د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: په سريلانکا کې افغانستان د کورونیګالا لوبډلې ته په ۴۶ منډو ماته ورکړه

خبري - څانګه 05.01.2010 08:39

اصغر ستانکزي تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې  - چې دا مهال په سريلانکا کې د تمرين کيمپ لري - خپله لومړۍ لوبه پرون د سريلانکا د کورونیګالا د لوبډلې سره وکړه. افغانستان لوبه په ۴۶ منډو وګټله.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملک عالم د ټيلي فون له لارې ټول افغان ته وويل چې لومړی بيټنګ افغانستان پيل کړ او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۷۶ منډې جوړې کړې. تاج وايي چې د افغانستان له خوا تر ټولو ډېرې منډې اصغر ستانکزي جوړې کړې.

منډې: اصغر ستانکزی (۴۴)، محمد شهزاد (۴۰)  او نوروز منګل (۳۸).

کورنيګالا ونه شو کړای د ۲۷۶ منډو هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۴۷ اورونو کې په ۲۳۰ منډو وسوځېدل.

سميع الله شينواري د کورنيګالا ۴ او کريم صادق او محمد نبي عيسی خېل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


سمیع الله شینواري د څلورو لوبغاړو په سوځولو او ۳۴ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د يادونې ده چې کورنيګالا د سريلانکا په سيمه ييزو لوبډلو کې له پياوړو لوبډلو شمېرل کېږي او نړيوالو لوبو ته یې یو شمېر پياوړي لوبغاړي ډالۍ کړي دي.

د کيمپ په مهال افغانان ه د سريلانکا د یو شمېر نورو سيمه ييزو لوبډلو سره هم لوبېږي. سريلانکا ته تللي ۲۲ لوبغاړي په لاندې ډول دي:

نوروز منګل، کريم خان صادق،دولت احمدزى، هستي ګل، نبي عيسى خېل، حميد حسن‌، سميع شينوارى،ريس احمدزى، نور علي ځدران، شاه پور ځدران، اصغر ستانکزى، شفيق الله شفق، احمدشهزاد، ميرويس اشرف، خالقداد نوري، عبيدالله کونړى، پاچا حسين‌، رشيد ځدراڼ، عبيدالله مزاري، شبير نوري، پامير، او نجيب ځدران.

افغان لوبډله به په سريلانکا کې د فروري تر ۴ مې نېټې پورې خپل تمرين او بېلابېلې لوبې بشپړوي. د تمرين د بشپړولو سره سم به افغان لوبډله د ۲۲ لوبغاړو له ډلې ۱۵ لوبغاړي غوره کوي چې په ۲۳ د جنوري د ايرلينډ سره د انترکانتننټل لوبو په ترڅ کې یوه ځلورورځنۍ لوبه وکړي. ورپسې به د ايرلينډ، کاناډا او سريلانکا A لوبډلو سره د i Cup سيالي کوي چې د جنوري په ۳۱ مه پيل کېږي او پنځه ورځې دوام کوي. د دې سيالۍ ټولې لوبې ۲۰ اوريزه دي.

تمه ده چې افغان لوبغاړي به له سريلانکاڅخه د زياتې تجربې سره راوګرځي چې بې له کومه شکه د فروري په نهمه به یې په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۱۰ کال د ۲۰/۲۰ اوري لوبو د نړيوال جام غوراوي په سيالۍ کې په کار راشي. د i Cup شل اوريزه لوبې دې سيالۍ ته ښه تياری دی.