د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د مشرمرستيال شو.

خبري - څانګه 07.01.2010 14:25

شهزاده مسعود د کرکټ د لنډ تاريخ او لوړو ژورو سره تړلی نوم دی.

د افغانستان کرکټ بورډ شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د مشر عمر زاخېلوال مرستيال ټاکلی دی.

شهزاده مسعود د ولسمشر کرزي سلاکار وزير هم دی. مسعود پخوا د کرکټ د فدراسيون مشر هم تېر شوی دی چې وروسته یې بيا استعفا وکړه او په ټاکنو کې الله داد نوري د کرکټ د فدراسيون مشر وټاکل شو.

کله چې د کرکټ فدراسيون په بورډ بدل شو او د المپيک له ادارې خپلواکه شو نو ولسمشر د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د بورډ د مشر په توګه او شهزاده مسعود یې د بورډ د غړي په توګه وټاکه.

شهزاده مسعود د هغه کسانو له جملې څخه چې د افغانستان د کرکټ د مشرۍ هڅې یې کولې اخري کس دی چې د کرکټ په اداره کې شاملېږي. له مسعود برسېره  الله داد نوري او تاج ملوک هم د کرکټ د مشرۍ هڅې کړي دي. تاج ملوک د ۲۰۰۸ ز کال په ټاکنو کې د کرکټ د فدراسیون مشرۍ ته د الله داد سره کانديد و، ټاکنې الله داد ګټلې وې.

وروسته بيا په ۲۰۰۹ کال کې الله داد نوري د کرکټ د بورډ د عملياتي مرستيال او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک د لوبډلې د مرستيال روزونکي په توګه وټاکل شول.

الله داد نوري ټول افغان ته له کابله د ټيلي فون په ليکه وويل چې شهزاده مسعود د بورډ انکشافي مرستيال ټاکل شوی دی او په دې هکله د کرکټ بورډ یو رسمي مکتوب هم صادر کړی دی. الله داد وايي چې په خپله هم د تخنيکي مرستيال په توګه په دنده پاتې دی.

تاج ملوک هم له سريلانکا څخه د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته د شهزاده مسعود د ټاکنې پخلی کړی دی.

موږ ونشو کړای چې د شهزاده مسعود سره په دې اړه اړيکي ټينګي کړو ځکه چې نوموړی نيوزيلانډ ته په لاره دی چېرته چې د هېواد د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډله په نړيوال جام کې د برخه اخيستو لپاره تللې ده.

داسې ښکاري چې د ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ د کرکټ اداره کوښښ کوي ټولې هغه خواوې چې د کرکټ په مشرۍ یې ناندرې او لانجې کولې په یوه اداره کې سلا او راغونډې کړي.

د کرکټ پر مشرۍ د بې اتفاقۍ له وجې په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ته زيان اوښتی دی او د کرکټ د پرمختګ په مخ کې خنډ جوړ شوی دی. که د کرکټ د مشرۍ ټولې دعوه ګيري خواوې د کرکټ د پرمختګ لپاره یوځای کار وکړي او په خپلو شخصي ګټو د هېواد ګټو ته برتري ورکړي، شونې ده چې په هېواد کې به د کرکټ په مخ کې ډېر پراته خنډونه زر له منځه لاړ شي.