د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان له کينډي په ۲ منډو وګټله

خبري - څانګه 12.01.2010 09:39

په دې انځور کې له چپې خوا دويم کس شبير نوري د نن ورځې د لوبې اتل و. ۹۶ منډې یې وکړې.

د افغانستان د ملي لوبډلې د جوړولو په موخه په سريلانکا کې جوړ شوی کيمپ نن د کينډي د سيمې یوې سيمه یيزې لوبډلې  سره لوبه وکړه چې افغانستان په ۲ منډو وګټله.

افغانستان لومړی بيټنګ وکړ او په  د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۶۴ منډې وکړې.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه له سريلانکا څخه وويل چې  نوروز منګل ۵۶ او شبير نوري ۹۵ منډې وکړې.

کينډي چې لوبه پيل کړه نو امپايرانو د کينډي د بيټنګ په مهال پرېکړه وکړه چې اورونه او هدف کم کړي. هماغه و چې کينډي ته یې په ۳۲ اورونو کې ۲۲۰ منډې هدف وټاکه. کينډي په ۳۲ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې او په ۲ منډې یې افغانستان ته بايلوده.

په کينډي کې به د افغانستان تمرينونه د جنوري تر ۲۰ پورې دوام لري. د جنوري په ۲۱ نېټه به افغانستان د ايرلينډ خلاف څلور ورځنۍ لوبه کوي چې د جنوري په ۲۴ به پای مومي.