د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيادطالبانومبارزه په حقه ده؟

محب الله زهیر 06.01.2010 15:50

افغانانوته چی پس له اوږدو جګړو د خپل هیواد د پرمختګ موکه په لاس ورغلی ده نو که داموکه مونږ بیاهم د جګړو ، وژلو او ورانولو په دوام سره له لاسه ورکوو او دا ټولی لاسته راوړنی په اوبو لاهو کوو نو باید منطقاْ داسی وګڼو چی دا جګړه ډیره اړینه ده او وروستی لاچاری ده . اوس پوښتنه دا راپیدا کیږی چی د موجوده نظام مخالفین ( چی اصلی لوری یی طالبان دی ) د کومی اړتیا او لاچاری له مخی جګړی ته بډی وهلی دی ؟ آیا دوی د پاکستان د ISI او پوځی کړیو او د هغه هیواد د مذهبی بنسټ پالو ډلو او القاعده په لومو کی ښکیل دی چی د هغوی په لمسون په افغانستان کی د جګړو په دوام سره د پرمختګ مخه ډب کړی؟ که څه هم دا خبره تر ډیره حده پرځای ده او د شرم اوننګ نه ډکه ده خو که بیا هم پر دی موضوع ستر ګی پټی کړو نو دمسئلی ځواب به په نوروپوښتنو کی راوسپړو :

1 – آیا دطالبانو جګړه په افغانستان کی د ً اسلامی نظام او اسلامی شریعت ً دنفاذ لپاره ده ؟
2 – آیا د دوی هدف یوازی سیاسی قدرت ته رسیدل دی ؟
3 – آیا دوی په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو دشتون څخه نا خوښه دی ؟

