د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندهار د جلال اباد د سيالۍ اتل شو.

خبري - څانګه 09.01.2010 14:01

د تېرو څو ورځو راهيسې چې په جلال اباد کې د ۲۲ ولايتونو تر منځ کومې سيالۍ روانې وې، د کندهار ولايتې لوبډلې وګټلې.

د افغان کرکټ بورډ د مشر مرستيال الله داد نوري ټول افغان ته وویل چې په پايلوبه کې لغمان او کندهار لوبډلې ولوبېدلې او اتلولي کندهار لوبډلې خپله کړله.

د جلال اباد سيالي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ستره کورنۍ سيالي ده چې په افغانستان کې ترسره کېږي. تر دې دمخه هم سيالۍ ترسره شوې وې خو په کوچنۍ کچه وې. دا لومړی ځل دی چې په یوه سيالۍ کې ۲۲ ولايتونه لوبې کوي.

د افغانستان کورنی کرکټ لا تر اوسه معياري نه دی. همدا راز افغانستان لا تر اوسه معياري ليګ یا د کرکټ ټورنامنټونه نه لري.

د کرکټ نړیوالو ارګانونو او شنونکو تل دا اندېښنه ښودلې ده چې د افغانستان کورنی کرکټ پياوړی نه دی او دوی یې له جوړښت څخه سم خبر نه دي.  د افغانستان د کرکټ بورډ په دې کې تر اوسه پاتې راغلی دی چې نړيوال ارګانونه په دې قانع کړي چې افغانستان پياوړی کورنی کرکټ لري او يواځې په پاکستان کې په افغان مهاجرينو تکيه نه کوي. د دې ناکامۍ یوه مهمه وجه دا ده چې افغان کرکټ بورډ تر اوسه ويبپاڼه نه لري چې په افغانستان کې د کرکټ له فعاليتونه نړۍ خبره کړي او له جوړښته یې رسنۍ او دکرکټ څارونکي خبر کړي.

د جلال اباد د سيالۍ تفصيل به وروسته په ليکه شي.