د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سريلانکا کينډي لوبډلې له افغانستان وګټله.

خبري - څانګه 11.01.2010 13:42

تاج ملوک په سريلانکا کې

 د کينډي سيمه ييزې لوبډلې نن دوشنبه د افغان لوبډلې څخه په ۳ ويکټو وګټله. دا خبره د لوبډلې روزونکي تاج ملوک له سريلانکا څخه د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وکړله.

 تاج ملوک وايي چې دا لوبه یې په سريلانکا کې د تمرين په مهال کړې ده.

 لومړی بيټنګ افغانستان وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۳ منډې وکړې. کينډي سيمه ييزې لوبډلې د ۷ ويکټو په غورځېدو هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

 په ننۍ لوبه کې هستي ګل ۴ ويکټې واخيستې.

 تاج ملوک وايي چې نن یې نوي لوبغاړي ولوبول او د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي یې ونه لوبول.