د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د SAG لوبو کې افغانستان په B ګروپ كې دی. د پاکستان، هندوستان او نيپال سره به په لومړي پړاو کې لوبه کوي.

خبري - څانګه 13.01.2010 13:37

رپوټونه وايي چې د سويلي آسيا په لوبو (South Asian Games) کې د کرکټ د لوبې لپاره لوبډلې په دوه ګروپونو ويشلي دي. د بنګلادېش ATN Bangla تلويزيون د کرکټ لوبو د خپرولو حقوق اخيستي دي او لوبې به د همدې تلويزيون له لارې خپرېږي.

د افغانستان پچه په B ګروپ کې ختلې ده. په دې ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نيپال هم شامل دي.

په A ګروپ کې به سريلانکا، بنګلادېش او نيپال لوبه کوي. داسې پتيل شوې وه چې د بوتان د کرکټ لوبډله به په A ګروپ کې برخه اخلي خو لا روښانه نه ده چې بوتان به دې لوبو ته د کرکټ لوبډله ولېږي او که نه.

د سويلي آسيا لوبې یا SAG لوبې شل اوريزي دي او د ۲۱ کالو کم عمر لوبغاړي په کې لوبه کولای شي. کرکټ د لومړي ځل لپاره د SAG په لوبو کې شامل کړای شوی دی. د سويلي اسيا په لوبو کې به ۲۲ نور ډول لوبې هم ترسره کېږي چې د افغانستان المپيک به ورته نورې لوبډلې چمتو کوي. د ATN Bangla رسېره به BanglaVision او BTV هم د دې سياليو لوبې ښايي خو د کرکټ ټولې لوبې به د ATN Bangla تلويزيون له لارې ښودل کېږي.

د کرکټ لوبې به د بنګلادېش په پلازمېنه ډاکا کې په Sher-e-Bangla National Cricket Stadium لوبغالي کې ترسره کېږي.

د SAG لوبې د جنوري په ۲۸ مه نېټه پيل کېږي او د فروري تر لسمه به دوام کوي. د سارګ په لوبو کې اته هېوادونه برخه اخلي.

د SAG لوبو لپاره افغان لوبډله

د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر مرستيال الله داد نوري مخکې ټول افغان ته ويلي و چې د دې لوبو په موخه د لوبډلې په جوړولو کار کوي. لا روښانه نه ده چې په دې لوبډله کې به څوک وي خو نوري ويلي و چې له ملي لوبډلې او ۱۹ ټيټ لوبډلې څخه یو شمېر پاتې لوبغاړي او د جلال اباد له سيالۍ څخه به یو شمېر لوبغاړي دې لوبو لپاره غوره کړي.

د دې لوبو لپاره پياوړي  افغان لوبډله په کار ده ځکه چې هندوستان، پاکستان، بنګلادېش او سريلانکا ورته پياوړي لوبډلې تيارې کړي دي  او د نېپال د SAG لوبډلې څو ورځې وړاندې خپلې ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه. معلومېږي چې هغه هم پياوړې لوبډله ده. د افغانستان ملي لوبډله او له ۱۹ ټېټه لوبډله دا مهال له هېواده بهر په سياليو کې مصروفي دي.

له بله پلوه د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی کبيرخان او مرستيال روزونکی تاج ملک عالم په سريلانکا کې د ملي لوبډلې سره مصروف وي. د SAG په لوبو کې ښو لوبغاړو او یو ښه روزونکي ته اړتيا ليدل کېږي که نه افغانستان به ونشي کړای چې پياوړو لوبډلو ته ماته ورکړي او د کرکټ برياوې ژوندۍ وساتي.

دا مهال شايد د افغان کرکټ بورډ ډېر وخت ونه لري چې یو ښه روزونکی پيدا کړي. د آسيا د کرکټ شورا ويبپاڼه وايي چې افغانستان د Level 1 درې رزونکي لري چې یو یې تاج ملک عالم دی چې دا مهال په سريلانکا کې د ملي لوبډلې په روزونه کې د روزونکي کبيرخان سره مرسته کوي. دوه نور د Level 1 روزونکی ولي امين او اسدالله دي چې تر دې مخکې د ملي لوبډلې سره د روزنې په برخه کې ډېره تجربه نه لري.

یو کار شونی دی چې افغان کرکټ بورډ په سريلانکا کې د ملي لوبډلې سره روزونکی کبيرخان پرېږدي او تاج ملک عالم چې د افغان لوبغاړو په روزولو کې ډېره تجربه لري روغواړي او د ۲۱ کالو ټيټ عمر لوبډلې سره یې بنګلادېش ته ولېږي.

په سريلانکا کې د ملي لوبډلې له تشکيل څخه یو شمېر لوبغاړي پاتې شوي دي چې ۳ لوبغاړي په کې له ۲۱ کالو کم عمر لري او شوني ده چې د بنګلادېش دلوبو لپاره په لوبډله کې شامل کړای شي. پرون په یوه مرکه کې د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل هم د ټول افغان د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي و چې په سريلانکا کې د ملي لوبډلې له تشکيل څخه په پاتې شوو لوبغاړو کې درې داسې لوبغاړي شته چې عمرونه یې له ۲۱ کالو کم دي او د بنګلادېش په لوبو کې د برخې اخيستنې جوګه دي.

معلومات نشته دی چې د بنګلادېش د لوبو لپاره بايد څه وخت د لوبغاړو نومونه د SAG لوبو ادارې ته وسپارل شي. که د جنوري په ۱۹ وروسپارل شي نو د جنوري په ۱۹ او يا هم ۱۸ به معلومات وشي چې د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډله به نوره په نيوزيلانډ کې پاتې شي او که نه. که د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډله د نړيوال جام په لومړي پړاو کې ۲ لوبې ونه ګټي نو بيا نوره په نيوزيلانډ کې نه شي پاتې کېدلای او بېرته به هېواد ته ستنېږي او یو شمېر تکړه لوبغاړي یې کولای شي د بنګلادېش په لوبو کې برخه واخلي.

ستاسو څه نظر دی؟ لاندې یې وليکﺉ: