د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دايمان شعبې

عصمت الله عزام 11.01.2010 19:52

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد
دايمان شعبې درته معلومي دي؟
عن ابې هريرة رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  الايمان بضع وسبعون شعبة فافضلهاقول لاله الا
الله وادناهااماطة الاذی عن الطريق والحياءشعبة من
الايمان (متفق عليه )
ترجمه :له ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي
رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :دايمان څواويا
څانګي دي ترټولولوړه څانګه ئې په زړه اوژبه ددي خبري
اقرارکول چي له الله تعالی پرته بلڅوک دعبادت وړندئ،اوترټولووړه څانګه ئې دلاري څخه دتکليف ورکوونکي شي لري کول دي اوحياءهم دايما ن څانګه ده
(بخارې اومسلم)
تشريح :په دي حديث شريف کي دايمان څانګي
څواويابلل شوې دي، خوپه بل روايت کي څوشپيته بلل
شوې دي.ددې احاديثو تطبيق داسي دی چي کله تفصيل شوی
چي هره يوه جلاشمارل شوې ده اوکله ئې بعضې په نورو
کي داخلې کړې دي ؛
په دې حديث کي درې شعبې دايمان بيان شوې دي چي يوه ئې
اعلی اولوړه ده چي هغه قول دلااله الاالله دی قول کله په معنی دوينا
اوکله په معنی داعتقادراځې دلته دواړې معنی مرادي دي
ځکه چي نه يوازې اعتقادکفايت کوي اونه يوازې وينا.
دېته شهادةُالتوحيدويل کيږي : چي دانسان داسې عقيده او
ويناوي چي دعبادت لائق اوحقداريوازي الله پاک دی،
اوبياددې مطابق عمل هم وکړي داسي  
چي هرقسم عبادات يوازي دالله جل جلاله لپاره کوي:
که هغه لمونځ وي ،که طواف،که نذراونيازاوکه
دُعااوحاجت غوښتل وي ؛نوپه دې سړي کي داشعبه دايمان
موجوده شوه دادايمان يوه شعبه ده ،شهادة الرساله بيله
شعبه ده ؛
بله شعبه ياڅانګه په دي حديث کي چي هغه ئې ترټولو
وړه ده ،هغه اماطة الاذی عن الطريق ده يعني له لاري
دهغه شيانولري کول چي هغه چاته تکليف رسوي لکه
ډبرې ،ازغي ،خښتي اوداسې نور...داکارکه څه هم
خلګوته ډيرمعمولي ښکاري ،له همدې امله عمل کوونکي
هم ورباندي کم دي ، دانس رضی الله عنه  څخه روايت دي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي : الله جل جلاله  له انسان څخه په دې  هم راضې کيږي چي يوه ګوله خوراک وکړي اوالحمدلله ووايې،يايوغړپ اوبه اوڅښي الحمدلله ووايې  (مسلم)
 له ابوهريره رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي: مايوسړی  وليدئ په
جنت کي ګرزيد لدې امله چي  هغه يوه داسي ونه له لاري ښکولې اولري کړي وه چي خلګوته به ئې تکليف ورکوئ (مسلم )
دبخاري اومسلم په يوه بل حديث کي دي چي يوسړی په  يوه لاره روان وو، دازغويوه ونه ئې وليده ،نوله لارې ئې لري کړه،الله پاک دده داعمل  قبول کړو
اوبخښنه ئې ورته وکړه
له ابوذررضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه  وسلم  فرمائلي: ماته زمادامت اعمال مخي ته کړل شول نومائې په ښواعمالوکي داهم وموندل چي له لاري دتکليف شی لري کړی وي،  اوپه
بدواعمالوکي مي داهم پيداکړل چي يوسړی په مسجدکي توک وکړي اوښخ ئې
نکړې (مسلم)
نوموږبايد
هيڅ ډول نيک عمل وړوکی ونه ګڼولکه څنګه چي په حديث شريف
کي راغلي:لاتحقرن من المعروف شيئا؛ هيڅ يوښه کارسپک مه ګڼه ځکه دالله تعالی رضامعلومه نه
ده چي په کوم عمل سره راضی کيږي.هيڅ دګناه کارته هم بايدسړی
په وړه ستګه  ونه ګوري لکه چي    په حديث کي   راغليدي چي
عائشې   رضی الله عنهاته    رسول الله صلی الله عليه وسلم
وفرمايل: چي اياک ومحقرات الذنوب  فان لهامن الله طلباً
