نن شپه افغانستان او زيمبابوی لوبه کوي. لوبه د تمرين په موخه ده.
11.01.2010 20:02نن شپه (۱۲جنوري ) د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډله د زيمبابوی د لوبډلې سره خپله دويمه تمريني لوبه کوي. لوبه د تمرين په موخه کېږي او رسمي لوبې د جنوري په ۱۵پيل کېږي.
لوبه به د نيوزيلاڼد په وخت سهار لس نيمې بجې دکرايسټچرچ په سيمه کې چې د کابل په وخت بېګا ته ۲ بجې کېږي پيل کېږي.
د لوبې تفصيل د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه خپرېږي.
د تمرين لومړۍ لوبه ايرلينډ له افغانستان څخه په ۷ ويکټو ګټلې وه. د تمرين لوبې د افغانانو لپاره ځانګړی اهميت په دې لري چې معلومه به شي افغانان به د هندوستان او انګلستان غوندې پياوړو لوبډلو سره د مقابلې وړ وي او که څنګه ځکه چې دويم پړاو ته د بريالي کېدو لپاره افغانستان ته په کار دي چې له هندوستان، انګلستان او هانګ کانګ سره لوبه وکړي او لږ تر لږه دوه لوبډلو ته ماته ورکړي.
د ايرلينډ سره له لوبې داسې ښکاري چې په کاناډا کې د ۱۹ ټيټ لوبډلې پنځه تکړه لوبغاړو پټېدل دې لوبډلې ته ستر زيان رسولی او لوبډله ورسره ډېره کمزورې شوې ده. په هغه کسانو کې چې پټ شول د تکړه توپ وهونکي او اچونکي شامل و.
د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې په اړه بايد وويل شي چې نورالحق د لوبډلې کپتان غوره کړای شوی دی. پخوا به د لوبډلې کپتان شېرمحمد شېرزی و.