د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سريلانکا کې د کرکټ ملي لوبډله تشکيل شوه.

خبري - څانګه 11.01.2010 20:51

ټول افغان ته په سريلانکا کې دملي لوبډلې اداري کسانو ويلي دي چې دراتلونو څو سياليو لپاره لوبډله تشکيل شوې ده. د ۲۲ لوبغاړو له جملې څخه ۱۴ په تشکيل کې نيول شوي دي او پاتې ۸ نور به بېرته هېواد ته ستېږي.

امکان لري چې ستنېدونکي لوبغاړي د سويلي آسيا د لوبو (South Asian Games) لپاره په لوبډله کې شامل کړای شي.

بله خوا د ملي لوبډلې لوبغاړی کريم صادق په تشکيل کې د کپتان له مرستيالۍ لرې کړای شوی دی او پر ځای یې نبي عيسی خېل د کپتان نوروز منګل مرستيال ټاکل شوی دی.

د ملي لوبډلې نوی جوړښت په لاندې ډول دی:

۱. نوروز منګل (کپتان) ۲. محمد نبي عيسی خېل  (مرستيال کپتان)
۳. کريم خان صادق ۴. ريس احمدزی
۵.حميد حسن ۶. دولت احمدزی
۷. شفيق الله شفق ۸. محمد شهزاد محمدي
۹. سميع الله شينواری ۱۰. عبيدالله کونړی
۱۱. ميرويس اشرف ۱۲. شاهپور ځدراڼ
۱۳. نور علي ځدراڼ ۱۴.  اصغر ستانکزی

پاتې اته لوبغاړي: هستي ګل، خالقداد نوري، پاچا حسين‌، رشيد ځدراڼ، عبيدالله مزاري، شبير نوري، پامير حسيني، او نجيب ځدران به بېرته هېواد ته ستنېږي.

ټول افغان ته ويل شوي دي چې نن په سريلانکا کې ((اها ددې)) وشوه ځکه چې د لوبډلې د تشکيل په اړه لوبغاړو ته معلومات نه و او تصادفي خبر شول. ويل کېږي چې د لوبډلې د ادارې یو غړي د هوټل د هرکلي په خونه کې د هوټل په کمپيوټر تشکيل کاپي کړی و او ترې هېر شوی و چې کوم لوبغاړي وروسته ليدلای و او نور لوبغاړي یې ترې خبر کړل.

د لوبډلې په نوي جوړښت یو شمېر هغه لوبغاړي چې نه دي غوره شوي خفه دي. له جوړښت څخه وروسته د دوی  خفګان طبيعي دی ځکه چې د افغانستان کرکټ بورډ تر دې مهاله د لوبغاړو دغوره کولو لپاره کومه روښانه تګلاره نه لري. کبير خان ټول افغان ټکی کام ته مخکې د آسيا د شل اوريزو سياليو په مهال د دې خبرې پخلی کړی و. هغه مهال کبيرخان ويلي و چې د کرکټ د بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال پخپله کبيرخان، سيدشاه امينزی، او الله داد نوري ټاکلي دي چې لوبغاړي غوره کړي. خو په سريلانکا کې الله داد نوري اوسيدشاه امينزی دواړه د رزونکي کبيرخان سره نه وو. الله داد نوري په افغانستان او سيد شاه امينزی په نيوزيلانډ کې دی.

د لوبډلې د تشکيل په اړه به هر ځلې خفګان او ناندرۍ تر هغې پورې وي تر څو چې د کرکټ بورډ په دې اړه خپله تګلاره روښانه نه کړي.

په نورو هېوادونو کې د لوبغاړو غوره کولو لپاره دوه ډول تګلارې پرمخ بيول کېږي:

۱. په انګلستان کې د لوبغاړو د غوره کولو په کميسيون کې روزونکی، کپتان او څلور مشر لوبغاړي شامل دي او لوبډله همدا کسان غوره کوي.

۲. په استراليا، هندوستان، او پاکستان کې په لږ توپير سره د غوراوي په کميسيون کې دوه selectors (غوره كونكي)، روزونکی او دبورډ دوه غړي شامل وي چې لوبډله غوره کوي.

د غوره کونکي کميسيون په پرېکړه څوک د نيوکې حق نه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ چې اوس اوس جوړ شوی دی او د پرمختګ نوي ګامونه اخلي بايد دې ټکي ته پام وکړي چې دا ستونزه په راتلونکي کې بيا راپورته نه شي.

ټول افغان ونه توانېد چې د روزونکي کبيرخان سره اړيکي ټينګي کړي او دلوبډلې د نوي جوړښت په اړه ترې پوښتنه وکړي. خو کوښښ کوي چې اړيکه ورسره ټينګه کړي او اند یې خپور کړي.

د ملي لوبډلې په نوي تشکيل کې د شاملو لوبغاړو انځورونه د کرکټ په ځانګړې پاڼه په لومړي مخ او يا هم د انځورونو په برخه کې ليدلای شﺉ.

د ملي لوبډلې په تشکيل کې ستاسو څه نظر دی؟ لاندې یې وليکﺉ:

(يادونه: ټول افغان مخکې په دې ليکنه کې د لوبغاړي کريم صادق څرګندونې خپرې کړې وې. هغه څرګندونې بېرته د نوموړي په غوښتنه لرې کړای شوې.)