د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او ايرلينډ ۱۹ ټيټ لوبډلې نن شپه د تمرين په موخه مسابقه لري

خبري - څانګه 10.01.2010 17:45

د لوبډلو کپتاناند جام سره چې افغان کپتان شېر محمد شېرزی هم پکې ليدل کېږي.

نن شپه (۱۱ جنوري ) د افغانستان د ۱۹ کاله ټيټ لوبډله د ايرلينډ د لوبډلې سره لوبه کوي. لوبه د تمرين په موخه کېږي. رسمي لوبې د جنوري په ۱۵پيل کېږي.

لوبه به د نيوزيلاڼد په وخت سهار لس نيمې بجې چې د کابل په وخت بېګا ته ۲ کېږي پيل کېږي.

د افغانستان د تمرين دويمه لوبه به د کابل په وخت سبا د شپې په دوه بجو پيل کېږي چې د زيمبابوی سره ده.

د بېګانۍ لوبې تفصيل به د ټول افغان ټکی کام د کرکټ په نوې ځانګړې څانګه کې خپرېږي.

د تمرين دواړه لوبې د افغانانو لپاره ځانګړی اهميت په دې لري چې معلومه به شي افغانان به له ايرلينډ او زيمبابوی څخه پياوړو لوبو ته ماته ورکړای شي او که نه، ځکه چې دويم پړاو ته د بريالي کېدو لپاره افغانستان په کار دي چې له هندوستان، انګلستان او هانګ کانګ سره لوبه وکړي. د افغان لوبډلې پنځه نوي لوبغاړي په نړيوالو لوبو کې نه دي لوبېدلي او بېګانۍ او سبانۍ لوبه به یې استعداد وښايي.