د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام د طالبانو لپاره د قدرت وسیله

محب الله زهیر 16.01.2010 17:39

ما پخپله یوی مخکینی لیکنه کی د طالبانو د جگړی د لاملونو او داچی آیا دا جگړه په حقه ده که نه ؟ ځینی مسایل څیړلی وو . زما دهغی لیکنی په وړاندی د میوند سادات په نوم کوم هیواد وال غبرگون ښودلی وو.دی ورور یو څه هڅه کړی وه خو د کوم منطقی ځواب په وړاندی کولو بریالی شوی نه وو . د هغه په لیکنه کی هم یوازی احساسات او عام شعارونه او اصطلاحات تر سترگوکیدل . په هغی لیکنه کی اسا سی ټکی چی په مجرد ډول مطرح شوی، په دی ډول وو " د طالبانو موخه د قدرت تر لاسه کول نه بلکی د افغانستان خپلواکی ، ترقی اودسوچه اسلامی نظام قایمول وو او دی " دغه راز لیکی چی " داسلام دین کامل اوشامل دین دی چی په خپله غیږه کی یی د بشر د ژوندانه ټولو چاروته ځای ورکړیدی . هغه که سیاسی دی، که اقتصادی ، فرهنگی که تخنیکی ..."

البته باید ووایم چی زما توقوع هم دانه وه چی زما محدوده لیکنه به زمونږ په سنتی مذهبی ټولنه کی هرچاته د منلو وړ وی . ستونزه داده چی زمونږ اکثریت خلک په عالمانه توگه دینداران نه دی بلکی د دوی دینداری عامیانه ده ، دا توپیر اکثر خلکوته گران دی چی پوه شی کوم مسایل په دین پوری اړه لری او کوم مسایل ذاتاً دینی مسایل نه دی بلکی غیر دینی مسایل دی چی پخپله د انسانانو تدبیر اوعمل پوری اړه لری . یوه موضوع هغه وخت دینی اړخ پیدا کوی چی دین د هغی لپاره کوم ځانگړی حکم ولری ، مثلاً د ین د دی لپاره نه دی راغلی چی مونږ ته ووایی وخوری او وڅکی یا مه خوری او مه څکی ځکه چی د دی لپاره اړتیا نشته چی خلکو ته داسی ووایی . د دین مداخله په دی چاروکی داده چی وایی وخوری اما فلان شی مه خوری ، وخوری اما په باطل ډول یی مه خوری . د دولت او حکومت په برخه کی هم موضوع همداسی ده. پخپله حکومت غیر دینی بنسټ دی ، په دی معنی چی مونږ نشو ویلای چی که دین نه وای نو حکومتونه به هم نه وای .مونږ که هر څومره د حکومت دڅرنگوالی په هکله دین ته مراجعه وکړو یوازی هغه څه چی دین مونږ ته وایی هغه دادی چی حاکم باید عادل وی ، نور داچی کوم ډول سیاسی سیستم ولرو ، شاهی وی ، شاهی مشروطه وی ، جمهوری وی یا دامارت اسلامی نوم پری ږدو ، څو وزارتونه ولرو او دهر وزارت کاری لایحه څه ډول وی او داسی نور ، داهر څه د یوی ټولنی دپوهانو او نخبه گانو پوری اړه لری . که چیری یوه ټولنه اسلامی وی او مونږ په دی خاطر چی د اسلام د دین پیروان یو ، د حکومت چاری د پوهو، متخصصو او نخبه کسانو پر ځای د دینی چارو کسانوته وسپارو ،دا به یوه ستره تیر وتنه وی ځکه چی دا کار به مونږ د ځینو ستونزو سره مخ کړی :