لومړی : داسلامی شریعت نفاذ
دلته غوره ده چی لومړی حکومت او دولت او دهغی دندی او مکلفیتونه و پیژنو. دولت هغه دستګاه ده چی د یوی ټولنی دخلکود ژوند دسطحی دلوړ ولو ، دهغوی دحقوقو د خوندی ساتلو ،دهیواد د ځمکنی بشپړتیا د ساتلو او نورو دندو مسئولیت په غاړه لری . حکومتونه د ڼړی په ټولو هیوادونو کی مشابه دندی لری ، که یوه ټولنه اسلامی وی او که غیر اسلامی ، دینداره وی اوکه بی دینه ،ټول حکومتونه لری حتی وینو چی ډیر شمیر غیر دینی حکومتونه دخپلو دولت داری په چاروکی د دینی حکومتونو څخه ډیر موفق دی او دټولنی خلک هم همداغواړی. هغه څه چی په ټولو حکومتونوکی ګډ وجوهات دی ، هغه د دولتی ادارو مشابه دندی دی مثلاْ د روغتیا وزارتونه په ټولو هیوادونو کی مشابه دندی پرمخ بیایی ، د زراعت ،پوهنی ، کانونو،ښارجوړولو، دفاع ،کورنیو چارو،مالیه اوداسی نور هر یو وزارت باندی چی ګوته کیږدو دا ټول په هر هیواد کی مشابه دندی لری . خو که چیری یوه ټولنه اسلامی وی نو خامخا د اسلام تجلی دهغی ټولنی په حکومت کی هم را څرګندیږی لکه په افغانستان کی حتی د خلق او پرچم په حکومتونوکی هم په قضایی اداروکی شرعی احکام پلی کیدل . څوک به ونه وایی چی په هغه دوره کی هم د مثال په توګه دمیراث په برخه کی شرعی احکام مراعات شوی نه وی او د پلار په میراث کی خور او ورور ته مساوی برخه ورکړل شوی وی او یا د طلاق په مسایلو کی په بل ډول چلند شوی وی. اوس هم د افغانستان په حکومت کی داسلام تجلی په ډاګه لیدلای شو . مونږ یو وزارت د ارشاد ،حج او اوقافو په نوم لرو چی هر کال حاجیان حج ته لیږی ، په اکثر جوماتونوکی امامانوته معاش ورکوی ،بودجه د دولت له خوا ورکول کیږی چی جوماتونه اومقدس ځایونه جوړوی اویایی رغوی. داخلاقیاتو د دینی اړخ په برخه کی هم لازمه پاملرنه کیږی .زمونږ په ګاونډکی دپاکستان حکومت هم همداسی یو وزارت لری چی د امور مذهبی نوم یی پری ایښی دی اداری ته یی دامور اسلامی نوم ځکه ندی ورکړی چی دا اداره باید د ټولو ادیانو او مذاهبو حقوق مراعات کړی . په افغانستان کی که څه هم دا وزارت کاملاْ اسلامی چارو ته پاملرنه کوی خو نور ادیان او مذاهب هم قانونی حق لری چی ورته پاملرنه وشی ځکه داسلام حکم دی چی حاکم باید عادل وی اوداعدالت نه دی چی د بیت المال څخه دی جومات جوړ شی خو دهندوانو مندر ته دی پاملرنه نه کیږی . که څه هم د افغانستان هندوانو او سکهانو داسی څه غوښتنه تر اوسه د دولت نه نده کړی او یوازی دا وایی چی له خیره دی توبه ده خو زیړی ټوټې راته په ټټر مه ځړوه او توهین راته مکوه. اوس پوښتنه داده چی طالبان په حکومت کی څه شی اسلامی کول غواړی ؟مثلاْ د زراعتی اصلاح شوو تخمونو اویا د زراعتی آفاتو ضد در ملو په برخه کی کومه نوی اختراع لری چی هغی ته اسلامی ووایو ؟آیاپه اقتصادی چاروکی دوی کولای شی داسی کومی پیسی چاپ کړی چی مونږ ووایو زمونږ نوټونه او فلزی سکی اسلامی دی اود نور هیوادو پیسی غیر اسلامی دی ، په معارف کی به یوازی وکړای شی د موجوده دینی او فقهی مسایلو پر ځای نورمواد ځآی په ځای کړی اما په فزیک ،کیمیا،الجبر او نوروبرخوکی څه کولای شی ؟( داډول فقهی مسایل که وغزوو ډیر جالب بحث تری جوړیدای شی خو د دی لیکنی د حوصلی نه به بهر شی ) لنډه داچی طالبانو چی کله سیاسی قدرت تر لاسه کړ د همداسی ستونزی سره مخامخ شول ،هغوی د ډاکټر پر ځای ملاصاحب ونشو ګومارلی چی ناروغ ته نسخه او درمل ورکړی ،ملاصاحب د ساختمان دانجنیر ، دبریښنا دانجنیر ، دزراعت د متخصص او داسی نورو ددندی د اجراء وړتیا نه درلوده ځکه نو د دی لپاره چی لږ ترلږه خلکوته وښایی چی ګواکی مونږ اسلامی حکومت جوړ کړیدی ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم اداره یی رامنځته کړه . دوی د((اسلامی حکومت )) د نمایش په نوم پر خلکو په زوره ږیری پریښودی اوهغی ته یی حتی د اسلام تر شپږمی بناء پوری ستره درجه ورکړه. که چیری ووایو چی ږیره د نبی علیه السلام سنت دی نود آنحضرت دسر ویښتان هم اوږده ووچی پر اوږو به یی پراته وو نو بیا داسنت ولی له پامه غورځول شوی وو ؟دغه راز د هنر د ډولونو ( موسیقی ، فلم ، نقاشی ، مجسمه جوړونی،تیاتر ) ممنوع ګرځول ، په زور او وهلو باندی دوه او دری ځلی پر خلکو لمونځ کول ، حتی ویل کیدل چی یوه ښځه چی سپین بوټان یی په پښو وو د طالبانو دمذهبی پولیسو له خوا ووهل شوه چی ولی یی د طالبانو دبیرغ په رنګ بوټان په پښو کړی دی .
اوس راځو خپلی لومړی پوښتنی ته چی طالبانو چی کومه جګړه په لاره اچولی ده او حتی تنکی ځوانان چی د مراهق په سن کی قرار لری ، انتحاری عمل ته هڅوی ، خلک په چاړه حلالوی ... اوداسی نور . آیا دا جګړه پر خلکو د ږیری د پریښودلواو د موسیقی او تلویزیون د بندولو ، د غله څخه د لاس دغوڅلواو د نجونو د ښونځیو دتړلو په خاطر تر سره کوی ؟او آیا د دی ملت بدمرغه کول په دی بیه ارزی ؟ په داسی حال کی چی مخکی مو وویل چی نه طالبان او نه هم نور څوک که د ډیر افراط نه هم کار واخلی بیاهم د (( اسلامی حکومت )) په نوم یوازی څه چی کولای شی هغه به همداوی چی طالبانو کول او دا نه یوازی اصل دین نه دی بلکی د مسلمانانو او نورو مهذبو ټولنو لپاره هم دمنلو وړ نه دی.

دوهم : په نامشروع تو ګه د سیاسی قدرت تر لاسه کول
که چیری طالبان غواړی د هغه امکاناتو څخه چی په واک کی یی لری او یو شمیر کسان یی د دین په نوم پر ځان راټول کړیدی ،سیاسی قدرت ته درسیدو لپاره استفاده وکړی ، نو باید دی ټکی ته پام واړول شی چی د سیاسی قدرت تر لاسه کول به د یو هیواد د تباهی اوبر بادی په بیه څه ارزښت ولری ؟که طالبان غواړی چی په سیاسی قدرت کی ځان شریک کړی ، فکر کوم چی د کرزی حکومت لیواله دی چی د طالبانوسره جوړ جاړی وکړی .تر هغه ځایه چی د انتقالی عدالت مسئله ده ،د کرزی صاحب په مصلحتی اداره کی دا کار ناشونی بریښی ځکه نو که چیری په افغانستان کی ربانی ،سیاف ،محقق، خلیلی، دوستم اوداسی نور آزاد ژوند کوی او په سیاست کی هم ګډون لری نو ملا محمد عمر هم نه په ګناه او نه په ثواب کی د دوی نه څه کم نه دی او لکه چی ملا متوکل او ملا ضعیف په کابل کی ژوندکوی او امنیت یی تامین دی نو ملاعمر ته به هم څه ستونزه نه وی .هغه دی راشی سیاسی فعالیت دی وکړی،خلک دی پرځان راټول کړی ، خپله کړنلاره دی وړاندی کړی اوکه خلکو رایه ورکړه ولسمشر دی شی چی بیا به خلک ږیره څه چی لکۍ به هم پریږدی ځکه چی هغه به ګټلی وی. خو که دا وایی چی نه، زه خپل نظر اوبرداشت چی له اسلام څخه یی لرم هغه د ټوپک په زور پر ۲۵ ملیونه افغانانو باندی تحمیل کوم ، نو دا وچه کلکه بد معاشی ده چی هیڅ چاته دمنلووړ نه ده .

