د قانون بېلابېل ډولونه
11.01.2010 22:09سرچینه: ویکیپیدیا
ژباړه: فضل قادر فضلي، د کابل پوهنتون زده کوونکی
د قانون بېلابېل ډولونه
قانون د قواعدو ټولګه ده چې د يو با صلاحيته ارګان له خوا نافذ شوى وي. سياست ، اقتصاد او ټولنه ددغو قواعدو پر بنسټ د بېلابېلو لارو څخه تنظيميږي او همدارنګه قانون د يو لومړني ټولنېز منځګړى په توګه د خلکو ترمنځ اړيکې څاري. حقوق او قانون د برابرې ، انصاف او عدالت په باب ډير ارزښتمند او پيچلي مسائل تر څيړنې لاندي نيسې. ارسطو د يونان فيلسوف د ميلاد نه ٣٥٠ کاله وړاندې ليکلى دي : " د قانون حاكميت له انفرادي حاکميت ځنې غوره دي "
قانوني سيسټيمونه حقوق او مسئوليتونه په بېلا بېلو بڼو روښانه کوي. د مدني حقوقو او کامن لا (Common Law) سيسټيمونو ترمنځ عمومي توپير دادي چې مدنې حقوق خپل قوانين تدوينوي حال دا چې د کامن لا په سيسټيم کې په يوه ځانګړي محکمه کې د قاضيانو په لاس جوړ شوى قوانين تطبيقيږي چې کيداي شي دا قوانين په نورو محکمو کې د تطبيق وړ نه وي. په حقوقي ، فلسفي ، اقتصادي او يا د ټولنپوهنى په تحليلونو کې قوانين د علمې څيړنو لپاره يوه ډيره بډايه سرچينه ده. په يوه ولسواکۍ کې د قانون ايجاد او تفسير مرکزي بنسټونه د دولت دري بنسټيز قواوي دي: د بي پري قضا، منتخب پارلمان او داسي اجرائيه اداره چې د حساب ورکولو وړتيا ولري. د قانون د نافذولو او وګړو ته دعامه خدماتو ورسولو لپاره په دولتي بيوروکراسۍ کې د اردو او پوليسو ونډه د پام وړ ده پداسي حال کې چې د دولت دغه بنسټيز ارګانونه د قانون پواسطه منځ ته راغلي او سره تړلي دي. ، د قانون خپلواکه کار پوهه اداره او مدني ټولني دقانون پرمختګ تر څارنې لاندي نيسي.
د تړون (قراردادونو) قانون (Contract Law): د بس د يو ټکټ څخه نيولې د سوداګري د ډيرو لويو او پيچلو اړيکو او راکړو ورکړو پورې د څارنې دنده پر غاړه لري.
د مالکيت قانون (Property Law): پدي قانون کې وګړو ته د ملکيتونو د انتقال په اړه حقوق او مسئوليتونه ور پيژندل کيږي.
د ټرسټ قانون ( Trust Law): د هغو شتمنيو لپاره چې په پانګه اچونه کې کارول کيږي، قوانين وړاندي کوي او مالي امنيت هم تر غور لاندي نيسي .
د ټورټ قانون ( Tort Law): که چېرې د يو کس حقوقو او ملکيت ته زيان ورسيږي، او دغه زيان جرم وګڼل شي، د ضرر د جبران لپاره قوانين وړاندي کيږي.
د جزا قانون ( Criminal Law): د مجرم د محاکمه کولو لپاره لارې چارې بيانوي.
اساسي قانون ( Constitutional Law): د قانون د جوړولو لپاره يوه سرچينه ، د بشري حقوقو د خوندي کولو او د خلکو د استازو د ټاکلو لپاره يو لارښود دي.
د ادارې قانون(Administrative Law ): د حکومتي ادارو پر پرېکړو د څارني قوانين وړاندي کوي.
نړيوال قانون (International Law ): د خپلواکو هيوادونو تر منځ اړيکې او راشه درشه تنظيموي چې پدې کې سوداګرې،د چاپيرال ساتنې په هکله قوانين ، نظامي خوځښتونه او داسې نور شامل دي.