د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخوست دمجاهدينوغوښتنې

فاروق جان منګل 06.01.2010 16:52

دخوست وولسونواومجاهدينوله مرکزي دولت څخه خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

هغه درنه اولويه راټوليدنه ،چې دخوست ولايت دبيلابيلو ولسواليواوسيمو دلسګونوخلکو،جهادي شخصيتونو، قومي مشرانو، ديني عالمانو ،دمدني ټولنې فعالينواودګڼوسيمه ييزو ،ملي اونړيوالو رسنيو د خبريالانو او ژورناليستانو په ګډون جوړه شوې وه . په پيل کې دجيدعالم مولوي ګل رحيم لخوا دفرقان مجيد مبارک اياتونه تلاوت شول ،وروسته دافغانستان دمجاهدينودملي يووالي اسلامي شورا ريس قاري عبدالولي عادل دغونډې پيليزې خبرې وکړې اوپه ترڅ کې يې په ۱۴ کلن جهادکې دافغانستان دخلکو بې شميره مالي اوځاني قربانۍ يادې کړې .
قاري عبدالولي عادل دخپلو خبرو په دوام وويل ،چې دمرکزي حکومت لخوا په ځانګړې ډول دلويې پکتيا د مجاهدينو او ولسونوونډې اوبرخې ته پاملرنه نه کيږي ،دجهادد لارې دشهيدانواومعلولينوداولادونوروزنې اوپالنې ته توجه نه شته ، مرکزي حکومت دبهرنيانوپه اشاره په داسې حال کې ،چې مجاهدين علمي او اکاډميک شخصيتونه لري ، دحکومت دچوکاټ څخه کرارکرارګوښه کيږي دمرکزي حکومت حتی عادي پوستونو،سفارت خانو،ولايتونواو نوروبرخوکې ددوی ونډه په هيڅ شمارده . وروسته دموضوع په تړاو مولوي ګل رحمن خبرې وکړې اوپه خپلو خبرو کې دجهاد فضايل بيان کړل ، نوموړي وويل جهاد دمسلمانانولپاره دقيامت ترورځې دوام لري اوبايد ټول مسلمانان د جهادد اهدافو په درک سره دافريضه په ښه شان ترسره کړي.

مولوي ګل رحمن په خپلو خبرو کې له مرکزي دولت څخه دخوست دسيمې دخلکو اومجاهدينودونډې غوښتونکی شو .
په نوموړې غونډه کې يوشميرمجاهدينو،همداشان دډاکټرانواوروغتيايي کارکونکو په استازيتوب ډاکټرنوراغا احمدزي ، دژورناليستانودخپلواکې اتحاديې مشر اميربهير،دخوست ټولنيزدفترکوارديناتورنجيب الله الوخېل په خپل وار خبرې وکړې اوپه خپلو تايدي خبرو کې يې له مرکزي دولت وغوښتل ،چې دنوي حکومت په جوړښت کې دې لويې پکتيا دوولسونو ونډه پراخه شي، همداشان دهېواد ساتنې دلارې دشهيدانوداولادونو روزنې اوپالنې لپاره دې وړ شرايط برابر شي .

نوموړې غونډه ،چې دخوست ټولنيزمرکز ميديوتيک دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې جوړه شوې وه دښاغلي کرزي ددويم ځل ټاکنې اوپارلمان ته دنوموړي لخوا دنوماندې کابينې ترمعرفي کولووروسته دخوست دخلکو لوموړنۍ ولسي غبرګون وو ،چې په نوموړې غونډه کې يې خپلې غوښتنې په ډله ييزه بڼه په ډاګه کړې .

ويناوالوګوتڅنډنه وکړه که چيرې ددوی روا غوښتنې ونه منل شي داساسي قانون دموداو په رڼاکې به په سوله ييزو لاريونونواومظاهرو لاس پورې کړي.

ميديوتيک –دخوست درسنيوکور
مسوول فاروق جان منګل