لومړی داچی که د اوسنیو پیچلو سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو ستونزو د حل لاره په دین کی ولټوو نو له یوی خوا لکه چی دمخه مو وویل دین د داسی دنیوی ستونزو لپاره یوازی ځینی احکام لری نه داچی دین کومه بر نامه یا کړنلاره ولری ، دین هغه وخت د یو موضوع په هکله حکم صادروی چی هغه موضوع منځته راشی . په دی معنی چی دین موضوع منځته نه راوړی بلکی د موضوع د راپیداکیدو وروسته حکم صادروی مثلاً دین دیوی فابریکی د جوړولو لپاره کومه کړنلاره نلری خو کله چی مونږ وغواړو فابریکه جوړه کړو نو د دین حکم دادی چی هڅه وکړی تر څو د فابریکی لپاره د بل چا ځمکه غصب نکړی او دهغی دکارکوونکو حقوق تر پښو لاندی نکړی . دغه راز که مونږ حکومت د آخرت لپاره غواړو نو حکومت یوازی داکولای شی چی مسلمانانوته دا زمینه برابره کړی چی هغوی په آزاده فضاکی او د دنیایی ستونزو دتشویش نه پرته خپل عبادات تر سره کړی چی هغه د خلکو د ژوند ښه والی دی چی دا د دولت اساسی مکلفیت دی.
دا دحکومت دنده نه ده چی دچا په غاړه کی ځنځیر واچوی او ووایی چی تا جنت ته بیایو .
بله دا چی که د سادات صیب خبره ووایو چی " دین هم سیاست دی، هم اقتصاد ، هم تخنیک ..." دا عقلانی خبره نه ده بلکی د دی خبری منشه یوازی د دین سره مینه اوعاطفه گڼلای شو .که چیری مونږ دین په دی چاروکی ورگډ کړونتیجه به یی داوی چی مونږ به بی ځایه یو اضافی بار چی دین یی د وړلو توان نلری ، د هغی پر اوږو بار کړی وی .دین هیڅکله دا ادعا نکوی او نه د دی لپاره راغلی دی چی مونږ ته د حکومت کولو چل او هنر وښایی . له بله پلوه به په دی کار سره مونږ قصداً یو مقدس اولطیف شی په نامقدسه چارو کی درقابت ډگر ته ور گډ کړی وی . دین په اقتصادی چارو کی هم ډیره لږه مرسته کولای شی ، د دین اقتصادی برخه عشر او زکات دی ( په دی کی هم فقهی چل ول ډیر دی ) خو آیا دحکومت چاری په عشر اوزکات سره پر مخ تلای شی ؟آیا دطالبانو "سوچه اسلامی نظام " په خپلی واکمنی کی د بودیجی د طرحی لپاره دینی کتابونو ته مراجعه کوله ؟ دغه راز پوښتنه داده چی په اوسنیو سیاسی ،اقتصادی ،تجارتی ،صنعتی او داسی نورو رقابتونوکی د دین ورگډولوته اړتیا څه ده ؟ بله داچی که دین په دی چارو کی پاتی راځی نو دا به بیا د دین په گټه وی که په تاوان ؟ که مونږ دین د دی چارو نه لیری ساتو آیا د دین قدسیت ته به مو گټه رسولی وی که تاوان ؟ ولی مونږ د دین نه داغوښتنه وکړو چی زمونږ ټولی دنیوی ستونزی دی هم حل کړی په داسی حال کی چی د دین اصلی هدف د دنیوی ستونزو حل نه بلکی دآخرت په هکله د معلوماتو ورکول دی .

په دی یو ویشتمه پیړی او دساینس او تکنالوژی په دور کی چی حیرانوونکی اختراعات هره ورځ رامنځته کیږی ، مونږ مسلمانان هم په دی ډگر کی کار ،زیار او حتی د نورو ټولنو سره سیالی ته اړتیا لرو .مونږ وینو چی په شلمه پیړی کی داساسی علومو په برخه ( فزیک ، کیمیا، فیزیولوژی، طب ) کی چی هرکال د نړی سترو پوهانوته د نوبل جایزه ورکول کیږی او د398 کسانو څخه چی دا جایزه یی گټلی ده ولی د (57) اسلامی هیوادونو څخه یوازی یومسلمان په 1979 کال کی هغه هم د دوه امریکایی فزیک پوهانو په مرسته دا جایزه گټلی ده،په نورو زرگونو اختراعاتو کی چی هر کال رامنځته کیږی ولی د یو مسلمان نوم نشو پیداکولای ؟په لږ فکر سره کولای شو دی پوښتنو ته ځواب پیداکړو . هو ! اوس هغه وخت نه دی چی ملا صیب خلکو ته ووایی چی " د دنیا څخه مخ واړوی تر څو خدای تاسی خپل دوست وگڼی "یا داچی " ای فقیرانو! که پوه شی چی خدای ته څومره قدر لری نو وبه غواړی چی ستاسی فقر نور هم زیات شی "یا " بهترین مومنان هغه دی چی قانع وی " بی تردیده چی دا ډول تبلیغات دنیایی چاروته د مسلمانانو د بی اعتنایی او په اقتصادی او تولیدی چارو کی د دوی دابتکار د قوی صلبول دی.

