د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشر کرزي په شمول مليونونو افغانانو بېګا د افغانستان او هندوستان لوبه په تلويزيون وليدله

خبري - څانګه 15.01.2010 11:32

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې بېګا شپه د افغانستان او هندوستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو لوبه چې د ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام په ترڅ کې ترسره شوه ولسمشر حامد کرزي هم دتلويزيون له لارې وليده.

همداراز په مليونونو افغانانو په هېواد کې اوله هېواده بهر د ESPN STAR، شمشاد تلويزيون، او په انترنت د ټول افغان په شمول د ويبسايټونو له لارې د لومړي ځل لپاره د افغانستان لوبه په ژوندۍ بڼه وليدله او وڅارله.

په افغانستان کې د شمشاد تلويزيون لوبه په ژوندي ډول وښودله او مليونونو افغانانو ته یې د کرکټ ژوندي انځورونه ورسول.د افغانستان اوکرکټ په تاريخ کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان د کرکټ لوبه په ژوندۍ بڼه په تلويزيون وښودل شوه.

په نيوزيلانډ کې د لوبډلې مدير سيد شاه امينزی وايي چې پرون یې برېښناليک پرانيست نو حيران شو چې د ولسمشر حامد کرزي برېښناليک  یې وليد چې په تلويزيون  یې د لوبډلې د لوبو د خپرېدو مهال ويش ترې غوښتی و.

ولسمشر کرزي په نيوزيلانډ کې لوبډلې ته په خپل پيغام کې ويلي و چې د شپې په ۳:۳۰ بجو به د لوبې د کتلو لپاره ويښ وي.

امينزی وايي چې سهار ټولو لوبغاړو د نايانو په دکانونو کې په ويښتو جوړولو  او ګيرو خريلو تېر کړ. ((ما ورته ويل چې لوبې ته ځﺉ او کوم فيشن شو ته)).

امينزي رسنيو ته ويلي دي چې په افغانستان کې ورځ په ورځ د کرکټ محبوبيت زياتېږي. امينزي ويلي دي که چېرته په کاناډا کې د افغانستان پنځه لوبغاړي نه وای پټ شوي نن به په نيوزيلانډ کې د افغان لوبډلې وضعيت ډېر بدل و.

افغانستان بېګا د هندوستان په مقابل کې ډېره ضعيفه لوبه وکړه. خو مليونونو افغانانو ته دا مهمه وه چې لوبغاړي او د افغانستان ابی او سور رنګې یونیوفورم په تلويزيون وګوري او دا ارمان یې پوره شو. خو که لوبغاړو تر دې ښه لوبه کړې وه لا به یې ډېر خوند ورکړی و.

ټول افغان ته یو افغان (عصمت الله) چې بېګا یې لوبه ليدلې وه وويل چې په دې وخت کې دا مهم و چې موږ خپله لوبډله په تلويزيون وليدله چې لوبه کوي او په ژوندي ډول یې لوبه په تلويزيون ښودل کېږي.

خو یو شمېر افغانان بيا د افغان لوبډلې له لوبې خوښ نه وو. د ټول افغان د کرکټ په څانګه کې د کرکټ یو مينه وال وايي چې د افغانستان د لوبډلې حال دومره بد و چې له خفګانه یې تلويزيون بند کړ. نوموړی وايي ((د تبصره کونکو خبرو ته مو پام نه و چې ويل یې افغان لوبغاړي بايد تمرين وکړي، د ويکټو منځ کې منډې کول یاد کړي!))

سره د دې چې د افغان لوبډلې لوبه زړه راښکونکي نه وه او له ورايه معلومېده چې بې تجربې ده او د هندوستان په شان د پياوړو لوبډلو په مقابل کې خورا کمزورې ده، څوک هم په دې تمه نه و چې افغان لوبډله به د هندوستان لوبډلې ته ماته ورکوي. دا به له انصافه لري وي که څوک په دې تمه و چې داسې لوبغاړي چې په هېواد کې د کرکټ یو لوبغالی هم نه لري، بايد د ۱۹ ټيټ نړيوال جام اتل (هندوستان) ته دې ماته ورکړي. د هندوستان د پياوړتيا د نوم له فشار برسېره افغان لوبغاړي  د تلويزيوني کيمرو فشار لاندې هم وو.

لکه د افغان لوبډلې مدير سيد شاه امينزی چې مني، په کاناډا کې د اقبال مالکي، ايمل وفا او هوتک په شان لوبغاړو پاتې کېدل افغان لوبډله کمزورې او د لوبډلې مورال یې خورا خراب کړی دی. دا درې لوبغاړي نه يواځې پياوړي وو بلکه په ډېرو نړيوالو لوبو کې یې لوبه کړې وه د فشار سره یې ښه مبارزه کولای شوه.

له بله پلوه د کرکټ په بورډ کې داسې هم ويل کېږي چې نړيوال جام ته د لوبډلې په غوره کولو کې واسطه کارول شوې ده. ويل کېږي چې لوبډله یوه غوره شوې وه او بيا وروسته په ليست کې نور کسان شامل کړای شول. 

