د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او کينډي لوبه مساوي شوه

خبري - څانګه 14.01.2010 14:24

شهزاد په دې لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

نن په سريلانکا کې افغان لوبډلې د لوبې په دويمه ورځ د ۳۵۰ منډو جوړولو وروسته لوبه مساوي پای ته ورسوله. مخکې کينډي ۲۵۰ منډې کړې وې. په کار وه چې یو ځل بيا هم لوبډلو بله پاڼۍ کړې وه خو دا چې افغان لوبغاړو بېګاه ټوله ش په د ۱۹ کاله ټيټ افغان لوبډلې او هندوستان لوبه په تلويزيون ليدلې وه نو د مرستيال روزونکي تاج ملوک په وينا بې خوبه وو او د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې په کمزورې لوبې خفه وو.

نو ځکه یې بله پاڼۍ ونه کړه او د سريلانکا د کينډي لوبډلې سره په اتفاق یې لوبه مساوي پای ته ورسوله.

په دې لوبه کې محمد شهزاد محمدي ۷۱، نور علي ۶۹، کريم خان صادق ۶۷، او محمد نبي عيسی خېل ۶۷ منډې وکړې.

ــــــــــــــــــــــ
د تېرې ورځې حال:

د افغانستان کرکټ کيمپ د سريلانکا په کينډي ښار کې نن د ښار د لوبډلې سره درېمه لوبه پيل کړه.

لوبه دوه ورځنی ټيسټ دی او نن یې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

له سريلانکا څڅه د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې نن لومړی کينډي بيټنګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۸۳ اورونو کې په ۲۵۰ منډو وسوځېدل.

سميع الله شينواري ۵ کسان وسوځول او ۷۰ منډې یې ورکړې. په داسې حال کې چې محمد نبي عيسی خېل په ۸۲ منډو ورکولو یو لوبغاړی او شاهپور ځدراڼ په ۳۸ منډو ورکولو یو لوبغاړی وسوځول.

افغانستان هم نن بيټنګ پيل کړ او نن لوبه د افغانستان په ۳۰ منډو ودرېدله. سبا به بيا لوبه پيل کېږي. د افغانستان تر اوسه کومه ويکټه نه ده غورځېدلې. د افغانستان لوبه پيلونکي کريم خان صادق او نورعلي ځدراڼ دي. کريم خان تر اوسه ۲۰ او نور علي ۸ منډې کړي دي.

تر دې دمخه افغانستان د کينډي سره دوه لوبې کړي دي. یوه کينډي ګټلې او بله افغانستان ګټلې ده.

په سريلانکا کې د افغانستان دلوبډلې کيمپ په ۲۰ د جنوري پای مومي او د جنوري په ۲۱ یې د ايرلينډ سره څلور ورځنۍ لوبه پيل کېږي.

په سريلانکا کې دلوبو بشپړ مهال ويش

د لوبې انځورونه به وروسته په ليکه شي.