کاناډا کې دکرکټ ۵ پټ شوو افغان لوبغاړوته!
15.01.2010 19:17زما په اند په نړۍ کی به یواځیني دا دوه هیوادونه افغانستان او یوګانډا وي چی لوبغاړي یی له رسمی لوبونه وروسته په هماغه هیواد کی پټیږي چیرته چی یی لوبه کړي وي. په کاناډا کی دکرکټ پنځو افغان پټو شولوبغاړوته:
۱. عزت اوشهرت ښه وو که دولت اوشرمندګي؛
۲. دمیلیونونو افغانانوخوشحالۍ ښی وی که مایوسۍ؛
۳. دخپلوهیوادوالودوعاګانی ښی وی که ښیراوی؛
۴. دخپل ځان هوساینه ښه وه که دهیوادنوم اوبیرغ لوړول؛
۵. هیواد ته په عزت سره راستنیدل ښه وو که دهیواد نوم شرمول؛
ای دکرکټ پنځو افغان لوبغاړو!
تاسوته وایم چی دټولوافغانانوهیلی اوامیدونه اول خدای پاک ته اوبیا تاسوځوانانوته وو چی دافغانستان نوم اوبیرغ په نړۍ کی روښانه کړۍ، چه له نیکمرغه داامیدونه موورپوره کړل خوهیوادته په نه راتګ مودټولوافغانانو هیلی دنړیوال جام لپاره له خاوروسره خاوری کړی چی دبیلګی په توګه به بیګاه درته درمعلومه شوی وي.
دلالااقا شیرزاد صاحب شعر رایاد شووکه خدای می غاړه نه بنده وی اوغلط نه وي چی وایی (دکاناډا ښایست به هیرشی درنه – راشه کونړ زمونږ لغمان وګوره ) ما پخپله دبل هیواد مسافری نه ده کړی خو په خپل هیوادکی راته معلومه شوی چی مسافری څومره سخته ده ، بل دا چی په نوروهیوادونو کی کارکول اسان کارنه دی په تیره بیا په لویدیځوهیوادونو کی ، لکه څرنګه چی مونږ له نوروخلکونه اوریدلی دي وایی په لویدیځو هیوادونوکی به یا په هوټل کی شاګردی کوی یا به باغوانی (مالیتوب) کوی یا به داسی کوم بل کارکوی چی ستا زړه یی نه منی، داځکه چی زمونږ دافغانانودومره په کافی اندازه زده کړی یا تعلیم نشته چی څوک ورته په دفتر، شرکت او یا کومی کمپنۍ کی کارورکړي.
نو!
تاسوبه هم دالوبه په تلویزون کتلی وي ډیری خنداګانی به موکړی وي کنه ځکه چی افغانستان وبایلله . دمیلیونونو افغانانو هیلی اوامیدونه موله خاورو سره خاوری کړل دخوشحالۍ په ځای موخفګان ورکړ ستاسوله لاسه داسی وشول که زه ښیراوی ونکړم زما زړه یی درته کوي همدارنګه ټول افغانان درواخله په دی میلیونونو کسانوکی خوبه دیوه کس ښیراوی خدای قبولی کړي.