د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کی د کرکټ د ودی او نور پرمختګ دپاره لارښونی (لومړی ټوک)

مشتاق رحیم 11.01.2010 19:48

د افغانستان کرکټ لوبډلی په تیرو څو کلونو او په ځانګړی توګه په تیرو دوو کلونو کی د خپلو بی ساري لاس ته راوړنو له کبله د کرکټ په نړۍ کی ځانته یو ځانګړی نوم ګټلی دی- د لوبډلی چټک پرمختګ نړیوالو ته وښودله چی افغانان یواځی په جنګ نه بلکی د ژوند په نورو برخو کی هم ځانګړی وړتیاوی لری- خو د پام وړ ده چی دغه ټولی لاس ته راوړنی او بریاوی د لوبغاړو د شخصی هڅو(چی انګریزی کی ورته Personal Brilliance وای) او وړتیاوو پر مټ د افغانستان پر برخه شوی- خواوږد مهاله او دوامداره پرمختګ ځانګړی سیستم او ددولت په کچه هڅو ته اړتیا لری.

دا چی د افغانستان د کرکټ چاری د اولمپک د کمیټی څخه بیلی او د کرکټ بورډ په چوکاټ کی راوستل شوی، یو ځانګړی پرمختګ وو- دی سره سره د لوبغاړو دپاره د میاشتنی معاش ټاکل هم د پام وړ ګام دی- خو دغه هر څه د کرکټ د لوبی اوږد مهال پرمختګ دپاره بسیا نه دی او یو لړ نورو بنسټیزو ګامونو ته اړتیا ده چی وبه کولی شی چی د افغانستان د کرکټ د راتلونکې د روښانه ساتلو تضمین وکړی- په دغه لړ کی یو څو وړاندیزونه په لاندی ډول دی چی که د کرکټ بورډ لخوا په پام کی ونیول شی نو هغه ورځ به لری نه وی چی مونږ د نړیوالو لوبډلو د سیالۍ شو:

د کورنی کرکټ سیستم منځته راوستل

کورنی کرکټ (Domestic Cricket) په هیواد کی د کرکټ د لوبی د ودی دپاره د ټولو نه اړین ګام دی- ددی دپاره اړینه ده چی د حوزو په کچه او که امکان ولری د ولایتونو په کچه سیمه ایزی لوبډلی جوړی کړی شی- ددغه لوبډلو دپاره دی بیا د دری ډوله کرکټ ټورنامینټونه (اوږد مهاله کرکټ یا څلور ورځنۍ لوبی، یو ورځنۍ لوبی او د شلو اوورونو لوبی) د هیواد د نومیالو په ویاړ لکه احمد شاه بابا کپ، امان الله خان لیګ او داسی نور جوړ شی- دا به نه یواځی د لوبی په وده کی یو ځانګړی رول ولوبوی بلکه لوبډلی ته به د بیلا بیلو سیمو څخه دوړتیاوو په رابرسیره کولو کی مرسته وکړی- دا به لوبغاړو ته هم د مسابقو دپاره د چمتوالی زمینه برابره کړی- دا اوس زمونږ لوبغاړی یواځی په خپلو کی تمرین کوی او د عملی مسابقو دپاره ځانګړی امکانات نه لری او که لری یی هم ډیر غیر منظمه دی.

د ښونځیو او پوهنتونونو په کچه د لوبی رواجول

د کورنی کرکټ تر څنګ، د ښونځیو او پوهنتونونو پر کچه د لوبو په ټولیزه توګه او د کرکټ په ځانګړی توګه رواجولو ته اړتیا ده- دا نه یواځی د زدکونکو او محصلینو دپاره د سالمې بوختیا زمینه برابروی بلکه په اوږد مهال کی د کرکټ دپاره د وړتیاوو رابرسیره کولو کی مرسته کوی- د کرکټ بورډ اداری ته په کار دی چی د ښونی او روزنی او د لوړو زدکړو وزارتونو سره په شریکه په دغه اړوند کار وکړی.

د لوبغالو جوړول   

د لوبغالو نه شتون د هیواد د ټولو ولایتونوګډه ستونزه ده- د همدی له کبله ځوان نسل د سالمو بوختیاوو دپاره امکانات نه لری اوغیر سالمی بوختیاوی لری- له بله پلوه، د کرکټ لوبغاړی نه شی کولی چی خپلی وړتیاوی د ورځنیو لوبو د ترسره کولو له لاره نوری هم پیاوړی کړی- اوس چی د کرکټ نړیواله ټولنه د افغانستان سره کلنۍ مرستی کوی، کرکټ بورډ ته په کار دی چی د لوبغالو د جوړولو په لړ کی هڅی وکړي.

لوبغاړو ته په ګاونډیو هیوادونو کی د روزنی امکانات برابرول

د افغانستان یو څو لوبغاړو تیر کال د پاکستان د کورنی کرکټ په مسابقو کی ګډون درلو چی دوی وکولی شول ځانګړی تجربی لاس ته راوړی- خو دغه لړی دوام و نه موند او وروسته بیا افغان لوبغاړو ونه شو کولی چی د ګاونډیو د امکاناتو څخه ګټه واخلی- کرکټ بورډ ته په کار دی چی د آسیا د کرکټ د اتحادیې له لاری د سریلنکا، پاکستان، هندوستان او بنګله دیش په کورني کرکټ د افغانستان د کرکټ لوبډلو ګډون دپاره هڅی وکړی- د مثال په ډول د ۱۹ کالو څخه ټیټ عمر لوبغاړی دی باید د هندوستان ددغه ډول ټیمونو کورنیو مسابقو کی د ګډون امکانات برابر شی.

هیله مند یم چی دغه څو لارښونی به زمونږ د واک په هلو ځلو کی بوخت د کرکټ بورډ چارواکو غوږنوته ورسیږی- خو که دوی یی اوری او که نه، د یو افغان په توګه او په ځانګړی ډول د کرکټ د لوبی یو مینه وال په توګه به زه د خپلو لارښونو لړۍ روانه ساتم.