بله موضوع چی غواړم دلته پری بحث وکړم هغه د سادات صیب د دی خبری په هکله دی چی لیکی " دیهودیت ، نصرانیت او... پرخلاف زمانی او مکانی محدودیت نشته "
د ځواب نه دمخه دا یادونه ضروری گڼم چی ښایی د ځینو مسلمانانو لپاره د دین په هکله د آزاد بحث دهضم کولو ظرفیت په هغه کچه نه وی چی توقوع یی کیږی خوداباید په یاد ولرو چی تر ټولو غوره بحث همدا د دین په هکله بحث دی اوتر څو چی د دین په اصل ماهیت او مفهوم پوه نشو ښه مسلمان هم نشو گڼل کیدای .
په قرآن کریم کی ډیر شمیر داسی آیتونه شته چی هغه د یو خاص حالت او وضعیت په هکله نازل شویدی چی یوازی په هماغه زمانی اومکانی محدوده کی د استفادی وړ وو ، اما داسی احکام د وروستیو زمانولپاره همیشه والی او ابدیت نلری . مثلاً د مسلمانانو د غزاگانو په وخت کی چی ځینی آیتونه نازل شویدی یا مثلاً ځینی آیتونه چی د نبی علیه السلام او دهغه د بی بی گانو سره د چلند په هکله نازل شویدی . یا داسی آیتونه چی حتی مشخص د ځینو اشخاصو په هکله نازل شویدی مثلاً : کله چی د مسلمانانولښکری د روم په لور روانی شوی ، جد ابن قیس ویل چی ما روم ته د جنگ لپاره مه بیایی چی دهغه ځای ښځی ښایسته او پیمخی دی او مابه په فتنه کی واچوی چی بیا د "سوره التوبه 49 آیت نازل شو"همدا راز کله چی مسلمانانو مکه فتحه کړه نو دا آیت نازل شو :
(لایلف قریش الفهم ...) چی عمومی مفهوم یی دادی چی اهل د قریشو ته وویل شول چی تاسو د هر ډول جوع(قحطی) او خوف نه په امان کی یاستی . دلته آیا دا استدلال کولای شو چی اهل دقریش به تر قیامته په امان کی وی په داسی حال کی چی هلته نږدی ورسره اسرائیل پراته دی ؟ یا مثلاً کله چی مسلمانانو د بدر غزا وگټله نو روایت دی چی یو شی ( څادر یا توره)له غنیمت څخه ورکه شوی وه نوځینو مسلمانانو ویل چی هغه پیغمبر د ځا ن لپاره ساتلی ده چی بیادا آیت نازل شو: "ما کان لنبی ان ِیغل ومن یغلل یات بما غل یوم القیمة"سوره آل عمران –آیه 161
ترجمه ( او نه ښایی هیڅ نبی ته چی څه شی پټ کړی او هر څوک چی څه شی پټوی نورابه شی( دا ‍پټوونکی) په هغه سره چی ده پټ کړیدی په ورځ دقیامت کی ...)
دلته بیاهم دا استدلال کولای شوچی د حضرت محمد "ص" څخه وروسته بل پیغمبر نشته نودا پورتنی آیت هم د وروسته لپاره ابدیت نلری خاصتاً هغه برخه یی چی د پیغمبر (ص) په هکله ده.

دلته دپام وړ ده چی هغه مبارک آیتونه چی نن صبا یی طالبان او ځینی نور د خپلو مخالفینو د ټکولو لپاره استعمالوی ، باید لومړی دی ټکی ته پام واړول شی چی آیا د دی مبارکو آیتونو شان دنزول څه وو او په څه ډول حالاتو اوشرایطو کی نازل شویدی . د هغه وخت د کفارو اومشرکینو سره د مسلمانانو د چلند په هکله چی کومی قرآنی لارښوونی راغلی دی ، هغه داسی شرایط ووچی د مسلمانانو شمیر ډیر لږ وو ، د مسلمان په گاونډ کی د غیر مسلم کور وو او یوه کلکه عقیدتی مبارزه د نوو مسلمانانو او غیر مسلمو تر منځ روانه وه ، په هغه وخت کی د مسلمانانو ناسته ولاړه ، ټولنیزی اړیکی او نور روابط د غیر مسلمو سره د اندیښنی وړ وو ځکه چی داسلام دین خپل پوخوالی او قوام ته نه وو رسیدلی . نبی علیه السلام چی د مکی نه مدینی ته هجرت وکړ نو 300 مسلمانان ورسره ملگری وو چی دسترگو دکسی په څیر به یی د هغوی ساتنه کوله نوځکه د مسلمانا نواو مشرکینو ترمنځ د اړیکو د ساتلو او د هغوی سره د جگړو د تر سره کولو په هکله خاص قرآنی احکام شتون لری ولی دهغه احکامو څخه داستفادی ډول د 1400 کاله وروسته وضعیت سره باید په دقت او عقلانیت باندی بنا وی . د نن وخت شرایط او د هیوادونو تر منځ اړیکی او د بیلابیلوادیانو او مذاهبو تر منځ اړیکی د صدر اسلام د وخت سره ډیر توپیر موندلای دی . اوس په نړی کی د لسگونو او سلگونو په شمیر ادیان او مذهبونه شتون لری ،او نړیواله مفکوره داده چی "عیسی به دین خود موسی به دین خود"او دهیوادونو تر منځ اړیکی هم د ملی او نړیوالو قوانینو له مخی تر سره کیږی . مونږ مسلمانان هم نشو کولای د دی نړی نه بیل ژوند وکړو او ټول غیر مسلموته د دښمنی او کرکی په ستر گه وگورو په داسی حال کی چی مونږ دنوری نړی مرستو او فنی نوښتونوته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لرو . د نړی دهیوادونو تر منځ اړیکی اوس د دین پر بنیاد نه بلکی د یوی نړیوالی ټولنی د مسئولو غړو پر بنیاد ارزول کیږی .