دریم : د بهرنیو ځواکونو شته والی
په دی هکله دا ټکی د پام وړ دی چی افغانستان د نړیوالی ټولنی غړی هیواد دی او نه یوازی په ملګرو ملتونو کی غړیتوب لری بلکی د دغه سازمان د بنسټ ایښودونکو هیوادونو له ډلی څخه شمیرل کیږی . همداراز د افغانستان دولت ځینی نړیوالی ژمنی لری چی هغی ته باید وفادار وی . دا چی نن د ۴۳ هیوادونو پوځونه په افغانستان کی شتون لری ، دا دملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړی له مخی دلته میشت دی ، اوداهم واضحه ده چی د دی ځواکونو موده وار په وار د امنیت شورا له خوا غزول کیږی ، همدا راز وینو چی یو شمیر هیوادونه چی خپل محدود شمیر پوځونه یی افغانستان ته رالیږلی دی ، هغوی هم د خپلو پوځونو د ماموریت دمودی دغزولو لپاره د خپلو پارلمانونو اوخلکو د مختلفو نظریاتو له پلوه د ستونزو سره مخامخ دی خو یوازی د خپلو نړیوالو ژمنو د تر سره کیدو له مخی یی دا ریسک منلی دی .
بله موضوع دا چی آیا د دی ځواکونو شته والی د افغانستان په ګټه دی که په تاوان ؟ دا ښکاره خبره ده چی د دی ځواکونو د موجودیت له برکته په افغانستان کی تر ډیره حده د پاکستان ، ایران او نورو مغرضو هیوادونو د مداخلی مخه نیول شویده ، دلته دیو نوی سیاسی نظام بنسټونه کیښودل شول ، د کودتا ګانو دور ته د پای ټکی کیښودل شو او سیاسی قدرت ته درسیدو لاری مشخصی شوی چی هغه عام انتخابات دی ، دلته د نړیوالو له خوا په ملیاردونو ډالر مرستی کیږی ( داچی د دی مرستو څخه سمه استفاده نه کیږی ، دابیله موضوع ده ) چی د بیا رغونی بهیر پیل شوی او خلک راتلونکی ته امید واره شویدی.
که چیری بهرنی ځواکونه له هیواد نه ووځی نو دراتلونکی اټکل هم ګران نه دی . دجهادی کړیو له خوا چی په دولت او وسله والوځواکونو کی پراخ نفوذ لری ډیر ژر د کودتا له لاری حکومت سقوط وکړی ځکه چی تر اوسه دولت له هره پلوه پر خپل ځان بسیا ندی ، نو بیا به د مجاهد اوطالب تر منځ په جګړه کی څومره وینی توی شی ، دا خوار ولس به بیا د کوم پنجابی او پدر سوخته ایرانی درګاه ته پناه یوسی ، آیا د دی لرغونی هیواد ځمکنی بشپړتیابه خوندی پاتی شی ؟ دا ټولی هغه اندیښنی دی چی تر څو زمونږ هیواد په خپل ځان ډاډمن شوی نه وی ، نو د بهرنیو ځواکونو شته والی ته اړتیا لیدل کیږی .همدا اوس د دی ځواکونو دموجودیت سره د پاکستان مذهبی ډلی او ځینی افغان دښمنه سیاسی کړی مخالفت کوی ، همدا راز ایران هم همدا غوښتنه لری چی ښکاره دوی غواړی افغانستان یو ځل بیا بی ثباته او خپل منځی جګړی پکی پیل شی تر څو هغوی خپل نیمګړی ستراتیژیک پلانونه دلته عملی کړی .
نتیجه دا چی روانی جګړی لپاره هیڅ ډول روا انګیزه وجود نلری او دخدای (ج) څخه استدعا کوو هغه کسان چی دخلکو دپاکو دینی احساساتو څخه ناوړه استفاده کوی،نیکی لاری ته هدایت کړی تر څو نور دا بی وزلی مسلمان ولس د پردیو په لمسون ونه کړوی .