خو د کرکټ بورډ مرستيال الله داد نوري موده مخکې ملي تلويزيون سره په مرکه کې دا خبره رد کړې وه چې ګنې لوبډله په واسطه جوړه شوې ده. نوموړي ويلي و چې د لوبډلې د غوره کولو لپاره پروسه شته دی او د هغې پروسې له لارې غوره کېږي.

د يادونې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوره کولو لپاره د غوراوي هيئت یا کميسيون او يا هم روښانه تګلاره نه لري. کله په یو ډول او کله په بل ډول لوبغاړي غوره کوي.

د ځينو په باور په افغانستان کې یو شمېر تکړه ځوان لوبغاړي شته دی چې که چېرته په ۱۹ ټيټ لوبډله کې شامل کړای شوي وای نو لوبډله به تر يوه بريده پياوړې وه. د کرکټ شنونکی او ليکوال کمال الدين رنځور وايي چې په دوی کې شبېر نوري، نجيب ځدراڼ، پامير حسيني، ساجد، عمران ستانکزی، او انور داسې لوبغاړي و چې په هغه دېرشو کسانو کې چې د دې لوبډلې د غوره کولو په موخه امتحان شوي وو هم شامل وو.

د لوبغاړو د غوره کولو په اړه یوه پوښتنه چې بې ځوابه پاتې ده دا ده چې دا څه ډول غوراوی دی چې د شبېر نوري، نجيب ځدراڼ، او پامير حسيني غوندې لوبغاړي د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې لپاره نه غوره کېږي، خو د ملي لوبډلې کيمپ لپاره بيا غوره کېږي. په بل عبارت، ايا دا هم د منلو ده چې دا لوبغاړي د ملي لوبډلې سره د لوبې کولو جوګه دي، خو په ۱۹ ټيټ لوبډله کې د لوبې کولو جوګه نه دي.

شبير نوري درې ورځې وړاندې په سريلانکا کې د یو سيمه ییزې لوبډلې خلاف ۹۶ منډې جوړې کړې او پامير حسيني هم ښه ځلېدلی دی.

د راتلونکې لپاره اسانه حل شايد دا وي چې افغان کرکټ بورډ د نړيوالو معيارونو او نمونو سره سم د غوراوي کميسيون جوړ کړي. د غوراوي په کميسيون کې هغه غړي چې د کورنۍ غړي یې په لوبډله کې د لوبې چانس لري  بايد دخپل خپلوان د غوره کولو حق د کميسيون پاتې غړو ته ورکړي او هر غړی بايد د هغه لوبغاړو په اړه چې خپلوان یې نه دي نظر وړاندې کړي.

د بېګانۍ لوبې په اړه تاج ملوک د ټول افغان د کرکټ په ځانګړې څانګه کې په یوه تبصره کې ويلي دي چې :((پچه ګټل ډېر زيات اهميت درلود. که هندوستان لومړی بيټنګ کړی وای، دوی به هم ګېر وو ځکه چې په پيچ باندې شنه واښه وو. بيازموږ د بالنګ په وخت پيچ بېخي سيده شو. بل انور لوبول په کار و، ښه فيلډر هم دی او  شل دېرش منډې به یې هم کړې وې. خو بيا هم  غټه خبره ده چې زموږ لوبغاړو نسبتا ښه لوبه وکړه.  لوبې لپاره هيڅ پلان نه و، ډېر بې ترتيبه یې هم بيټنګ ته راوويستل او بالنګ ته یې هم بايد د افتاب سره عزت کړی و ځکه چې د يامين سپيډ کم و. .. بايد موږ پرې دباو اچولی وای.))

د ولسمشر کرزي مشاور وزير او د کرکټ د بورډ مرستيال شهزاده مسعود چې دا مهال په نيوزيلانډ کې د لوبډلې سره دی وايي چې لوبډلې د هندوستان په مقابل کې ښه لوبه وکړه او دوی په دې هڅه کې دي چې افغانان په راتلونکي لوبو کې وځلېږي. نوموړی وايي چې سر له اوسه یې د هانګ کانګ او انګلستان د لوبو لپاره تياری پيل کړی دی.

الله داد نوري چې د کرکټ بورډ بل مرستيال دی اودا مهال د لوبډلې سره په نيوزيلانډ کې دی ټول افغان ته وويل چې په لوبډله او اداره کې پوره اتفاق دی او اوس ټوله توجه دې ته ده چې لوبډله په راتلونکو لوبو کې ښه لوبه وکړي. نوموړی وايي همدا وجه ده چې په نيوزيلانډ کې یې د لوبډلې د لا ښه روزنې لپاره یو بهرنی روزونکی هم ګمارلی دی.

نوري وايي چې د لوبډلې سره د افغان کرکټ بورډ اداري غړي چې نوموړی او مشاور وزير شهزاد مسعود په کې شامل دي د کرکټ د نړيوالې شورا په بلنه په نيوزيلانډ کې د افغان لوبډلې د ملاتړ او ستونزو د حل لپاره د لوبډلې سره مل دي.