMatWonLostTiedN/RPtsNet RR
Aust U19 2 2 0 0 0 4 +3.170
S Africa U19 1 1 0 0 0 2 +0.718
USA U19 1 0 1 0 0 0 -2.160
Ireland U19 2 0 2 0 0 0 -2.464

Group C

TeamsMatWonLostTiedN/RPtsNet RR
NZ U19 1 1 0 0 0 2 +4.223
S Lanka U19 1 1 0 0 0 2 +1.578
Canada U19 2 1 1 0 0 2 -1.351
Zim U19 2 0 2 0 0 0 -0.671

Group D

TeamsMatWonLostTiedN/RPtsNet RR
B'desh U19 2 1 1 0 0 2 +1.112
Pakistan U19 1 1 0 0 0 2 +0.800
W Indies U19 2 1 1 0 0 2 -0.390
PNG U19 1 0 1 0 0 0 -2.864