د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټول افغان د کرکټ لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه

خبري - څانګه 10.01.2010 07:31

په هېواد کې د کرکټ د برياو په وياړ او د لا ښه پوښښ په موخه د ټول افغان ټکی کام ويبپاڼې د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه.

 په دې څانګه کې به د کرکټ تازه خبرونه، انځورونه، شننې او تبصرې خپرېږي. د ټول افغان ټکی کام ډېر لوستونکي د کرکټ مينه وال دي او دا پاڼه اوس د دوی د معلوماتو مهمه سرچينه ګرځېدلې ده.

 د ويبپاڼې درانه لوستونکي هم کولای شي دلته د کرکټ په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي او خپل معلومات له نورو لوستونکو سره شريک کړي. په همدې موخه په  دې څانګه کې د تبصرو لپاره یوه برخه ځانګړې شوې ده چې د ويبپاڼې لوستونکي کولای شي خپل اندونه په کې وليکي او نور لوستونکي یې ولولي.

ټول افغان لومړۍ افغاني ويبپاڼه ده چې د کرکټ لپاره ځانګړې څانګه پرانيزي. ټول افغان له لوستونکو هيله مند دی چې خپل اندونه او معلومات ورسره په دوامداره توګه شريک کړي. لوستونکي کولای شي خپلې ليکنې ټول افغان ته په articles@tolafghan.com پته ولېږي.

د کرکټ لوبه که څه هم په هېواد کې نسبتا نوې ده خو د هېواد ملي لوبډلې وکړای شول خپله پياوړتيا په کې په زبات ورسوي. افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې وکړای شول چې له پنځم ډويژن څخه لومړي ډويژن ته پرمختګ وکړي او د یوې ورځنيو لوبو امتياز لاس ته راوړي.

د کرکټ ملي لوبډله دا مهال په سريلانکا کې په تمرينونو بوخته ده او د ۱۹ کاله د ټيټ عمر لوبډله په نيوزيلانډ کې د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبغاړو په نړيوال جام کې برخه اخلي.

د ټول افغان ټکی کام د کرکټ ځانګړې څانګه په لومړي مخ کيڼې خوا ته پر ليکه شوې ده.