چي ځان دوړوګناهونوڅخه  ساته ځکه چي ددي په هکله
الله رب العزت پوښتنه کوي ؛
په يوه حديث کي   راغلې دي چي ځانونه دوړوګناهونوڅخه
ساتی ځکه چي داوړې ګناوي کله  کله په انسان راجمع شې
دهلاکت سبب ئې ګرزي لکه يوقوم چي په يوه هوارميدان کي
بوټي راجمع کړي اوبيائې وسوځوي دارنګه داوړې ګناوي
په انسان راجمع  شې اوبیاانسان تباه کړې ؛
په دي حديث کي دايمان درې شعبې  چي يوه ېې  اعلی اوبله
ېې متوسطه اوبله ېې ادنی ده هغه نورې څواویایې په مختلفواحادیثوکي ذکرشوي دي ،اوپه دي خبره هيڅ دعقل
خاونداختلاف اوشک  نلري چي په دُنيااوآخرت کي فلاح اوکاميابی ته يوازې     هغه څوک رسيدلی شې چی هغه په ځان کي دايمان اوصاف راوستلې وي اوځان يې په ايمان پوه کړی اوشعبې يې په ځان کي راوستې وي نوهرچاته په کاردي چي په دي اړه ډيره هڅه وکړې چي دايمان شعبې زده اوعمل ورباندي
وکړې ترڅوځان په  دواړودُنياووکي  کاميابی ته ورسوي .نوله دي
امله موږ دلته دايمان ټولې هغه شعبې په لنډډول  ليکوچي کومې دمختلفواحاديثوڅخه علماؤ راايستلې دي الله تعالٰی دي موږ ته توفيق راکړې چي داپه خپل ژوندکي     په ځان عملې کړو:
نوپه چاکي چي داشعبې په بشپړه توګه   موجودي وي نوهغه به د
کامل ايمان څښتن وي اوپه چاکي چي څومره کمې وي نوهومره به يې ايمان کمزوری وي اوپه چاکي چي بالکل نوي  (العياذُبالله )نوهغه به دانتهايې درجې له ناپوهانوڅخه وي :
په الله تعالٰی باندي ايمان په داسې  عقيدي سره چي
هغه ددي عالم ساتونکی،پيداکوونکی،إلٰه اومعبوددی دالله تعالی سره په دې  کي هيڅ قسم شريک نشته،نه په پيداکولوکي اونه په پالني اوچلولوکي.
اوالله پاک  هرڅه اورې اوپه هرڅه خبردی دسينوپه خبروهم پوه دی نه په زمکه کي يوشی ترې پټيدی شي اونه په اسمانوکي؛
اوالله تعالی دکمال،عزت،جلال،جمال،اودلويې په صفاتوسره متصف د ی اوالله تعالی اسماء حسنی
ښائسته نومان لري اولوی لوی صفات لري، دالله پاک
صفات دچاسره ورته والی اومشابهت نلري لکه څنګه چي يې ذات دنوروذواتوسره مشابهت اوورته والی نلري اوموږدالله تعالی په ټولونومانواواوصافوايمان لرو
لکه څنګه چي الله تعالٰی دځان لپاره بيان کړې دي اوياهم نبي عليه السلام دالله په باره کي بيان کړې وي
په دي خبره ايمان لرل چي دامخلوقات ټول حوادث او
الله تعالٰی ته محتاج دي
په  ملائيکوايمان راوړل
په ټولواسماني کتابونوايمان راوړل
په دې خبره ايمان راوړل چي دخيراوشرتقديردالله لوري دی
داٰخرت په ورځ ايمان لرل،په قبرکي ددووملائيکوپه سوالونو،په حساب،ميزان،جنت اودوزخ باندي ايمان لرل
دالله تعالی سره ډيره مينه لرل
الحب في الله والبغض في الله دالله لپاره دچاسره مينه کول اودالله لپاره دچاسره بغض کول داسي چي هيڅ بل غرض ونلري بلکه  صرف دالله په وجه له چاسره مينه لرل.
۹درسول الله صلی الله عليه وسلم سره تربل هرچازياته مينه لرل.
۱۰درسول الله صلی الله عليه وسلم عزت اواحترام په زړه اوعمل کي کول.
۱۱په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندي درودويل دلمانځه دننه اودباندي
۱۲دنبې عليه السلام دسنتوطريقوتابعداري کول
۱۳ په عباداتوکي اخلاص کول
۱۴:له رياء اوښودني څخه ځان ژغورل.
۱۵:دمنافقت څخه ځان ژغورل که نفاق اعتقادي وي اوکه عملي وي
۱۶:توبه ايستل که له ګناه څخه وي که پرته له ګناه وي ځکه توبه
دايمان يوه څانګه ده نوپه هرحالت کي به مؤمن توبه ګاروي.
۱۷:دالله تعالی څخه دزړه ويره په داسي طريقه چي په ظاهراوباطن
دواړواثروکړي.
۱۸:له الله پاک څخه رجاء اواميدلرل
۱۹:هميښه دالله پاک شکرونه کول
۲۰:په وعدواوژمنووفاداري کول اودهغوپوره کول.
۲۱:په قضاء اوتقديرباندي راضي کيدل
&په هرکارکي په الله تعالٰی باندي توکل کول
&دالله تعالی په ټولومخلوقاتوباندي رحم کول
&دالله په وړاندي اودمخلوق په وړاندي عاجزې کول
&دمشرانوعزت اودرناوئ کول
&په کشرانوشفقت اومهرباني کول
&له تکبراولويي څخه ځان ساتل.
&حسداوبغض نه کول
&په  دُنيوي کارونوکي له غصې څخه ځان ساتل.
&په کلمۀ توحيدسره تلفظ کول
&دقراٰن کريم تلاوت کول
&دعلم زده کړه اوتعليم ورکول ځکه علم نوردی اوايمان هم نوردی دواړه سره لازم دي
&دُعاء کول مؤمن به دالله تعالی څخه دُعاګاني په خپلوحاجتونوکي غواړي
&دالله تعالی ذکرهروخت کي کول تردي چي په ذکرباندي ئې بايدهروخت
ژبه لنده وي
&دعبث کارونوڅخه ځان ژغورل
&پاکوالی هم ظاهرااوهم باطنا.
&دعورت پټول
&دلمانځه پابندي کول هم دفرض پابندي اوهم دنفلونوکول
&صدقې اوخيراتونه کول که فرضي وي اوکه نفلي وي
&دغلامانوازادول داازادول کله په داسي طريقي سره وي چي غلام وي
اوته ئې ازادکړې،که داسي چي څوک له  قرض څخه خلاص کړې
&سخاوت
&دميلمه پالنه اوعزت کول
&دروژونيول که فرضي  وي اوکه نفلي
&دحج کول
&عمره کول
&اعتکاف کول
&دبيت الله شريف طواف کول
&دليلة القدردشپې تلاش کول
&الفراربالدين  
&هجرت کول
&دنذرونوپوره کول
&دقسم په اړه فکر،له بې ځايه قسمونوځان ساتل    
&دکفاراتواداکول که هرډول کفاره وي.
&التعفف بالنکاح په نکاح سره ځان پاکدامنه کول:داسي چي ځان له ګناه اوبدنظرۍ څخه وژغوري.
&دعيال حقوق پوره کول اوداولادتربيت په صحيح ډول سره کول.
&دموراوپلارسره نيکي کول
&صلۀ رحمي کول
&دسردارتابعدارې کول اودغلامانوسره نيکي کول ځکه دمؤمن صفت دادی چي که سرداروي نوپه غلامانوبه مهرباني کوي اوکه غلام وي نودسردارتابعداري به کوي
&په هرکار کي له عدل اوانصاف څخه کاراخيستل.
&دمسلمانودجماعت اوډلي تابعدارې کول ،دهغوئ اتفاق بايدټوټې ټوټې نکړل شي  بلکه په ځائ ئې بايددلازيات ټينګښت لپاره هلي ځلي وکړل شي.
&داُولواالامرياچارواکوتابعداري کول چي کله  داسلام مطابق امرکوي.
&دخلګوپه مينځ کي اصلاح اوسوله کول چي کله ددوئ په مينځ کي اختلاف اوجګړه پيداشي
&امربالمعروف اونهی عن المنکرپه ښه کارامراوله بدوڅخه منع کول دخپل وس مطابق .
&دحدودوقيام اودالله په لارکي جهادکول
&دالله په لارکي پيره  کول.
&دامانت ساتنه اوپه وخت ئې اداکول.
&دګاونډي عزت اودرناوئ ،اوښه  ژوندون ورسره تيرول
&حُسن المعامله(هرکارپه سمه توګه سرته رسول،له درواغواودوکوڅخه ځان ژغورل.
&له اسراف څخه ځان ژغورل.
&دسلام ځواب ورکول
&دعاطس( دپرنجيدونکي) ځواب ورکول
&دجنازې پسي تلل،دمسلمان جنازه کول ځکه پدي سره الله پاک مسلمان ته يوقيراط ثواب ورکوي،ديادوني وړده چي دجنازې سره دتګ په وخت کي وروسته ورپسې روانيدل سنت دي.
&چاته ضرراوتکليف نه وررسول.
&شرم اوحياء
&چي دځان لپاره څه خوښوي هغه دبل مسلمان لپاره هم خوښول
&ښه اخلاق
داڅواوياشعبي دي چي په څومره اندازه په مسلمان کي موجودي وي هغومره به دکامل ايمان
خاوندوي،که په چاکي ټولي راغلي نوداکامل مؤمن دی که په چاکي بالکل نوي نوداپوره بدبخته دی
الله پاک دي موږټولوته توفيق راکړي چي داشعبې په ځان کي عملي کړو.
آمين يارب العالمي